پښتوژبلار د ښونځي لپاره: دریمه برخه

 ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 809

Hauptsätze
سرغونډالې یا بنسټغونډالې

د غونډالې خونديونې له مخې سړی توپیروي:

Haupsatz als Aussagesatz:
سرغونډاله د ویناغونډالې په توګه

بېلګه: ورینګي وریږي. توپ رغړي. زدکونکی یوه غونډاله لیکي

 Hauptsatz als Fragesatz:
سرغونډله د پوښتنغونډالې په توګه

بېلګه: ورېنګي سبا وریږي؟ ولې غونډوسکه ورغړېده؟ ته یوه غونډاله لیکې؟

یادونه: که پام مو وي، نو د ویناغونډالې او پوښتنغونډالې منځ کې توپیر نه لیدل کیږي، نو دا پوښتنغونډاله به یواځې له پوښتننخښې سره موخه وره کوو او که ،،ایا،، به ورسره لیکو؟

په ويېنه کې بیا روښانه توپیر شته.

Hauptsatz als Aufforderungssatz:
سرغونډاله د امریه غونډالې په څېر

بېبلګه: سملاسي یوه غونډاله ولیکه! ناسمون مه کوه!لیکه!
Hauptsatz als höflicher Aufforderungssatz:
سرغونډاله د درنښت امريې په څېر

بېلګه: هیله ده چې په غونډال لیکنې پیل وکړې.

یا: که هغه ته څه ووایې.
Hauptsatz als Wunschsatz:
سرغونډله د غوښتنغونډلې په څېر:

بېلګه: کاش چې تا ناسمون نه وی کړی! تا کړی شو چې پوهنتون پیل کړې!
Hauptsatz als Ausrufesatz:
سرغونډله د غږغونډلې په څېر:

بېلګه: ګوره، ډېر ناسمونونه دې درلودل! دا داسې ناوړه!
Infinitivsätze

ایفینیتیو د کړنوي بنسټبڼه یا بللبڼه او هغه ته خپله پرېپوهېدنه ورکوي.هغه له ویبنسټ او پایونې جوړه ده.  اینفینیتیوغونډالې له ټاکلو ویونو او اوړونونو یا ښه یې بڼه بدلونونو وروسته کاروو. بېلګه : مخ ته لرل ( د یو څه کړنې). زه مخ ته لرم، چې د تېنیس لوبې سره پیل کړم. زیات وخت اینفینیتیوغونډاله له سرغونډالې وروسته ځای  یاځای په ځای وي، داکړی شي چې د د غونډالې پیل کې راشي..
spätlateinisch (modus) infinitivus = = نه نږدې ټاکونکی ( نه له نږدې ټاکونکی)
اېنفینتیوغونډالې  د کړنویونو سره په بنسټبڼه غونډالې دي.

 Infinitivsätze ohne “zu”
اینفینیتیو غونډالې بې  له،، ته،،

بېلګې: په څوکۍ ناست پاتې شه.

زه موټر ولاړ پرېږدم.

 Infinitivsätze mit “zu”
له ،،ته،، سره

بېلګې زه وعده درکوم، چې سبا ته له تا سره وګورم.

 Infinitivsätze mit ”Modalverben”
اینفینیتیوغونډالې ،، مودال کړنویونه)

بېلګې: زه غواړم تا په روغتون کې وګورم.

ته کړی شې (اجازه لرې) د ټولګې سره رسختي یا ارامۍ ته لاړ شې

 Infinitivsätze mit ”werden”
اینفیتیو غونډالې د ،، به،،

بېلګې: موږ به نیاونیکه وګورو.

ته به ناوخته راشې.

پارتیڅیپغونډاله یوه څنګیزه غونډاله ده له پارتیڅیب ۱ سره( پارتیڅیپ پرېزنس) یا له یوه پارتیڅیب ۲ ( پارتیڅیپ پرفکت) سره. دا برخغوڼداله د سرغونډالې  شي ته موخه لري او داپارتيڅیپ په ډېرو حالتونو کې غزیږي.

