و ،، ایا ( تر) یواځي سربل دی؟،، ته

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

196
و ،، ایا ( تر) یواځي سربل دی؟،، ته
د څېړنیار شریف الله دوست په لیکنه
له ټولو ژبپوانو او پوهاندانو څخه هیله ده، چې د ژبې په هراړخیزه وده سمونونو او ناسمونو هم د ورسره نورو پوهنیزو کسانو لیکنو باندې پوره غور وکړي او هیله ده ، چې د دې لیکنې په سمون او ناسمون کې راسره ونډه واخلۍ.
،، تر،، د حالت یو مورفېم دی، چې خپلواکه پوهېدنه نه لري. د دې لپاره چې دا د حالت موضوع په پښتو کې خوراپېچلې ده، نو همداسې به یې وڅېړو. دا باید په یاد راوړم، چې دې موضوع ته مې په دا وروسته څو میاشتو کې لار وموندله یا دا و مېندله. تر اوسه پورې یې په هکله ماته لیکلې نه دي څرګنده. په دې هکله به تاسو درانه ژبپوهان هم مرسته وکړۍ.
زه په دې اند وم، چې د یو څه سم لپاره باید ژبلاریز او ټولیز باوریوالی شته وي، خو د دې لیکنې له مخې هم باید ووایم، چې دا ټولیز باوریوالی لړځیږي. زه چې ګورم، نو دا د دوست ضیب لیکنه به دموږ د ژبپوهانو او نورو لیوالان لپاره باوري ځکه وي، چې کوم مخامخوالی چا نه دی ښوولی او زه به ورسره دما  نه هم اندوالی د ژبلارې په بنسټ وښایم.
په دې هکله به دا دما لیکنه پر درې برخو باندې ووېشو.
ګرانو ژبپوهانو او ژبمینه والو! ،، تر،، نه سربل دی او نه وستربل
په دې هکله مې ډېر لیکنې کړي او دا یو له هغو ژبتوکو یاښه یې مورفېمونو څخه دی، چې زه ورسره تل په جګړه کې یم او پوهېږم، چې دما لیکنې د ټولو ژبپوهانو مخامخ دي، خو په پوهنه کې هغه څه تر هغې پورې باوري دي، تر ځو پورې یې چې مخامخوالی  پوهنیز نه وي ښوول شوی. ټولیز باوریوالی په پوښتنه کښې راغۍ.
تاسو ټول او زه یواځې، نو باید زه پړ وم، خو تاسو ټول ما لومړی باید پړ کړۍ.
دالیکنه د موږ د ځوان ژبپوه  څېړنیار شریف الله دوست ده.
یوه ستره هیله: زه دموږ د ځوان ژبپوه شریف الله څخه بخښنه غواړم، چې د ده لیکنه پلمه نیسم او له ده څخه د یوه سپینګري په څېر د مرستې هیله لرم، چې دا موضوع د خپلو نورو مشرانو ژبپوهانو سره په کلکه  د خبرو موضوع کړي او ماته یو ټولیز باوري ځواب راکړي، چې زه به ترې زیات منندوي هم یم.
دا هم باید روښانه ووایم، چې دا ناسمون د موږ په ژبه کې ټولیز دی او دې ته باید دموږ  پاښه زبپوهان یو پوهنیز ځواب ووایي او یا ومني او په پوهنو کې له دې وروسته وکاروي، چې په دې برخه کې د موږ د ژبپوهان او ژبمینه والو دومره وخت په لیکنه له لاسه ورنکړل شي.
یوه روښانه یادونه: ژبلار څوک نه راپیداکوي او نه یې له ځان څخه لیکي  یا جوړوي او نه لاسونه پرې پورته کوي، ژبلار هغه لار ده، چې په ژبه کې شته څې له میندلو- او له ژبې څخه باید راوېستل شوي وۍ، چې ما هم دا څه چې لیکم دا په ژبه کې شته شیان یا ښه یې په ژبه کې ښه لار او د لارې میندل دي او د ما له خوا څه منځ ته راغلي ( دا به تر هغې پورې باور وي، تر څوپورې چې رد شوي نه وي) نه دي.
