په کوزه کې سمندر/ اجمل ښکلی

0 940

لنډۍ ده، چې:

ستا د هوجرې درشل کږه شه

زما د زړه ستنې کږې درپسې دينه

درشل د وره اساس وي. که درشل ونړېږي، ور هم له ولاړېدا پرېوځي. هوجره د پښتنو د مېلمه پالنې نښه ده. ملتپال چې د (هوجرې) او د (جومات) د پيوستون خبره کوي؛ نو مطلب يې د پښتو او دين پيوستون وي. (درشل کږېدل) کنايه او په کنايه کې ايما ده، چي مراد ترې د هوجرې ړنګېدل او په دې توګه له مېلمنو خلاصېدل دي، چې سړی راشي او کور کې کېنې. په دې کنايه کې د مکني به او مکني عنه ترمنځ، لازم دي، لاندې وسايط موجود دي:

د هوجرې د درشل کږېدل←د هوجرې ړنګېدل← د مېلمنو نه راتګ← کور ته توجه

پښتانه چې وايي، چې پوزه دې پرې شه. مطلب شرم درواوړه. يا که چا ته ووايو، چې په دې ږيره کې دې سپين څه کوي؟ موخه مو دا وي، چې لاړې زوړ شوې.

په کنايه کې د مکني به او مکني عنه ترمنځ د مشابهت اړيکه نه وي، چې لوستونکی پرې په اسانه پوه شي؛ نو بيا لوستونکی څنګه پوهېږي، چې دا کنايه ده؟ د کنايې تر شا د شعر او د لوستونکي فرهنګ وي او دا کنايې بالعموم دومره تکرار شوې وي، چې موږ يې په اسانه مانا درک کولای شو، چي ښه مثالونه يې ګړنې(Idioms) دي. که زه د لويديځ يوه شخص ته ووايم، چې تر تا مې دوه کميسه زيات زاړه کړي؛ نو هغه نه پوهېږي، ځکه چې دا کنايه يې مخکې نه ده اورېدلې. همداسې که ورته ووايم، چې زه تا ته مخ نه لرم، تا ته مې سترګې دي يا لاسونه به ومروړې؛ نو پايله به يې ناپوهاوی وي.

له کنايو سره سره سېمبولونه هم چې د طرفينو ترمنځ پکې لفظي قرينه نه وي، په يوه فرهنګ کې راټوکېږي، لويېږي او ورو ورو په قراردادي سېمبولونو اوړي؛ خو که له خپل فرهنګه بهر شي، مانا يې هم ورژيږي. مثلا: که داسي يو څوک چې د پښتنو له کلچر سره اشنا نه وي او څوک ورته د پښتونخوا د ملتپالو په اړه ووايي، چې دوی د هوجرې او د جومات پيوستون غواړي؛ نو پوه به نشي، چې موخه يې د حمزه بابا د دې شعر مفهوم دی:

ما حمزه ته يثربي باده خاونده!

په ښاغلې پيمانه کې د افغان را

سېمبولونه او کنايې چې څومره سولېږي او قراردادي کېږي، هغومره لومړی د يوې ژبې يا جغرافيې د وګړيو ترمنځ عامېږي او وروسته له جغرافيې نه بهر اوړي؛ نورو سيمو ته رسي؛ خو د سېمبول او کنايې ترمنځ دوه توپيرونه دا دواړه په بېلابېلو بڼو عاموي.

کنايه د عادي ژبې غوندې قراردادي خصوصيت لري. د هرې ژبې ويونکو قرارداد کړی وي، چې مثلا:(د پوزې پرېکېدل) به د شرم په مانا اخلو؛ خو سېمبول بيا په تاريخ او اسطورو کې ريښې لري. قارون د شومتيا، حاتم د سخاوت، يوسف د ښکلا، کوه طور د علم، سمندر د لاشعور او … سېمبولونه کېدای شي.