بېلګه: په بریا هیله من، هغوي خپل ټیم ته دعا وکړه.

یو پارتیڅیپ یوه ګراماتیکي یا ژبلاريزه بڼه ده، چې له یوه کړنوي را بېلیږي او له دې سره سره کله، کله د یوه خوي وي خوي غوره کوي، په ځنو برخو کې د یوه کړنوي خوي هم غوره کوي.

Partizipialsätze
پارتیڅیپ غونډالې د پارتیڅیب ۱( پارتیڅیپ اوس وخت) او پارتیڅیپ ۲ ( پارتیڅیپ تېر وخت) سره جوړیږي.

پارتیڅیپ ۱ له یوې پارتیڅیپغونډالې له دوه هممهالځغاستنده کړنو سره کارول کیږي.

بېلګې: په الوتکه کې ناست، جګېدو ته صبر کوي.

په ځمکه پروت، هغه ستوري ګوري.
په پارتیڅیپیالغونډاله کې له پارتیڅیپ ۲ سره  کړنه په بنسټ – یا سرغوغنډاله کې کړنې څخه د مخه کړل کیږ.

بېلګه: پاس نا وخته ورکړل شو، تور لوبغاړي وکولی شو هغه ونیسي.

همدا اوس چې دی وېښ شو، هغه وو چې تلفون زنګ وواهه

Die Satzreihe

Der zusammengesetzte Satz
غونډال لړۍ\

یوځایشوې غونډالې

یوه غونډاللړۍ(Parataxe  ) – غونډالتړنه هم بلل کیږي- له دوه یا ډېرو برابرارزښته غونډالو څخه جوړیږي:

بېلګه: مور وکار ته ځي. پلار خرڅلاو ته.

مور وکار ته ځې(،) او پلار خرڅلاو ته.

Ein Satzgefüge (Hypotaxe)

غونډالزیاتونه (Hypotaxe)له سر- یا بنسټغونډالې ( زیات وخت له یوه تړنوي سره تړلې)  څخه جوړه ده.

په ژبلار کې د هیپوتاکس لاندې د یوې څنګیزغونډالې د بلې څنګیزغونډالې سره ترتیبول پوهیږو. یوه ګډوله غونډاله، چې له یو ځله یا له ډېرځلو هیپوتاکسو څخه لاس ته راغلې وي، په ژبلار کې غونډالزیاتونه پوهېږو. ( کېدی شي موږ د مخه بل څه نومولي وي، خو زه ترې خبر نه یم. زما ملامته یم).

له غونډالزیاتونې څخه په ژبلار کې یوه ګډوله غونډاله پوهېږو، چې لږ تر لږه له یوې بنسټ – یا سرغونډالې  او  له یوې څنګغونډالې څخه جوړه وي( او یا هم زیاتې څنګیزغونډالې ولري). غونډالزیاتونه د هیپوتاکس په مېکانیزم جوړه یا ودانه ده.
بېلګه: زدکونکی یو څه پوهیږي. هغه باید زده کړي.

زدکونکی پوهیږي، چې هغه باید زده کړي.

Hauptsatz und Nebensatz im Satzgefüge
په غونډالزیاتونه یا له څو غونډالو یوهجړونه کې بنسټ-یا سرغونډاله او څنګیزغونډاله.

حنګیزغونډاله د بتسټغونډالې مخ ته، څنګ ته او یا د بنسټغونډالې منځ کې وي. یلته یوهغونډالزیاتونه منځ ته راځي.

څنګیزغونډاله له بنسټغونډالې څخه د مخه:

بېلګې: دا چې یا ځکه چې باران وریږي، لوبه په کوټه کې کوو.

سره لهدې چې زهوخت نه لرم، سینما ته ځم.

څنګیزغونډاله د بنسټغونډالې پسې:

موږ لوبه په کوټهکې کوو، ځکه چې باران وریږي.

زهسینماته ځم، سره له دې چې وخت نه لرم.

څنګیز غونډاله د بنسټغونډالې منځ کې:

بېلګې: موږ لوبه ، دا چې باران وریږي، په کوټهکې کوو.