راغلو لیکنې ته چې:،، ایا(تر) یواځې سربل او که وستربل په همدې وخت کې دواړه دي او خپلواک څه نه دي؟،،
پیلیادونې:
۱ – ګومان مې دی، دا یوه پوهنیزه لیکنه ده، چې باید هره راوړنه یې ښول شوي او ښوونه یې له مخامخوالي خپلواکه وي.
۲ – دا د ښوونې دلیل نه دی، چې ګوندې دا دموږ مشرانو ژبپوهانو یا مشرانو لیکوالنو او نورو  د ژبې پوهانو داسې لیکلي، نو باید سم وي.
۳ – یا د مخه تېرو ادیبانو او شاعرانو کارولی او ویلي دي او که هغوي ښولې وي، نو باید داښوونه یې دلته د لامل په توګه راوړل شي. د پخوانیو شاعرانو او ادیبانو له خوا یې راوړل تارېخي لامل دی او نه ناسم – یا سموالي دی.
دا به په لاندې کې وګورو:
دروند لیکونکی په لیکنه پسې وروسته تړلي لیکي، چې په اوسنیو ژبلارو کې  ،، تر ،،د مخځاینیوي(پرېپوزېشن) په ځای پسېځاینیوی (پوستپوزېشن) هم دی.
دا باید روښانه کړو، چې ،،تر،، اوس څنګه ژبتوکی دی؟
—  تر: تر په پښتو کې یو مورفیم دی، چې د یوه نوم یا نومځانیوي سره راځي او پرته له دې څه پوهېدنه نه لري.
دا چې ،، تر ،، د حالت یو مورفیم دی او له نوم او نومځاینیوي څخه پرته، څه نه ورڅخه پوهېږو، نو د ګران لیکونکي پېژند څخه به دلته تېر شم، چې پرې پوهېدنه هم لږ ستونځمنوي.
ګران ځوان لیکونکی دې ،، تر ،، ته ډېرې دندې ورکوي، چې داسربل او وستر بل ( باید ووایم، چې زه د دې نومونو سره پوره بلد نه یم، چې کله، کله یې د مختړي او ورستړي نوم لاندې هم کاروي، خو په دې نه غږېږم، ځکه غواړم وښایم، چې دا خپلواکه څه پوهېدنه نه لري او دا اوس بسیا کوي).
له نورو ژبو راژباړل: د انګرېزي انتیلuntil  موږ دا په تر ژباړو، دا کار ما هم کړی او دا ناسم دی. د انټیل پښتو انډول پورې دی، چې دا به هم په لیکنه کې روښانه شي.
لیکي:
،، په پښتو زړو متونو کښي،،
هغه څه چې په پښتو زړو متونو کې راځي، هرو مرو دې ژبپوهنیز سم نه وي، د تاریخي له مخې ارزښت یې شته.
 دا سرلیک به داسې ولیکو: د پښتو په زړو متونو کښې.  دا ځکه چې دازاړه متونونه د پښتو دي.
لیکي:
،،تذکرة الاولیاء
د سلیمان ماکو په تدکرة الاولیاء(۶۱۲ هـ.ق.) کښي د (تر) بل، پارټیکل او توکی د سربل او وستربل دواړو په دریځ کښي راغلی دی:
“…  چي د خدای په پېژندګلوی تر ټولو لوی و او بزرګ نقل کاندي چي شیخ بیټنی هوسېده په غره د کسي باندي… “()،،
د پورتهغونډلې په نور څرنګوالي څه نه وایم، خوپه پورته غونډله کې ،، ترټولو لوي،، څه نه وایي.
،،تر ټولو،، څه؟
که ولیکو چې ډېر نو دا به ښه وي. له نورو ژبو څخه موږ وییونه ناسم رانیسو، نو د نورو ژبو یا انګرېزي د at all په ځای به یې نو سم  داسې لیکو  ،،په ټوله کې،، د یوې خبرې په تکیه یې لیکلی شو
 لیکي: بل ځای “… نقل کاوه سي چي شیخ بیټني به ډېر تر ډېر دا سندري لولولې او د کسي غره کښي به ګرځېده په شپې…     “()
دا پورته ،، ډېر تر ډېر،، که پوره یا سم ولیکو، نو داسې به یې ولیکو: له ډېر څخه تر ډېره پورې، خو دایې لنډه لیکنه ده.