سېمبول بالعموم په کلمو کې وړاندې کېږي؛ خو کنايه په غونډونو يا فقرو کې. په يوه ادبي اثر کې که کلمو کليدي نقش لوباوه او فعلونو ته يې هم سېمبوليک رنګ ورکاه؛ نو دا کلمه سېمبول دی او ټول کلام سېمبوليک خصوصيت لري؛ خو که يو غونډ و او په هغه غونډ کې فعل نور توکي ځان ته ورڅکلي وو؛ نو کنايه ده. سېمبول ځان په پخپله يوه نوم کې ښيي؛ خو کنايه په ستاينوم کې هم وړاندې کېږي او په دې توګه ويلای شو، چې کنايه پر فعلي غونډ سربېره نوميز(اسمي) غونډ وي، چې هلته يې له مرکبې استعارې سره توپير دا وي، چې په استعاره کې د مستعار منه او مستعارله ترمنځ د تړاو لپاره لفظي قرينه موجوده وي؛ خو په کنايه کې لفظي قرينه نه وينو، چې يواځې يوه مانا ترې واخلو. مثلا: له (سر ټيټولو) دواړه ماناوې اخيستلای شو.

ستا د هوجرې درشل کږه شه

(درشل) په دې مسره کې په يواځې ځان مانا نه لري او که له دي مسرې بهر شي، مانا يې عادي کېږي؛ خو (هوجره) چې سېمبول دی له دې مسرې بهر د ټول پښتون کلچر په لويه محوطه کې خپله مانا څرګندوي. (هوجره) له خپلې مجازې مانا (مېلمه پالنې) سره تشبيهي اړيکه نه لري، نو څنګه يې سېمبول بللای شو؟ د کنايې ورستی او پېچلی ډول رمز دی، چې کله ناکله له موږ نه د سېمبول سره ګډېږي. “… د پېرنګيانو سېمبول په پارسي کې په رمز ترجمه شوی دی، چې له موږ نه دواړه ګډېږي. په سېمبول که د څو مشبو شتون شونی دی، چې د مانيزو قرينو په مټ يې مانا ته متوجه کېږو؛ خو رمز نښې ته ورته دی. په هر حال رمزونه زياتره منجمد او کلک وي، چې خپله مانا په اسانه نه ښکاره کوي او د يوې کلمې يا نښې غوندې يې مانا په قاموس کې وګورو يا يې له چا پوښتنه وکړو.”(شميسا، سيروس. ۱۳۸۳. بيان و معانی(اتم چاپ): انتشارات فردوس: ۹۷-۹۸) له چا نه پوښتنه يا په قاموس کې د رمز د کلمې د مانا ليدل همدا مانا لري، چې په فرهنګ کې مانا وپلټو، چې دا يې له سېمبول سره مشترک اړخ دی؛ خو رمز د يوه مرکب توصيفي ترکيب په توګه څرګندېږي. مثلا: غټ لاسونه د سخاوت نښه دي؛ خو کله چې پښتانه (هوجره) د سخاوت د نښې په توګه کاروي؛ نو د کوم صفت کارونه ورته اړينه نه ګڼي. البته دا خبره ده، چې د سيمبول سينه پراخه وي او هر لوستونکی تري د خپلې تجربې او تمايل په اساس بېله مانا اخيستای شي؛ خو رمز له خپل ابهام بېدرېغه پېچلتيا سره دومره پراخه سينه نه لري، چې څو ماناوې ترې واخلو. له هوجرې نه له (مېلمه پالنې) او (پښتنولۍ) هاخوا ماناوي نشو اخيستای. سېمبول له فرهنګ سره د متن د داخلي شواهدو له لارې د عقلي قرينې په مټ نامستقيمه مانا لري؛ خو رمز له خپل متنه په فرهنګ کې اساس لري.

(درشل کږه شه) غونډ دی او مجازي مانا لري. مطلب يې دا دی، چې له دي هوجرې او له دې مېلمستياوو خلاص شې. که له دې مجازي غونډ نه د (کږېدل) فعل لري کړو؛ (درشل) په يواځې ځان بېرته عادي مانا ته راګرځي.

