په داستاني نړۍ کي د افر اطیت خام توکي/ زبیر افغان

0 693

دا څو ورځې وړاندې مي له يوه مګري څخه واورېدل چي د استاد اسد الله غضنفر نوی کتاب (څراغ) چاپېږي. زه ورته خوشاله سوم. د استاد لیکنې مي پر طبعه ښې لګېږي. ما يې کلتور او ټولنه هم دوه ځله لوستی او د نثر لیکلو هنر مي هم مخکي لا په شوق و ذوق مطالعه کړی وو. دې پخوانو کتابو ته په کتو مي له څراغ څخه همداسي تمه در لوده لکه نوم چي يې دی. تر ډېره حده مي کتاب دا تمه را پوره هم کړه. خو داځل مي د استاد يوې غټې داسي لیکنې ته هم پام سو چي زه يې ذهنا ښه وزورولم. د لیکنې سرلیک وو: د ویسا د لسمې کاليزې په پلمه.

تر دې سرلیک لاندي استاد کابو څلور مخه اوږده مقاله د ښاغلي زبیر شفیقي په اړه لیکلې ده. زه له زبیر شفیقي سره شخصا نه پېژنم او نه مي ور سره ورانه ده. خو يو شی چي له دې ښاغلي سره زه مخالف يم هغه د انتحار هغه ناولونه وو چي د ده په قلم پښتو سول او زموږ ډېری داسي ځوانانو د دې ناولونو له برکته انتحار، جنګ او د نظام تخریب ته مخه کړه چي همدا د شفیقي صاحب ژباړلي کتابونه يې لوستي وو.

لومړی د خپل ځان په اړه يو څه لیکم. يو وخت چي ډېر وړوکی وم، په کور کي مي ټول ژمی د شفیقي صاحب وروستی مورچل، د غازي داستان او د تروږمۍ مسافر را کتل. لپې لپې اوښکې مي ورته توی کړې او په ډېره تیاره کي مي کتاب لوستی چي د سترګو په ناروغي يې اخته کړم. له دې را پېښي ناروغي مي اخیر عینکو ته پنا یو وړه او تر اوسه هم عینکې استعمالوم. بل لور ته داسي افراطي سوم چي له هغه چا پرته بل څوک مسلمان راته نه ښکارېده چي پر خوله یا قلم يې د جهاد، اسلامي خلافت، له کفارو سره د ټکر، د پخواني برم یادونه، د هغه د احیا کولو هڅې او داسي نور نه وای. ښه مي په ياد دي چي تر دې اغېز لاندي مي يوه ورځ د افریقايي مسلمانانو په اړه له انجنیر عبد الله ګل ریان صاحب څخه وپوښتل چي هغوئ څنګه مسلمانان دي؟ زه يې پر مسلماني شکي وم. ځکه ما ټول هغه ډول غوښتل چي د شفیقي صاحب په ژباړل سوي داستانو کي را معرفي سوي وو. ریان صاحب تر اسویلۍ وروسته وویل: تاته که سم نه ښکاري موږ يې سم مسلمانان بولو. زه يې خړ کړم.

زه دا نن هم ډېری هغه کسان پېژنم چي د همدې کتابونو تر اثر لاندي راغلي او عملا زموږ په هیواد کي جنکېږي. داسي لیکوالان را مالوم دي چي همدې کتابونو افراطیت ته هڅولي او نن هم د اسلام هغه تعبیر وړاندي کوي چي حجازي په داستان کي بیان کړی. موږ په دې نه پوهېږو چي داستاني اسلام په حقیقي دنیا کي څنګه عملي کوو؟ داستان د اسلامي تعبیر د بیان ځای نه دی. ځکه هغه مهال چي دې داستانونو را مخه کړه موږ يو ډول نالوستي وو. لیږ فیصدي مو د لوستو په کتار کي راتله.