لیکونکی را نیسي: “… شریعت به یې تل تر تله په هر وقت په هر زمان وي…
په پورته کې  تل تر تله داسې پوره یا سم لیکو: له تل څخه تر تل پورې.
لیکونکی بیا د بل خبره راوړي:  “… بیا ته واوره چي بي بي عایشه رض افضله تر بي بي فاطمه رض الزهراء په ځینو خصلتونو..”۵مخ،،
داسې پرتله کونه هم ناسمه ده او له ،، تر ،، سره هېڅوخت پرتلونه نه کیږي. په دې هکله مې لیکنه یې لیکنې کړي دي.
سم یې داسې لیکو:  …و … ته افضله ده.
لیکونکی لیکي:  ،، پرتلې د وستربل او سربل په توګه راغلی دی.،،
“… نه به ډېر عیال لرینه چي تر فصل نه رسیږي…
” ۶۳ مخ “  ولي تر واړو مذهبونو دا مذهب د حنیفه ګوره ورېښمین دی..”۸۸ مخ  “…د موجود قبله هم دی شه چي خپسر دی تر ده پوري موندلی…”() ۹۰مخ،،
 ټول هغه ناسمونونه، چې موږ په تېر وخت کې کوو، دا دي، موږ هغه غونډله د پوره پسې ځاینیوي پسې نه لیکو لکه په همدې پورته غونډله کې، چې پوره سمه بڼه یې داده:… چې تر بل فصل پورې….،،
دا چې دلته پرتله کونه ومخ ته لرو، نو له دې امله: و ټولو مذهبونو ته ….. فکر دې وشي، چې په ځای یې : ،،له ټولو مذهبونو څخه،، ولیکو، خو ما ته یې دا لومړی سم برېښي.
دا نور څه چې لیکل شوي، په همدې ډول دي او له نورې غزونې څخه به یې تېر شم، خو  که بل ډول څه مخ ته راغله.
خو دا لاندې به راوړو:
،،د جهان کينې، غصې واړه تر شا کا
کۀ سړى پروخت د قهر مرګ  تر زړۀ کا()،،
لیکونکی: ،، دیوان
په لومړي بیت او دویم دواړو کښي د سربل او وستربل دنده  تر سره کوي.،،
په پورته کې تر سره کوي څه نه وایي.
سم یې : و سر ته رسوۍ یاپوره کوي.
لیکونکی لیکي: ،،د احمدشاه بابا په کلام کښي هم (تر) د سربل او وستربل دواړو له پاره راغلی دی:
اندېښنې لکه مارونه تر څاپیر سي ــ چه سېلاب سي پر زړه سم د فراق،،
په پورته لیکنه کښې د ،، تر ،، هغه د لیکونکي په موخه پوست یا پرېپوزېشن دنده نه ورکوي.
  دلته یا په پورته شعر کې  ،، تر،، د ،، ترې،، په ځای راغلی. دا د ،، ،،ور څخه،،(= له هغه څخه) په ځای راغلی)، چې د غوښتوني ،، تر ،، سره سر او کار نه لري..
لیکي:
،، پټه خزانه
د محمدهوتک بن داؤد:
د امیرکروړ په پاړکي کښي: “… زما د توري تر شپول لاندي  دی هرات و جروم  “
( دما د تورې د شپول لاندې. دا شپول د تورې دی)
لیکي:
،،په ورځنۍ محاوره کښي
په پښتو ګرامرونو(پښویو) کښي د سربل تعریف داسي راغلی چي تر نومونو، ضمیرونو، صفتونو مخ کښي راځي خو د پښتنو په ورځینو خبرو او محارو کښي ښکاري چي تر فعلونو او قیدونو مخ کښي هم د (تر) بل (سربل، وستربل) کارېدنګ لري:
لیکونکی لیکي: ،،تر فعل مخ کښي د سربل په دریځ کښي؛،،
دا سرلیک یې پخپله ناسم او پسې نورې راوړنې هم. د خبرو ژبه باید هرو مرو معیاري هم نه وي. دلته کلیوالي وییونه او ویېنې ډېر ې راځي.
دا هم لکه پورته: ،، تر ستاینوم (صفت) مخ کښي سربل په دریځ کښي؛،،
،،تر،، دلته هم ناسم کارول شوی او له بلې لور څخه خوي تل د نوم اړوند یا د نوم سره مل دی، نو له دې امله که چېرې یې کوم داسې یو مورفېم د مخه راځي، نو دا په رښتیا کې د نوم د مخه دی، چې هغه لیکلی خوي لري.
