د پاکستان پوځ پرضد لاریون پنځمې ورځ ته هم وغځېد

0 190

د خیبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو سیمه کې د پاکستان پوځ له لوري د ماشومانو د وژلو له کبل د یاد پوځ پر ضد پیل شوی لاریو پنځمې ورځې ته هم وغځېد.
لاریون کوونکي وايي، که د پاکستان حکومت یې غوښتنې همدلته ونه مني او غږ یې وانه وري؛ نو دوی به خپل لاریو تر اسلام اباده هم وغځوي.
دوی وايي، د پاکستان د پوځ وحشت اوج ته رسېدلی او نور یې پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي.
د بنو جان خیلو اوسېدونکي د پاکستان له حکومت غوښتنه لري، چې د وژل شویو ماشومانو قاتلین پوځیان دې پیدا او دولس په مخ کې دې اعدام کړي.
د وژل شویو هلکانو کورنۍ وايي، چې دوی شاوخوا شل ورځې وړاندې د پوځ له لوري له ځان سره وړل شوي وو، چې څلور ورځې وړاندې یې مړي په خوړ کې وموندل شول.

Leave A Reply

Your email address will not be published.