په دې ټوله مسره کې کليدي نقش (هوجره) ترسروي او دا هوجره دومره زورور ده، چې که نه وي، د کنايي غونډ مانا هم له منځه ځي. په دې بنسټ دا پايله ترلاسه کولای شو، چې په يوه متن کې سېمبولونه تر کنايو مهم او موخن وي او د کلام پر ټولو اجزاوو واک چلوي، ځکه نو د کنايي اثر اصطلاح نه لرو؛ خو د سېمبولک اثر اصطلاح لرو.

ستا د هوجرې درشل کږه شه

زما د زړه ستنې کږې درپسې دينه

په دويمه مسره کې (د زړه ستنې) اضافي استعاري ترکيب دی. زړه يې له کوټې سره تشبيه کړی، چې په ستنو ولاړه وي؛ خو دلته (د زړه کوټه) نه ده، بلکې د کوټې يو جز(ستنې) يې ورته کارولې، چې استعاره يې پېچلې کړې. دې ډول استعارې ته مصرحه استعاره وايي.

پښتانه وايي: (په پلاني پسې پلار زړه واچاوه). (زړه اچول) کنايي غونډ دی، چې موخه ترې د چا په غم کې مړه کېدل دي. (د زړه ستنې کږېدل) هم د (کږېدلو) د فعل له امله په يوه کنايي غونډ اوښتی، چې له چا سره شديدې مينې ته اشاره کوي.

په دي توګه ويلای شو، چې په دې واړه دوه ويشت سيلابيز بيت کې دوه کنايې، يوه استعاره او يو سېمبول وينو او پر دې بنسټ د اکثرو لنډيو په اړه زموږ دا خبره سمه خېژي، چې له هنره مالامال دي؛ خو ته صبر خبرې لا نورې هم شته.

ستا د هوجرې درشل کږه شه

زما د زړه ستنې کږې درپسې دينه
په لومړۍ مسره کې يو ساده عينې انځور وينو، چې د ژبې پر مستقتيم بيان ولاړ دی. د هوجرې درشل وينو، چې کږېږي؛ خو موږ پوهېږو، چې د دې مسرې ترشا بلې لويې مانا ځان پټ کړی، چې هغه دا ښېرا ده، چې (خدای دې له هوجرې او مېلمنو خلاص کړه). دا آرزو هغه انتزاعي مانا ده، چې د دې سېمبوليکې مسرې په عيني تصويرونو کې وړاندې شوې ده. موږ د حواسو په مټ په طبيعت کې د موجودو شيانو عکسونه اخلو او په حافظه کې يې ساتو. په طبيعت کې پخپله موجود شيان تصويرونه نه دي؛ خو کله چې موږ دا شيان په غياب کې رايادوو؛ نو پوهېږو، چې له حافظې سره مو د دې شيانو عکسونه موجود دي؛ خو موږ د حواسو په مټ يواځې د مادي شيانو تجربه نه ده کړې، بلکې د ادراک د قوې په مرسته په ذهن کې د (سولې، مينې، رښتينولۍ) غوندې تجريدي مفاهيم هم لرو، چې پرې پوهېږو سره؛ خو تداعي کولای يې نشو. تخيل په حافظه کې په همدغو انساني تجاربو کې ګوتې وهي او ترمنځ يې اړيکې کشف کوي.

تشبيه، استعاره، سېمبول او کنايه د انځورسازۍ وسايل دي. په لومړۍ مسره کې د غوسې مجرد صٖفت په يوه عيني تصوير کې وړاندې شوی. د ايليټ په وينا، يوه مجرد صفت ته يو ( عيني انډول/ Objective correlative) پيدا شوی، چې د احساس وړ شي.