لیکي:
;;…. حلال او حرام ترو مي ننه یوست ستا په زړه کښي ډار…
،، ….هر مقام ترو حکمت مي درکه او اجتهاد او نور د الهام.()
لومړی ترو=(تر هغه وروسته) بیا مرکب بل (سربل، وستربل) د حرام صفت له پاره وستربل او د مي لومړي شخص غیر اصلي حالت ضمیر له پاره د سربل دریځ لري.،،
دې ته به ولیکو:
په پورته دواړو غونډلو کې او همداسې د ځنو شینوارو په ویېنو کې، چې ،، ترو،، راخي، د سیده یا سیخ یا سم پرې پوهېدنه باندې دي. دا د موږ د موخې ،، تر،، سره سراو کار نه لري. پورته غونډلو ته دې ښه پام وشي.
په  دویمه غونډله کې ،، ترو=(تر هغه وروسته)،، ګورو چې ژبلاریز او موخه ییز ناسم دی.
لیکي: ،،د سربل او وستربل په دریځ کښي؛،،
نه پوېږم، چې دا  له ،،دریځ،، څخه دې دلته څه وپوهېږم.
لیکي:– ،،پر ما تر میرویس ته قدر لرې.،،
دا غونډله هېڅ نه وایې، خو موخه به یې دما په ګومان داوي چې: پر ما باندي ته له میرویس څخه  قدر لرې، خو ښه یې دا ده: پرما باندې ته ومیرویس ته قدر لرې.  دا اخرنۍ غونډله د پرتلې لپاره ده. لکه سپین و وبرګ ته جګ دی. دموږ لیکوالان او ژبپوهان په دې اند دي، چې ګوندې پرتله له،، تر،، سره کیږي.
لیکي:
– په باغ تر هغو نه ننوځم چي ته راځې.
دا ګوره یوه ډېره ګونګه غونډله ده.
زه به داسې ورڅخه وپوهېږم: زه ترهغې پورې وباغ ته نه ننوځم، تر څو پورې  چې ته نه وې راغلی.
لیکي:  ،،په شخصي کوښښ تر مخکي سوم،،.
زه به داسې ولیکم: په شخصي کوښښ ور ( له هغه) څخه و مخ ته شوم.
– له کوره تر بازاره ځم.
وبه لیکم: له کور څخه تر بازار پورې ځم.
– زه زرمینه تر مدینې ښه پېژنم.
زه به یې ولیکم: زه زرمينه و مدینې ته ښه پېژنم.
– زه ملنګ تر لمنه ونیولم چي تا وبخښم.
وبه لیکم: زه ملنګ له لمن څخه ونیولم، چې تا وبخښم.
۲. د غبرګو سربلونو او اوستر بل په دریځ کښي؛
داسې څه شی نه شته. خپله غونډله هم داسې خوندوره نه ده.
  • لهکوره تر پوهنتون پوري لاره ډاډمنه ده.
  • زه به ولیکم: له کور څخه تر پوهنتونه پورې لار ډاډمنه ده.
— مخدره توکي د احمد له کوره تر لاسه سول.
زه به ولیکم: … له کورڅخه و لاس ته راغلل.
له پوهنتونه، له ښاره ترکلي ځم، بیرته راځم.
لیکي: ،،تر+ څو
– د پوهنتون محصیلنو لاریون وکړ ترڅو غوښتني یې ومنل سي.،،
زه به ولیکم: د پوهنتون محصیلنو لاریون وکړ، چې غوښتنې یې پوره شي. او یا
 د پوهنتون محصیلن به تر هغې پورې لاریون وکړي،  ترڅو پورې يې غوښتني ومنل سي.