له دې امله د حجازي داستانونو له موږ څخه د اسلام داسي ناخبره فدایان جوړ کړل چي تر سر خلاصولو مو سر بایللو ته زړه کېدی. استاد غصنفر یادونه کړې چي ده د حجازي داستانونه ژباړلي او پر پښتو ادب يې احسان کړی. مګر دا اړخ يې نه دی را سپړلی چي دې احسان له موږ څخه څومره قرباني وغوښته؟ موږ د دې احسان لا پوروړي یو او لا يې قرباني کېږو. زه دې ته حیران یم چي د استاد غصنفر غوندي یو لیکوال هم د مسلې یوه اړخ ته ګوري. که يو څوک د چا داسي خدمت وکړي  چي تر ګټه يې زیان ورته زیات وي، نو ایا موږ به يې یوازي د ګټې اړخ ته پام کوو؟ یو څوک ښايي دا خبره هم وکړي چي د ده داستانونو خلګ مطالعې ته وهڅول، لیکوالان يې کړل او زده کړو ته يې مخه کړه. زه هم دا منم. داسي کسان مي هم لیدلي دي چي د لوست سبب يې سوي، د زده کړو سبب يې سوي او ان لیکوالي ته به هم جګ سوي وي. اما هغه به څه کوو چي د دې کتاب له وجې انتحاري سوو؟ هغه به څه کوو چي د دې کتاب له وجې حقیقي ژوند بې مانا ورته ښکاري او د مسلمانانو په ماضي پسي مړ دی او یوازي په خیال کي ژوند کوي؟ هغه به څه کوو چي د دې داستان له امله نن د نړۍ والو استخباراتي شبکو منګولو ته ولوېدو او د نورو د ګټو لپاره د جهاد تر مقدس نوم لاندي د خیالي خلافت لپاره زموږ علمي کادرونه وژني؟ پوهنتون ورانوي، لیسه و مکتب بندوي، سړک تخریبوي، د نظام مقابله کوي او عامه تاسیسات د افراطیت په عینکو کي ورته کفر ښکاري؟ يوه مسله بايد په مجرد ډوله ونه څېړو. یوازي ګټې نه دي. پر پښتنو یوازي د احسان خبره نه ده. پښتون د دې دومره دروند تاوان ور کړی چي که قسم وکړم شفیقي صاحب يې د سل کاله مثبت کردار په کولو هم ولاکه جبیره کړي.

جالبه دا ده چي استاد غصنفر يې د همدې کار ډېره ستاینه کړې ده. استاد ستا په شان له یوه لیکوال څخه مو په دې حالاتو کي داسي تمه نه وه. ایا تا فکر نه دی کړی چي د زبیر شفیقي صاحب ژباړل سوي داستانونه زموږ د هیواد پر روان جنګ د تیلو اچولو کار کوي؟ د افراطیت په پراخولو کي تر ټولو لوی لاس د همدې داستانونو دی. تاسو یادونه کړې چي دا کتابونه څو واري چاپ سوي. نو پوهېږې چي دومره ولي پلورل کېږي؟ ځکه چي تیل دي او د اور بلولو لپاره په کارېږي. د نظام تخریب ته خلګ هڅوي له دې امله ورته لمن وهل کېږي. له مدنیته د تيښتي لاري پکي ستایل سوې، ځکه زموږ سنتي ټولنه له وخته همدې فکر ته اماده وه. نن دا خدمت نه دی او نه يې پر پښتنو احسان کړی چي موږ له ژونده مرګ ته بوزي. له نظامه مو بې نظامۍ ته وهڅوي. د مینې پر ځای مو انسانيت ته په زړه کي د کرکې تخم وکري. د حقیقي نړۍ د ژوند پر ځای خیالي دنیا راته ښایسته او هلته ژوند راته غوره وبريښوي. له نوې دنیا سره د ځان سمولو پر ځای موږ ماضي ته د ور ګرزېدو په سبق اموخته کړي. له خپل هیواد و ملت سره د مينې پر ځای مو په زړه کي د خیالي خلافت، تخیلي برم او ټول امت مینه ځای پر ځای کړي. زما په اند ټول انسانيت د مينې حق لري، امت يې هم لري، خو دا هر څه دي موږ له خپل وطن او ملت څخه لیرې نه کړي. له حقیقت څخه مو دي خیال ته بونه زي، له ژونده مو دي مرګ ته وړاندي نه کړي، د حال و اینده پر ځای دي موږ ماضي ته کش نه کړي.

دا نو پر پښتو ادب کوم ډول احسان دی چي پښتانه يې ورته انتحاریان کړل؟ قلموال يې ورته افراطیان کړل؟ خپلو خلګو ته د ګټې پر ځای د نورو ګټې ورته اولیت لري؟ د شفیقي صاحب له داستانه مو همدا زده کړي وو. یوازي زه نه لسګونه نور هم پېژنم. د همدې کتابونو اغېز وو چي ما د استاد شپون د (سمڅې یاران) کتاب د فحشا خپرولو په جرم له کتابتونه وایست. دا خدمت ما ته څه ارزښت لري چي خپل استادان، لیکوالان او د پښتو خپل ناولونه مي تر پام بد راولي؟

استاد په دې لیکنه کي وايي چي شفیقي صاحب د بل هر ژورنالیست په نسبت ډېري سریزې کښلې. له دې امله نو د دې ډګر استاد یاد سوی.

