د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان حکومت یوسف علي خان بې ګناه نیولی، چې پاکستان ته به ډيره سخته تمامه شي.
نوموړي نن کراچۍ کې په هغه لاریون کې ګډون وکړ، چې د یوسف علي خان د راخوشې لپاره ترسره شو او وې ویل، د پاکستان حکومت د پښتنو ژوند تریخ کړی او تر هغې چې ورته خپل حقه حقوق ونه رسیږي، پښتانه به د خپل حق غوښتلو مبارزه هیڅ وخت پرېنږدي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، چې په لر او بر کې جنګ پاکستان روان کړی او د پښتنو پر خاوره جنګ به اخر هم د پاکستان حکومت وخوري.
یوسف علي خان وروسته له هغې د پاکستان حکومت لخوا ونیول شو، چې نوموړی د خپلې ترور جنازې ته له انګلستان څخه پاکستان ته راغلی و.
حکومت پر نوموړي تور لګولی، چې هلته یې د پاکستان پر خلاف کرکه خپروله.