کوټه په ستنو ولاړه وي. که ستنې نه وي، کوټه کاواکه شي. ته زما د زړه د کوټې ستنه يې. که ته نه يې، زما د زړه کوټه به کاواکه وي. مطلب حالت به مې درپسې خراب وي. که له استعارې خبرو راووځو؛ نو مانا يې دا ده، چې درپسې خپه يم؛ خو ولې د مفردې (ستنه) پرځای جمع(ستنې) وايي؟ د يوه درد په شدت يا کثرت کې د مبالغې د ايجاد يوه وسيله جمع کول هم دي. مولينا چې په لاندې بيت کې جدايي جمع کوي او جدايي ها وايي؛ نو موخه يې دا ده، چې د جدايۍ شدت وښيي:

بشنو از نی چون حکايت ميکند

از جدايی ها ميکند

خپګان هم مجرد صفت دی؛ خو کوم خپګان چې په محبت او د محبت په جدايۍ کې وي، هغه په شرقي کلچر کې له زړه سره تعلق لري، ځکه زړه د محبت مرکز دی. پر دې بنسټ کله چې په شرقي فرهنګ کې زړه يادېږي؛ نو اشاره يې محبت ته وي. زړه په شرقي فرهنګ کې د عواطفو مرکز دی. مثلا: زړه خوږېدل د ترحم، زړه ورانېدل د خپګان، زړه ښه کېدل د خوشحالۍ او زړه غټېدل د زړورتيا ګړنې دي.

په چا پسې د زړه د ستنو کږېدل د شديد خپګان مانا رانغاړي. لنډۍ ده:

اول مې فکر درته نه و

اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه

اوس د (زړه د ستنو کږېدل) ګړنه څوک نه کاروي، ځکه يې نو مانا مبهمه شوې غوندې ښکاري؛ خو د شديد خپګان دا حالت د کنايې او استعارې په ګډ عينې انځور کې وينو، چې د يوې کوټې ستنې نشته او چت يې راناست دی. په استعاره کې د (زړه) شراکت مو پام د ساده انځور پرځای شديد محبت ته ورګرځوي.

لنډۍ داسي نه وايي، چې خدای دې له هوجرې خلاص کړه، زما يادېږې؛ خو ليدای دې نشم، بلکې نامستقيم راته په انځورونو کې دا حالت ښيي. په يوه لېدونکې صحنه د يوه مجرد حالت اړول او نامستقيم د مانا او عاطفې انتقال د انځور موخه وي.

په هر ساده او تخيلي انځور پورې د چک غوندې د د ماناوو او عاطفې مچۍ نښتې وي. د طبيعت له هر څيز سره زموږ يوه خاطره يوه تجربه تړلې وي، چې موږ ته يوه مانا لري او هره تجربه يا خاطره بې عاطفې نه وي؛ نو کله چې په غياب کې موږ يو څيز رايادوو، له عکس سره سره زموږ عاطفه هم راويښېږي.

په عادي ژبه وايم، خدای دې له دې مېلمنو خلاص کړه، زما يادېږې؛ خو د دوی له لاسه دې موندلای نشم. د دې عادي او د لنډۍ د ناعادي ژبې ترمنځ فاصله همدې انځورونو پيدا کړې ده او انځورونه بې عاطفي او بې مانا نه وي. د ومان نيازي شعر دی:

د څو تڼيو تر شا

پټ وم

هغه هم وشکېدې

د يوه شکېدلې ګرېوان انځور دی؛ خو د دې عيني انځور تر شا د سختې بېوزلۍ مجرد صفت وينو، چې زموږ عاطفه راپاروي. شاعر داسې نه وايي، چې په مرګ بېوزلی يم. که داسې يې ويلي وای؛ موږ به د وير يوه جمله ګڼلې وای او يو هنري ايجاد مو ورته نه وايه.

ستا د هوجرې درشل کږه شه

زما د زړه ستنې کږې درپسې دينه

د دواړو مسرو ترمنځ په ښکاره کوم ارتباطي يا د عطف وييکی نشته، ځکه نو په سرسري نظر راته دوه نامتجانسې مسرې ښکاري؛ خو د هندي سبک غوندې دلته هم يوه باطني اړيکه غځېدلې. لومړۍ مسره د غوسې او دويمه مسره د شديد محبت ښکارندويي کوي، چې دوه بېل حالتونه دي او د مانا له پلوه هم راته بېل ښکاري؛ خو که لږ نور متوجه شو؛ نو د لومړۍ او دويمې مسرې ترمنځ د علت او معلول اړيکه وينو. ستا د هوجرې درشل ځکه کږه شه، چې زما د زړه ستنې درپسي کږې دي او ته نه يې. زه درته ځکه غوسه يم، چې له تا سره مې مينه ده.