د موږ ژبلاریزې ستونځې
د دې لپاره چې ښه وپوهېږو، زه به دا  لاندې پېزندونه راوړم، چې په دې لیکنهکط ورسره سر او کار لرو:
پېژند: مخځاینیوي ( Präpositionen له لاتین: مخځاینیوي) د ښوونځي په ژبلار کې حالتوویونه، هغه وییونه دي، چې یو رابند ټولګی جوړوي، چې دمنځپانګیز ویي او ژبلاریزه نخښونه کې ځاینیوی وي.  د په نخښه ونې له مخې څخه، د هغه په واک کې ویېنې مخ ته ځای نیسي. پسېځاینیوي هم شته، چې همدا دنده لري او
پېژند: پسېځاینیوي (Postpositionen) هغه وییونه دي، چې همهغه د پرېپوزېشن دنده لري، خو د هغه ویي پسې دریږي،  چې ورباندې  واک لري(  په دې پوهېدنه چې کاسوس یا حالت په ګوته کوي).
ټینګار: موږ په پښتو کې یواځې پسېځاینیوي لرو او بس.
د مورفېم ( یوغږی؟؟؟)  پېژند:
مورفېم د ژبپوهنیزه ویېنې یو خورا کوچنی یووالی ( واحد) دی، چې یوه همهغه پوهېدنه یا ژبپوهنیزه دنده لري. داسې خورا کوچني یووالي دي، چې زیات وخت د ویي په دننه کې ورسره مخامخ کېږو، نو له دې امله دادژبنیزې مورفولوژی یوه منځنۍ کلمه ده، خو دا کلمه د ویي د کلمې سره مخامخوالی نه لري، د هغې سره غوڅوي( له دې داسې پوهېږو، چې کډ څه ورسره لري). یو ویي ټوټه کېدی شي، خو یو مورفېم نه شي ټوټه کېدی. یو ویي کېدی شي د ډېرو مورفېمونو جوړ وي، خو یو نه ټوټه کېدونکی ویي یو مورفېم دی.
Kasus حالت یا څنګه والی:
حالتونه په پښتو کښې دوه لرو.  ولاړ- یا کړونی حالت(رکتوس) او پروت – یا نه کړونی حالت( اوبلیکوس) دي. حالت له دې سره داپه ګوته کوي، چې نوموییونه په غونډله کې د نورو وییونو سره کومې اړیکې لري او نوموییونه ( نوم او نومځاینیوي) د حالت سره ځانونه جوړوي( اعیاروي).
یادونه: په دې پېژند کې دې دې و،، د حالت سره خانونه جوړوي،، ته پوره پام وي.
لومړی – رکتوس یا ولاړ (که غواړۍ کړونی) حالت
– کړنیز حالت یا – څنګه والی:(څوک، چا )، (څه)
دویم – اوبلیکوس یا پروت حالت: دا حالت نه کړونی حالت هم بللی شو.
دا حالت ډېر ډولونه لري:
–  د خاوندوالي څنګه والی: ( د چا، د څه)
–   د له، تر، په … څنګه والی: ا – (له چا) ، ( له څه)،ب – (وچا)،(وڅه)  پ – ( په چا، په څه)، ت ـ ( پر چا، پرڅه)….
دلته دې پام او خبرې پرې وشي، چې دا څنګه ونومو، یا ونومول شي( که وي) . دې نورو کې -ګومان مې دۍ- ستونځې نه شته.
– د پرېکړوني څنګه والی: ( چا، څوک، څه)
ګورو، چې په کړوني او پرېکړوني حالتونو کې دا پوښتنې یو ډول دي،، ځو دلته نا نرۍ لارې دي، چې څوک څوک وهې او چا څوک وواهه؟
دلته د کړنې او په همدې مهال د پرېکړوني نوموییونه سره بدلیږي.
پوښتنغونډاله جوړوو: که تکرار هم وي دا به ورزیات کړو.
پوښتنغونډله جوړوو:
یو څو بېلګې
ښکاري ګېدړ ښکاروي
څوک ګېدړ ښکاروي؟ ښکاری ( نومیز یا کړونی)
ښکاري څوک یا څه شی ښکاروي؟ ګیدړ ( نه کوونکی یا دلته پرېکړونکی هم)
سړی و ښځې ته د ورور کتاب ورکوي.
څوک کتاب ورکوي؟  سړی( نومیز یا کړونی یا رکتوس)
کتاب و چا ته ورکوي؟ و ښځې ته. ( نه کړونی)
سړی و ښځې ته څه ورکوي؟ کتاب ( نه کړونی)
دا د چا کتاب دی؟ د ورور( نه کړونی، ښه یې (د) خاوندوالي (حالت))
بشپړې – یا پوره غونډلې:
۱ – زه تر کور پورې لاړم.