له استاد غصنفر څخه مي د داسي قضاوت هیله نه وه. که له استاده پوښتنه وکړم چي ایا د زبیر شفیقي ویسا ورځپاڼه تاسو نن ګورئ؟

که يې وینې، نو ایا دا نن يې په سریزه کي تاسو د محمد بن قاسم، ناهد، قتیه بن مسلم، موسی بن نصیر، طارق بن زیاد او … نومونه نه وینئ؟ دا سریزه موږ ته د دې نومونو په کتارولو، کوم پيغام را کوي؟ د نظام تر مثبتو کارونو منفي کارونو ته ډېر انعکاس ور کوي. په داسي حال کي چي تاسو په همدې کتاب کي یادونه کړې چي پر ټلویزونو منفي او د جنګ جګړو خبرونه زیات  او مثبت يې کم دي چي د خلګو په ناارامولو کي غوښنه برخه لري. که په همدې تول د شفیقي صاحب ویسا ورځپاڼه وتلو، نو څومره به وزنداره وخیژي؟ په ویسا کي خو هره ورځ د هغه نظام تر مثبت منفي اړخونه ښه په تفصیل او ډراماټیکه توګه را اخیستل کېږي چي تاسو يې په همدې کتاب کي ننګه کوئ. هغه نظام چي تاسو پکي د ولسمشر فرهنکي مشاور یاست. په يوه کتاب کي مو دغسي دوه رنګه لیکنو ته سړی حیران سي؟ زه ستاسو نظر او شخصیت و علمیت ته په ډېر احترام او هم د شفیقي صاحب درانه شخصیت ته په پوره درنښت، دا پوښتنه له تاسو دواړو محترمو استادانو څخه کوم چي که یو لوستونکی د شفیقي صاحب په کتابونو خبر نه وي، ستاسو دا کتاب ولولي، نو د شفیقي صاحب د داستان ستاینې اغېز يې تر همدې کتابونو ورسوي، دا خالي ذهنه تاند ځوان به کوم لوري ته بوزي؟ زما په فکر خو د همدې لیکنې اثر به دا وي چي یو لوستونکی د شفیقي صاحب کتابونه لومړی پيدا کړي، بیا د هغو په اغېز به لومړی ذهنا تر حال ماضي خوند ور کړي، تر خپل نظام به خلافت ورته ښه وایسي، تر ملت به امت ورته اهمیت پيدا کړي، تر ارامي ناستې او خلګو ته تر خدمت به د داعش یا طالب لیکې ورته د خدمت مناسب ځایونه ښکاره سي او که نور هيڅ نه وي، نو مالي مرسته به يې هم د ځان خلاصونې لپاره یو غوره فرصت وبولي او زموږ د تخریب لپاره به زموږ  پیسې د هغه چا جیب ته ځي چي موږ تخریبوي او د دې لپاره به خام مواد زموږ درانه قلموال او استادان چمتو کوي. تاسو پوهېږئ په طالبي لیکو کي دې داستانونو ته ولي ښه په خرپ کمپاین کېږي؟ ځکه هر څوک چي دا کتاب ولولي نو ذهنا یا طالب او یا داعشی ترې جوړېږي. نو دا د ترهګرو لپاره خام مواد دي چي درانه استاد شفیقي صاحب ژباړلي، تاسو محترم پرې ستایلی او موږ غریبان يې تر لوستلو وروسته د سبق په عملي کولو لاس پوري کوو.

تر دې وروسته چي تاسو موږ ذهنا هغه سبق ته جوړ کړو چي د حجازي داستان يې را ښيي، نو موږ اوس اړ یو چي د دې درس عملي میدان ته هم ووزو. د درس د عملي کېدا مهال که تاسو، یا کار مو یا دفتر ته مو زیان ورسېدی نو خپله کېږئ به نه ځکه ستاسو له کتابونو همدا فکر اخیستی او پر تاسو يې عملي کوو.

۲۰۱۷/ اګست/۵

Leave A Reply

Your email address will not be published.