د مسرو ترمنځ د ظاهري ارتباط نشت او پر ځای يې د موچيتار غوندې د کلک باطني ارتباط شتون د ښه هنري اثر نښه ده، چې د لوستونکي ذهن هنري تجسس ته هڅوي.

ستا د هوجرې درشل کږه شه

زما د زړه ستنې کږې درپسي دينه

لنډۍ راته متکلم راوي يا لومړي وګړي روايت کړې ده. متکلم راوي خبرې کوي؛ خو موږ د لوستونکو په توګه بايد پر خبره پوه شو. د پوهېدو لپاره ضرور ده، چې خبره ټاکلی مهال او ځای ولري. د ځای او زمان له امتزاج نه صحنه جوړېږي. دا لنډۍ موږ له داخلي تصويرونو پرته د يوې صحنې په بڼه وينو. يوه څوک په وره کې ولاړه ده، هوجرې ته يې مخ دی او خپل غوسه او د مات زړه حالت څرګندوي؛ خو وخت يې مبهم دی، ځکه چې د وخت اړوند کومه کلمه په لنډۍ کې نشته؛ خو د (هوجرې) يادونه راته د پېښې مکان ښيي. البته که څه هم په لنډۍ کې د وخت په اړه څه نشته؛ خو هر لوستونکی يا زياتره پښتانه ښايي يو وخت ورته له خپله ذهنه وټاکي. لنډۍ بالعموم يوه وخت يا ځای ته اشاره کوي، چې د پښتني کلچر خصوصيت په ځان کې ونغاړي. په لاندې لنډۍ کې په اسانه پوهېږو، چې مازيګر دی؛ خو ځای موږ د خپلو تجربو له مخې ورکوو، چې د بام سر دی، که چوتره ده، که د جومات غولی دی او که بهر کوم ميدان:

د مازيګر ژيړيه لمره!

په روغو وايه د رنځورو سلامونه

د يوه شعر د صحنې ځای يا مهال د خپل کلچر په رڼا کې ټاکلی شو. پښتنې ښځې ښيرې بالعموم په مازيګر کې کوي. ښايي دا به کوم لرغونی دود وي يا په قرآن کريم کې پر (والعصر) د خدای قسم چې موږ ته مازيګر تقدس لري او فکر کوو، چې ښيرې پکې قبلېږي. لنډۍ ده:

مازيګری دی، ښېرې مه کړه

ته به د ناز ښېرې کوې، رښتيا به شينه

په مازيګر کې هغه چا ته له ښېراوو ځان ساتو چې راته ګران وي؛ خو هغه چا ته په مازيګر کې ځانګړې ښېرې کوو. د لنډۍ شاعرې ټوله ورځ خپل جانان ته په برجوره کلا کې انتظار کړی؛ خو هغه په هوجره کې له خپلو ملګرو يا له جرګو مرکو او مېلمنو سره دومره بوخت دی، چې ښايي نيمه شپه کور ته راننوځي، ځکه نو يې چې ټوله ورځ انتظار زړه ورخوړين کړی، له خولې يې له بېوسۍ نه ښېرې وتې دي:

ستا د هوجرې درشل کږه شه

زما د زړه ستنې کږې درپسې دينه

تاسو به پوه شوي يئ، چې لنډۍ د ښځې له خولې اورو؛ خو څنګه پوه شوئ، چې دا ښځه ده؟ څو لارې دي، چې د جنسيت له پلوه د خپلو فولکلوري سندرو، په تېره د لنډيو او کاکړۍ غاړو راوي معلومولای شو. يوه اسانه لار دا ده، چې په لنډۍ کې د جنس له پلوه ګرامري خصوصيت موجود وي. لنډۍ ده:

چې په ښايست مې خپه کېږې

نور به د ځمکې خوب کوم، چې ژيړه شمه

يا:

تر نيمې شپې پورې رانغلې

اورونه مړه شول، اوس ايرو ته ناسته يمه

په لومړۍ لنډۍ کې د (ژېړه) او په دويمه کې د (ناسته) مونثې بڼې وايي، چې دا د ښځې د خولې لنډۍ دي. بله لار د ژبې له ګرامري ځانګړنو بهر په فرهنګ او د کلمو په مانا کې پلټلای شو. د فيمينزم له زاويې که خپل کلچر ته وګورو؛ نو ښځه زموږ په کلچر کې د ښايست سرچينه او بېوسه ده. لنډۍ ده:

جانانه تا نه کمه نه يم

که ته بورا يې زه غونچه د ګلو يمه

په لومړۍ مسره کې له (کمه) مونث صفت نه؛ خو په دويمه مسره کې مخاطب ته د بورا او ځان ته د ګلو د غونچې له خطاب نه معلومېږي، چې لنډۍ د ښځې د خولې ده. که دا صفتونه واړوو، لنډۍ خپل هغه خوند بايلي، چې زموږ له ذوق سره تړلی. زموږ ذوق په مونث جنس کې منفعل حسن او په نارينه کې د بورا غوندې فعاله سرښندنه غواړي.

چې څوک وس او امکانات ونه لري، بيا ښېرې کوي يا افسانو ته پناه وړي. پښتنې ښځې چې د کور په څلور دېوالۍ کې راايسارې دي او اقتصادي خپلواکي نه لري، د خپل ژوند د عملي بدلون وس نه لري، ځکه نو يا تعويذونه کوي يا زيارتونو ته ځي او يا ښېرې کوي، چې که پير بابا يې خبره واوري او حاجت يې ورپوره کړي، همدا علت دی، چي ښځې د فولکوري ادب په ايجاد او د ژبې په ساتلو کې مهم نقش لوبوي.

زه که امکانات ونه لرم؛ خو بيا هم بايد زړه په يو څه تسکين کړم او د زړه د تسکين تر ټولو ښه، بې ضرره او اسانه لار ښېرې دي، چې څوک پرې خبرېږي هم نه او زما اړتيا هم پوره کېږي.

هوجره د پښتني فرهنګ په اساس کې ده، لويې لويې ستونزې حلوي او د يوه پښتون ټولنيز حيثيت ورسره جوړ وي؛ نو که د خپلې مېرمنې يا معشوقې لپاره هوجره پرېږدي، د پښتو پټکی به يې په ځمکه کې وغورځېږي؛ خو يوه بېوسه پښتنه څه وکړي؟ له زړه نه مجبوره ده، نو که څه نشي کولای، ښېرې خو به کوي، ځکه ښېرې له داسې عاطفې راولاړېږي، چې يواځې د يار پيوستون پېژني، کلچر او د کلچر مجبورۍ نه ويني.

دا لنډۍ دوه مسرې ده، خو زموږ د کلچر دومره ډېر توکي پکې راټول شوي، چې سوي پسې راڼه کړو؛ نو ډېر لرې پکې تللای شو. په دې کې کې د پښتنو يوه لويه هوجره وينو، چې ګرچاپېره پکې شلمه ور خلک ناست دي. يو ځوان پکې بل هم دی، چې څپلۍ يې په پښو دي، واسکټ يې اغوستی، لونګۍ يې وهلې او له څېرې نه د کلي ځوان مخور ښکاري او همدا د لنډۍ د ويناوالې مخاطب دی. بل لوري ته د خټو يوه برجوره کلا وينو، چې يوه نجلۍ د کور په يوه کار بوخته ده؛ خو کار ته يې ډېر پام نه دی، لاسونه يې خوځېږي؛ خو سترګې يې ولاړې دي، په يوه فکر کې ورکه ده، د يوه چا په ياد کې او چې کله خپل فکر ته متوجه شي؛ نو خولې ته يې بېواره لنډۍ راشي:

ستا د هوجرې درشل کږه شه

زما د زړه ستنې کږې درپسې دينه

Leave A Reply