۲ – زه له جلالاباد څخه تر کابل پورې پلی لاړم.
۳ – له ما سره مل یې.
۴ – زه و تا ته درېږم.
۵ – په کور کې بوټي شنه شوي.
۶ – پرمېز باندې کتاب پروت دی
نورې غوندلې – نور پسې خاینیوي مو که په یاد راځې- تاسو لیکۍ.
بیا: په پورته کښې  تر، له، په ، پرې، او نور مورفېمونه دي، چې د اړونده پسېځاینیوي سره، په دې پ،هېدنه، چې ړغوي د واکوالي سره اړوند راځي او
څخه، سره او دا نور پسې ځاینیوي دي، چې دا نوموي سره د پسېځاینیوي د واک یا غوښتنې سره سم د نوموییونو سره راځي.
بیا: دا چې موږ د ،، تر،، ستونځې لرو او پرته له پورې څخه یې لیکو، نو یو څو غونډالې راوړو:
ناسم: د سپین او برک تر منځ روغه وشوه. سم یې: …. په منځ کښې…..
– تر کور لاندې کوڅه کښې. سم یې: د کور لاندې کوڅه کښې.
(څوک) (له چا) سره (د چا) (له کور) څخه (د چا)  (وکور) ته لاړ او (په څه) کې (پر څه) باندې یې (څه) (د څه)  (پرسر) باندې کېښودل؟
(سپین) (له تور) سره (د ټور) (له کور) څخه (د ځلمې) (وکور) ته ولاړ او (په کوټه)  کې ( پرمېز ) باندې (کتاب) یې د چوکۍ ( پرسر) باندې کېښودل؟.
پرته له دې لنډ: موږ په پښتو کې اینکلیتیکي نومځاینیوي لرو، چې له هغو سره حالتونه داسې لیکو:
را(در، ور) سره ( څخه، کره) = له ما( له تا، له هغه،……) سره( څخه، کره).
له دې لاس ته راځي او په څټ
را(در، ور)= له ما( له تا، له هغه،……)
لاس ته راوړنه: دا له، پر، په او نور پرته له نوم او نومځاینیوو بله پوهېدنه نه لري. دا د حالتونو مورفېمونه دي او بس.
څنګه دې لاس ته راوړنې ته ورسېدم؟
دا د څېړنو او په غور د څېړنو یو توکلي پام اوښونه هم کېدی شي، چې ګوته به ورته ونیسم:
له دې څخه د مخه مو په پښتو کې حالتونو ته داسې لنډ وڅېړل:
موږ تراوسه یا ښه یې زه تراوسه ( پورې مې پخوا نه لیکه) په دې اند وم، چې ګوندې له کوره – یا له کور نه لاړم او کله به، چې د انګرېزي یا الماني د from  or von سره مخامخ شوم، نو سملاسې په ،، له،، ژباړه، چې دا ناسم دی.
ما له … څخه، له … سره، ټر…پورې، په … کې سنترپوزېشنونه بلل یا مو یواځې له، تر، په، او نور پرېبوژېشنونه بلل.
دا یوه ډېره ساده پېښه ده، چې لرو یې، خو دومره پام ورته کړو او یا زه خو ورسره نه وم بلد، تر هغې پورې مې چې اینکلیتیکي نومځاینیوي ښه و پېژندل، لکه ،، له ما څخه، له ما سره، تر ما پورې،، او همداسې مې ،، راڅخه(سره، پورې) او همداسې پسې ته مې پام شو، نو په ژبه کې دې لار راته روښانه کړه، چې دې اوس لاس ته راوړنې ته راغلم.
لاندې مې برېښنا پته لیکم. کړی یا هیله چې له دې لارې له ما سره مرسته وکړۍ. په مننه
smakhan1946@gmail.com
په دې پسې: همدا نن د مای په۲۶ مې د یوه ژبلار کتاب لوستلو څخه دې ته ورسېدم، چې موږ په پښتو کې ډېرې ستونځې لرو او وبه ښایو، چې په پښتو د پسېځاینیو پرته روستړي لرو او داسې په نامه مختړي نه لرو، هیله چې په مینه یې راسره وګورۍ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.