زه، سره له دې چې وخت نه لرم، سنما ته ځم.

 څنګیزغونډالې

څنګیزغونډالې  کېدی شي د هغوي د دندې له مخې توپیر شي، بیا کېدی شي غړیغونډالې وبلل شي.

شيغونډالې( غړیغونډاله په نومیز حالت کې)

څوک چې وږی وي، باید وخوري.( څوک باید وخوري؟)

ډېر خوښېږم، چې ته مې نن کتو ته راځې . ـ څه (شی) مې خوښوي.

شيغونډاله( غړیغونډاله د خاوندوالي -، داتیو-، اکوزاتیو- یا اړیکوین شی په څېر یا بڼه):

بېلګه: زه په یاد لرم یا راوړم، چې هغې یوه جایزه ګټلې.( څه(شی) مې په یاد لرم؟)

سپین سوچ وواهه، چې هغه څه کړی شي.( سپین څه سوچ وواهه)

هغه هکپک وو، چې هغه یوه جایزه ګټلې.( هغه په څه  هکپک وو؟)

Adverbialsätze: ادوربال غونډالې:

بېلګې:

هغه لمبا ته لاړ، (کله) چې هغه له کورکار سره پای وو. یا -ــ-، (کله)چې هغه د کورکار پای کړی وو یا پای ته رسولی وو.( هغه کله لمبا ته لاړ؟)

سپین ناوخته راغۍ، ځکه چې ګاډی ناوخته شوی وو. ( ولې سپین ناوخته راغۍ؟)

Attributsätze: اتریبوتغونډالې:

اتریبوتغونډالې په ژبلار کې یوه څنګیزه غونډاله ده، چې د یوه اتریبوت دنده لري، داسې چې له یوه نوم (سوبستانتیو) یا د یوه سوبستانتیو ګروپ په واک کې وي.

بېلګې: سپي، چې غاپي، نه داړي.  یا داړل نه کوی یا نه خوري.( کوم سپي نه داړي؟)
پیل اموخت(عادت) لري، چې هغه سر خوروي) ( پیل څه اموخت لري)

Konjunktioalsätze تړنغونډالې:

څنګغونډالې د تړنویونو له لارې لارښودیږي

کړنوی زیات د څنګیزې غونډالې په  پاي کې په ځای وي.
د خپلې غوښتنې یا نیت  سره سړی دا توپیرولی شي:

 Kausalsatz (Begründungssatz)
کوزالغونډالې (لاملغونډالې)

( تړنې: چې، ځکه، ځکه چې، دا چې، داسې په نامه(؟))

بېلګه: زه تا واده کوم، ځکه چې راته ګرانه یې.
سبا ته ښونځی نه شته، ځکه چې د رسختۍ پیل دۍ

Konditionalsatz( شرطی غونډاله)
( شرطونه: څنګه والی (؟) (حالت) د خبرو دې، کله (چې)،که، پرته له، بل ډول…)

بېلګه:  نمرې به  دې ښې شي، که تا درسونه زده کړل.

زه چای جوړوم یا کړم، که ته راځې.

 Modalsatz (Satz der Art und Weise)
(د رقم او ډول غونډاله،)
(کنیونکشن یا تړنویونه: داسې چې یا که چېرې،  که چېرې،که)

بېلګه؛ تاسو لوبه ګټلی شی، که (چېرې) تاسو پوره وهڅېږۍ.

 Temporalsatz (Zeitsatz)
(وختغونډاله)

(تړنویونه: ( چې، له هغې، دې …) وروسته، ترځ کې، له هغې پسې، تر، ….)

یادونه: تر د تړنوي په څېر هم راځي، خو د له او ….. نورو ځاینیوی نه شي کېدی

۱۰ بجو تر ۱۱ بجو پورې. یا ۱۰ – ۱۱ بجو

بېلګه: ټولګی (هغه) مهال (د کاډو ) تمځای ته راغلل، چې ګاډی راورسېد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply