عروضي توکي / لیکوال: اربازخان ساپی

0 1,366

د پخوانیو تعریفونو پر اساس کله چې د عروضي توکو نوم اخلو، نو حتماً مو ذهن د یو اواز او ګرافیم (شکل) په لټه کې وي، چې په اصل کې دا توکي نه ځانګړی اواز لري او نه هم ځانکړی ګرافیم.

زموږ زیاتره ژبپوهانو عروضي توکو ته د نازنځیري (غیرکتاریز)، مقطعيي، او عروضي نومونه کارولي دي، که څه هم دا نومونه دومره بده نه ښکاري، خو دا چې عروضي توکي د فونیم برخه ګڼل، نو دا بیا سمه نه ښکاري.

زموږ په زیاترو لیکل شویو ګرامرونو کې عروضي توکي د فونیم په نامه یاد شوي دي، په هغو کتابونو کې یې فونیم پر دوو برخو وېشلي دي: لومړی هغه اوازونه چې د وینا په وخت کې پرلپسې او پیوسته سره لیکل کېږي او لوستل کېږي او د يوې ژبې اساسي عناصر تشکیلوي، چې دا اوازونه د زنځیري اوازونو په نوم یادوي.(۴۰:۳) او بل یې هغه اوازونه دې چې په لیکنې ډول نه څرګندېږي یعنې موږ نه شو کولی چې په لیکنه کې هغه څرګند کړوبلکې د ویونکو له خبرو موږ ته څرګندېږي، چې دا اوازونه د نازنځيري اوازونو په نامه یادوي.(۶۳:۹)

لومړی به پر فونیم بحث وکړو او وروسته به یې له عروضي توکو سره پرتله کړو.

فونیم (اواز- واج – واک)  په یوه ژبه کې ترټولو کوچنی غږیز واحد دی چې په خپله کومه مانا نه لري ، بلکې په مانیز توکو کې مانیز توپیر پېښوي؛ د بېلګې په توګه: (ت) په پښتو کې یو اواز دی چې یوه کلمه تور یې له بلې کلمې (پور) څخه توپېر کړی دی.(۹:۷)

د فونیم په اړه د مختلفو ژبپوهانو نظر:

Leonard Bloom Field دفونیم تعریف داسې کوي: ترټولو کوچنی غږیز واحد چې مشخصه صوتي بڼه ولري فونیم بلل کېږي. نوموړی د یو اواز بڼې د ډلو او بنډلونو په څېر پېژني او د همدغو ډلو او بنډلونو په باره کې غږېږي.

ارواښاد پوهاند تږی بیا فونیم داسې تعریفوي: هغه تر ټولو جزیي توپیر چې کولای شي د بېلابېلو معناګانو معمول الفاظ یو له بله بېل کړي، هغه د یو واحد فونیم فرق دی ؛لکه : د کور او ګور په کلمو کې .

ارواښاد نور احمد شاکر په دې باب داسې وایې: فونیم یو واحد شی نه دی ، بلکې زیاتره اوازونه د اوازونو مجموعه ده، یعنې څو ډوله اوازونه سره یوځای کیږي بیا یو اواز ځېنې جوړېږي، چې دغه اوازونو ته په ژبپوهنه کې فونیم وايي.

ډاکتر هربرت پنزل د فونیم د پېژندې په برخه کې داسې وايي: فونیم(صوتي واحد) د وینا هغه اساسي غږ دی چې د استعمال په بېلابېلو مواردو کې متغیر تلفظونه لري او د یوې صوتي بڼې جز دی.

د پورتنیو تعریفونو په رڼا کې فونیم دا لاندې خصوصیات لري:

۱: ځانګړی غږ  ۲: ځانګړی شکل  ۳:په کتاریز ډول يو په بل پسې راتګ   ۴: د معنا لرونکو ژبنیو واحدونو (مورفیم او کلمه) غږېزه بڼه جوړوي.   ۵: معنا لرونکي ژبني واحدونه سره بېلوي  ۶: ټول غړي یې په صوتي لحاظ غږیز مشابهت سره لري . خو عروضي توکي دغه ټولې ځانګړنې نه لري.

عروضي توکي په ارو فونیمونو باندې تپل کېږي او د هغوي په مرسته ادا کیږي ، یعنې یو بل فونیم ته اړتیا لري چې باید د هغه پر بنسټ خپل اغېز وښيي.

په کلمو کې د فونیم د ځای په بدلون سره تل د کلمې معنا تغیر کوي؛لکه: د (کور او ګور) کلمې چې د یو فونیم په بدلون سره یې معنا کې بدلون راغلی. خو عروضي توکي بیا ځينې وخت د ځای په بدلون سره یې معنا تغیر کوي او ځینې وخت یې نه کوي؛ لکه: د (ښکاري) په کلمه کې ، که چېرې د (ښکَاري) پر لومړۍ څپه فشار راشي نو فعل حال دی، یعنې د لیدل کېږي یا څرګندېږي په معنا، که پر دویمې څپې (ښکارَي) باندې فشار راشي د نوم حیثیت لري یعنې ښکارکوونکی. په پورتنی بېلګه کې د خج(فشار) په بدلون سره د کلمې په معنا کې بدلون راغی. خو ځینې داسې کلمې هم شته چې د خج (فشار) په بدلون سره د کلمې په معنا کې هېڅ ډول بدلون نه راځي؛ لکه: د (پوهنتون) په کلمه کې ، که چېرې د (پوهنتون) د کلمې پر لومړۍ او یا هم وروستۍ کلمه فشار راشي نو په معنا کې یې هېڅ بدلون نه راځي.

نو پس ویلی شو چې عروضي توکي له فونیمونو جلا ځانګړتیاوې لري او هېڅکله یې په یوې کټګورۍ کې نه شو راوستلای.

د عروضي توکو په بحث کې چې لومړی څېز چې مخې ته راځي هغه څپه یا هجا ده، اړینه برېښي چې لومړی پر څپه بحث وکړو.

څپه(هجا – سېلاب)

څپه هغه ژبنی واحد دی چې له یوه خپلواک یا د یوه خپلواک او یو ناخپلواکو غږونو له یوځای والي څخه منځته راځي. (۴۳:۳) ؛ لکه : د (ابا) په کلمه کې چې لومړی(ا) واول د یوې څپې او (با) یې د دویمې څپې حیثیت لري یا په بله وینا څپه یا هجا د اوازونو هغې مجموعې  یا یوه اواز ته ویل کېږي چې په یو وار سره تر خولې ووځي او کوم بندښت پکې رانه شي.(۶۵:۹)

په څپه کې تر ټولو مهم توک خپلواک غږ دی چې پرته له خپلواک غږ څخه څپه نه جوړېږي د مثال په ډول: د شخوند(xwandŠ) کلمه چې یو واول لري او پنځه بېواک غږونه او په یو وار له خولې څخه راوځي او په پښتو کې ترټلو اوږده ترینه څپه ګڼل کېږي. هېره دې نه وي چې په یوې کلمې کې څپه د واولونو د شمېر له مخې حسابېږي.

د څپې ډولونه: څپه پر دوه ډوله ده:

۱ – تړلې څپه: مخکې مو وویل چې څپه له یوه واول او څو کانسوننټونو څخه جوړه شوې ده ، نو پر دې اساس څپې کله په خپلواک او کله هم په بېواک غږ پای ته رسېدلې وي. هغه څپې چې په بېواک غږ پای ته رسېدلې هغه څپې ته تړلې څپه وايي ؛ لکه: (لمر) چې د (ر) په بېواک غږ پای ته رسېدلې نو دې څپې ته تړلې څپه وايي.

۲ – ازاده څپه:هغې څپې ته ويل کېږي چې په خپلواک غږ پای ته رسېدلې وي، ځکه چې د ادا په وخت کې یې وروستی توری یعنې د واول د ادا سره خوله یو ډول ازاده پاتې کېږي ؛لکه : د (ښځه) په کلمه کې چې دوه څپې لري، (ښه) او (ځه) دواړه څپې یې په خپلواکو غږونو پای ته رسېدلي دي دغه څپو ته ازادې څپې وايي.

زموږ زیاتره ژبپوهان څپه د عروضي توکو برخه ګڼي چې په اصل کې داسې نه ده. څپه نه د عروضي توکو کومه ځانګړنه لري او نه هم کوم مانیز ارزښت لري.  اصلي او اساسي دنده يې د پښتو نظمونو اندازه کول دي ، ځکه چې د پښتو ژبې د نظم سیستم څپيز خجیز دی. په دې اند علامه حبیبي لیکي: « پښتو اشعار لکه نور پخواني اریایي شعرونو د هجا په حساب وو، د ویدا او اوستا او نورو پخواني پهلوي کتابو ټول اشعار هجايي وزن لري.» (۱۶:۶) د حبیبي له نظره پښتو شعرونه پر څپو تقطېع او وېشل کېږي، موزون او ناموزون یې سره بېلېږي، خو دا هم اړین برېښي چې خج هم په پام کې ونیول شي. د پښتو د نظم یوه قاعده ده چې باید د یوه بیت د دواړو مسرو وزن سره مساوي وي او دا وزن یوازې او یوازې د څپې په وسیله اندازه کیږي. د شهنواز باقر یو بیت د مثال په توګه راوړو:

زما اوستا محبت نــور هـم انتها تـه رسـي

ګل مې نیولی دی خو ستا په انتظار نه یمه


د پورتني بیت دواړه مسرې د وزن په لحاظ هر یو ۱۵ – ۱۵ څپې لري او وزن یې مساوي دی. د پښتو په ولسي ادبیاتو کې ترټولو مشهور فورم چې ټول یې پېژني هغه لنډۍ ده. لنډۍ هم ځانته ځانګړی وزن لري چې لومړۍ مسره یې لنډه نهه څپې او دویمه مسره یې اوږده دیارلس څپې لري . په پښتو کې یوازې لنډۍ دي چې د وزن د مساوي‌والي په لحاظ برابرې نه دي خو دا شکل ثابت دی چې د لنډۍ یوه مسره به لنډه او دویمه اوږده وي؛ لکه:

ځان یې زړو جامو کې جوړ کړ

لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وینه

***

سپوږمیه سر وهه راخېژه

یار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبینه

نو پر دې اساس ویلی شو چې څپه یوازې د پښتو نظم د اندازه کولو واحد دی او په عروضي توکو پورې کومه اړه نه لري . په نثر کې ارزښت دومره دی چې یوازې د خج موقیعت پرې معلومولی شو چې خج په کومه څپه کې موقیعت لري.

د عروضي توکو ډولونه:

لومړی – خج یا فشار (stress):

پر ویونو، فونیمونو او یا هم څپو باندې د ځانګړي فشار راوړلو ته خج وايي. د پښتو ژبې په نثري او نظمي ژبه کې خج یو له هغو مهمو توکونو څخه دی که چېرې ونه اوسې ښايي جمله د معناییز پلوه جوړه نه شي.(۴۴:۴)

په عروضي توکو کې ترټولو مهم توک دی،خج کوم ځانګړی غږیز لوښی نه دی چې په خپل جسمي تغییر سره د کلیمې په معنا کې تغییر راولي بلکې خج یوه ځانګړي فونیم او څپې ته اړتیا لري ، چې د هغوی پر بنسټ خپل تاثیر روښانه کړي.(۴۵:۴) لکه:  ښکَاري او ښکارَي. که چېرې دغه دوه کلیمې سره پرتله کړو نو په شکلي لحاظ دواړه یو ډول دي ، چې له دوو څپو او پنځو فونیمونو نه جوړ شوي دي. خو که خج ته یې فکر وکړو نو په لومړۍ کلمه کې د لومړۍ څپې پر وروستی فونیم خج راغلی او په دویمه کې د دویمې څپې په لومړی فونیم خج راغلی دی ، چې مانیز تغیر پېښوي.

خج په ځینو پښتو کلمو کې معنوي بېلوالی راوستلای شي ،خج بې له فونمیونو اصلاً موجودیت نه لري په دې معنا چې خج پرته له فونیمه په جلا او مستقل ډول نه کوم اواز دی او نه هم تلفظ کېدای شي. خج له اهنګ سره نه شلېدونکې اړیکې لري او هغه عملیه ده چې د ویلو پر وخت د کلیمې یوه څپه نسبت نورو ته په ډېر شدت سره ادا شي.

موږ په پښتو ژبه کې د یوه فونیم خج لرونکی الوفون او بې خجه الوفون لرو، خج لرونکی سېلاب او بې خجه سېلاب لرو چې یو یې د بل په نسبت زیات او بل یې د بل په نسبت په لږ فشار سره ویل کیږي؛ مثلاُ: د (څاڅکي) په کلمه کې لومړی (څ) نه وروسته (â) باندې خج راغلی د (څ) فونیم هم ورسره دروند تلفظ کېږي او وروستنۍ (څ) بیا هغومره په زور او شدت سره نه تلفظ کېږي، همدارنګه د (کور او کورونه) په کلمو کې .

په پښتو ژبه کې هره کلمه(مورفیم) ځان ته ټاکلی خج لري خو دا هم باید زیاته کړو چې د ټولو کلمو د خج موقعیت یو ډول نه دی ، په ځینو کلمو کې پر لومړۍ څپه؛ لکه: (بَوره، نَنوتل) په ځینو کې پر منځنۍ څپه(لوړوَالی، پښتوَاله) او بیا د ځینو کلمو په وروستنۍ څپه ؛لکه: جوړهَ، ننوتَل) خج راځی، بیا ځینې کلمې هم شته چې په هغو کې خج تغییرنه کوي؛ لکه: خټګر، خټګره، پوهنتون،څوکۍ…

د یادونې وړ ده چې خج همیشه پر خپلواک غږ راځي نه پر بېواک او نه هم پر نیمواک.

د خج چاپېریالي ډولونه:

خجونه د ژبنۍ چاپېریال (جوړښتونو) له مخې څلور ډوله دی:

۱ – جمله یې (غونډله ییز) خج:

کله چې موږ یوه جمله په خوله راوړو نو د یوه خاص او ځانګړي موخې لپاره یې استعمالوو او په هغه جمله کې یوه داسې کلمه موجوده وي چې زموږ د موخې په روښانولو کې بارز رول لري او خج هم پر همغه کلمه باندې راځي او هغه کلمه نسبت نورو کلمو ته خجنه وي او په زیات فشار سره ویل کېږي.په پښتو جمله کې د همیشه لپاره د جملې خج پر هغه اساسي او مهمې کلمې باندې راځي د کومې لپاره چې ټوله جمله جوړه شوې ده. نو په لنډه توګه ویلی شوي چې د یوې جملې (غونډلې)دننه یو ويی(لغت) په زیات فشار وویل شي جمله يي خج يې بولې. دبېلګې په ډول: زه کتابتون ته ځم.

په پورته جمله کې زموږ موخه کتابتون ته تګ دی او که ټوله جمله په نظر کې ونیسو د جملې فشار هم د کتابتون پر کلمې راغلی دی.

۲ – عبارتي خج:

د پښتو ژبې په زیاترو ګرامرنو کې خجونه په درې برخو (جمله یي، لغوي او څپیز) وېشل شوي دي، خو پوهاند محمد اقا شېرزاد په خپل کتاب (پښتو نحوه) کې خجونه پر څلورو برخو (جمله یې، عبارتي، لغوي او څپیز) ویشلي دي. زما په اند د پوهاند محمد اقا شېرزاد وېشنه سمه برېښي.

عبارتي خج هغه خج ته ویل کېږي چې په یوه غونډ(عبارت) کې یو توک په زوره(فشار) سره وویل شي ؛ لکه:  په (سپین کالي) کې (سپین) یا په (د نجونو ښوونځی) کې د (نجونو) ویی خجن راځي او د (ویی خج )په تړاو یې بیا له دواړو څپو (نجو-نو)څخه لومړنۍ خجنه ده.(۸۰:۷)

۳- لغوي خج:

په پورته مبحث کې مو وویل چې په جمله کې همېشه د جملې پر اساسي کلمه فشار وي او په نورو کلمو کې هم په هره څپه یو ډول خاص فشار موجود وي ، په دې برخه کې موږ د کلمو پر فشار بحث کوو، که یو ځل بیا د (کتابتون) کلمه په نظر کې ونیسو ، دا کلمه له درې څپو څخه جوړه شوې ده او خج چې د (کتابتون) په کلمه کې پر درېیمې څپې راغلی ، دې خج ته لغوی خج وايي.

د خج په پېژندنه کې مو وویل چې په پښتو ژبه کې ډېرې داسې کلمې شته چې د خج په بدلون سره یې په معنا کې بدلون راځي . مطلب داچې په ټولو کلمو کې د خج په بدلون سره د کلمو معنا بدلون نه کوي بلکې ځينې داسې کلمې شته چې د خج په بدلون سره یې په معنا کې هم بدلون راځي؛ لکه:

۱ – «کوَټه» = (خج پر لومړۍ څپه)  ډېران

     «کوټهَ» = ( خج پر وروستۍ څپه)  اطاق، خونه

۲ – «غوَټه» = (خج پر لومړۍ څپه) گیره،توکمه

  «غوټهَ» = (خج پر وروستۍ څپه) د لامبو وهلو په وخت کې غوټه کېدل

۳ – «بوَره» = (خج پر لومړۍ څپه) زوی مړې

    «بورهَ» = (خج پر وروستۍ څپه) خوږه قند

۴ – «تېَره» = (خج پر لومړۍ څپه) ماضي،تېرزمان

     «تېرهَ» = (خج پر وروستۍ څپه) د پڅ ضد

د خج د موقیعت په بدلون سره د ځینو کلمو ګرامري معناوې هم تغییر کوي.

په مطلقو فعلونو کې د خج په بدلون سره زمانه استمراري یا جاري باندې اوړي او برعکس هم.(۱۰۲:۲)

لکه:

۱ – «زه څمَلاستم» = (خج پر لومړۍ څپه) مطلق

     «زه څملاستَم» = ( خج پر وروستۍ څپه) استمرار

۲ – «زه پرېَوتم» = (خج پر لومړۍ څپه) مطلق

     « زه پرېوتَم» = ( خج پر وروستۍ څپه) استمرار

۳ – «زه کښېَناستم» = (خج پر لومړۍ څپه) مطلق

     «زه کښېناستَم» = ( خج پر وروستۍ څپه) استمرار

په پورته بېلګو کې ګورو چې خج د فعل پر لومړۍ څپه باندې راغلی نو مطلقه ماضي ترې جوړه شوې خو که دغه خج د فعل په وروستۍ څپه واقع شي استمراري ماضي ترې جوړېږي.

۴ – څپیز خج:

خج همېشه پر خپلواک غږ(واول) باندې راځي او همېشه یوه کلمه له یوې یا څو څپو څخه جوړه شوې وي او په هره کلمه کې همېشه پریوه څپه باندې فشار راغلی وي ؛ مثلاً: د (روغتون) کلمه له دوو سېلابونو څخه جوړه شوې ده ، په دې کلمه کې تاسو وینئ چې خج یا فشار د (تون) پر سېلاب باندې راغلی دی نو دغه خج ته څپیز خج وايي.

پوهاند محمد اقا شېرزاد په خپل کتاب (پښتو نحوه) کې د خج بله ډلبندي هم وړاندې کوي او خج پر دوو برخو وېشي:

الف –  جوت(ثابت) خج:

دا هغه خج دی چې په ځینو ژبو کې ټاکلی ځای نه لري ، خپل درېځ نه بدلوي ؛ لکه: د فرانسوي، انګلیسي او الماني ژبو په کلمو کې تل په پیل کې راځي او د پولینډي ژبو په کلمو کې تل پر پایمخه څپه یا خپلواک اواز راځي.(۸۰:۷)

ب – خپلواک یا ازاد خج:

دا هغه خج دی چې د وینا په ترڅ کې د هرې کلمې پر هره څپه راتلای شي او ټاکلی ځای نه لري، د ځای په غوره کولو کې خپلواکي لري؛ لکه: په روسي او پښتو ژبه کې د بېلابېلو ژبنیو توکونو په بېلابېلو برخو کې راتلای شي.

د پایلې په توګه ویلی شو چې خج په پښتو کې معنوي او شعري دواړه ارزښتونه لري . معنوي دا چې په کلیمو کې یې د ځای بدلون د کلیمو ترمنځ منځپانګیز(معنوي) او ویناییز(تلفظي) بدلون پېښوي؛ لکه: د (غوټه) په کلمه کې که خج پر لومړۍ څپه (غو) راشي د (بخڅې) معنا ورکوي او که چېرته پر دویمه څپه (ټه) راشي په اوبو کې د ډوبېدو معنا څرګندوي.

همدارنګه د ګرامر له مخې ځینې فعلونه د خج په بدلولو ، نابشپړ(استمراري) څخه پر بشپړ (مطلق) بدلېږي؛ لکه: د (کښېنم) فعل که چېرته خج پر لومړۍ څپه (کښې) راشي (مطلق فعل) ځنې جوړېږي او که چېرته خج پر دویمه څپه (نم) راشي استمراري حال ځنې جوړېږي.

خج نظمي یا په بله وینا شعري ارزښت هم لري په دې معنا چې د یو بیت په مسره کې بېلابېل رکنونه د همدې خج پر بنسټ رامنځته کېږي . په پښتو نظمونو کې د هرې مسرې په څلور څنګ په څنګ څپو کې یوه یې خجنه وي چې د همدغه قانون له مخې د پښتو نظم هر رکن څلور څپو څخه رامنځته کېږي.

که چېرته د یو نظم د لومړۍ مسرې د لومړی رکن پر هره شمېره څپه خج راشي ،د ورپسې رکنونو په هماغې شمېر څپې د خج شتون اړین دی ، که چېرته ځای یې بدلون وموند د نظم اهنګ ټکنی کوي چې بیا د لوستونکو یا اورېدونکو په غوږو ښه نه لګي او خپله وزني ښکلا له لاسه ورکوي.

دویم: اهنګ، تون او لحن

زموږ دزیاترو ژبپوهانو په اند اهنګ،تون او لحن یوه معنا لري. پوهاند زیار اهنګ داسې تعریفوي: اهنګ د زیر وبمي یو ډول دي، دا معنا کله چې د ګړهار په بهیر یا اوږدو کې د زیروبمي د پراختیا لمن د غونډلې(جملې) په کچه وي ، هغه ته زیر وبمي اهنګ وايي.(۳۱:۵)

همدا راز د تون او لحن په برخه کې هم ورته نظرونه موجود دي. مګر داسې نه ده.

کله چې موږ د نظم خبره کوو او وایو چې د نظم له اساسي توکونو څخه یو هم اهنګ دی نو تعریف یې داسې کوو: پر څپو د خجونو له منظم تکرار څخه اهنګ منځ ته راځي.(۴۶:۴) ددغه مثال نیولو لپاره موږ دغه لنډۍ ښه بېلګه وړاندې کولی شو:

پاس په کمره ولاړه ګله

نصیب دچا یې اوبه زه درخېژومه

که چېرته موږ پوره لنډۍ ته ځیر شو نو وبه ګورو چې په خج کې له منظم تکرار څخه اهنګ منځ ته راغلی او د هرې څلورمې څپې پر سر خج موجود دی.

اهنګ د شعر په موسقیت کې ډېر اهمیت لري. استاد ښکلی د شعر د موسقیت په اړه لیکي: د شعر موسقیت ډېر اهمیت لري ، پخوانو د متجانسو کلمو په تکرار کې دا خوند لېده ، خو اوس موږ وینو چې تر کلمو لا د موسیقۍ په پیدا کولو کې اوازونه دېر اهمیت لري. په شعر کې موسیقي عموماً څو ډوله ده ، یوه هغه موسیقي ده چې د متجانسو کلمو یا هم مخرجه یا ورته اوازونو له محسوس تکرار نه پیدا کېږي.(۱:۱)

زما په اند د استاد ښکلي به له اوازونو څخه مقصد خج وي ځکه چې خج په اوازونو باندې تحمیلېږي او د هغوی له منظم راتګ سره اهنګ منځ ته راځي.

خو توڼ او لحن بیا دا خصوصیات نه لري.

په ژبه کې تون د اواز له ټېټېدو او لوړېدو څخه عبارت دی . لکه څرنګه چې د پښتو جملې په جوړښت کې خج حتمي دی، تون هم یو له مهمو توکونو څخه دی چې د خپلې ځانګړې جامې له مخې د جملې په معنا کې تغیرات راوستلای شي . تون په پښتو کې پښوییز (ګرامري) ارزښت لري او د غونډلې(جملې) مانیز توپير لامل کېږي. تون د افکارو، احساساتو او د اشخاصو د ارادې په څرګنولو کې فعاله ونډه لري . د وینا د اورېدو په وخت کې موږ یوازې د تون په مرسته پردې پوهېدای شو چې جمله پوښتني(استفهامي)، امري، ندايي، هېښني(تعجبي) او احساساتي مفهوم او معنا افاده کوي.

په پښتو ژبه کې تون د نورو عروضي توکو په شان کوم ځانګړی اواز او شکل نه لري، خو د غونډلې(جملې) پای په لیک نښو سره څرګندېدای شي.

تون په درېیو برخو ویشلی شو:

۱ – د خبري غوڼدلې تون: چې د یو څه په اړه خبر ورکوي. دا جمله هوار پیلېږي او بیا غورځېدلی پروت پای ته رسېږي او ددې جملې په پای کې د ټکي (.) لیک نښه راوړل کیږي؛ لکه: احمد راغی. زمری کتاب لولي.


۲ – سوالي(پوښتني) تون: د پوښتني غونډلې تون ټیټ پیلېږي او نېغ شوی پروت پای ته رسېږي، ددې غونډلې په پای کې د سوالیې لیک نښه(؟) راوړل کېږي؛ لکه: زمری راغی؟  احمد کتاب لولي؟


۳ – ګوماني یا تعجبي(هېښني) تون: دا تون ټیټ پیلېږي ،پورته ځي خو بېرته غورځېدلی رېب(مایل) پای ته رسېږي . او ددې جملې په پای کې د ندایېې(!) لیک نښه راوړل کېږي؛لکه: زمری راغی!  احمد کامیاب شو!

بیلتو او پیوستون(وصل و فصل)

بیلتون او پیوستون دا معنا چې د ژبنیو توکونو د ګړهار په بهیر کې دوه غږه، دوې څپې، دوه ګړونه(مورفیمونه)، دوه وییونه(لغتونه) ، دوه غونډونه(فقرې) یا دوې غوڼدلې (جملې) سره پیوسته وویل شي دې ، دې ته پیوستون وايي او که چېرته پیوستې ونه ویل شي بیا هغې ته بیلتون وايي یا په بله وینا ددغو ژبنیو توکونو په لړ کې د دوو توکونو پای او پیل سره نښتې او بې ځنډه وویل شي ، یوه ټاکلې معنا ښندي او په ځنډ او لارغې(مکث) سره یو بله جلا او بې ځنده وویل شي ، یوه بله معنا منځته راوړي؛ لکه: پاڅه،مه کېنه  او پاڅه مه، کېنه.

که چېرې لومړی جملې ته وګورو هلته د کښېناستو د منع خبره شوې او دویمه کې د پاڅېدو منع خبره شوې ، چې دا تغیرات بیلتون او پیوستون رامنځته کړي. یا : باري ،چټک راغی.

او باري چټک،راغی.

په لومړۍ جمله کې (چټک) قید او په دویمه کې (چټک) د نوم تخلص دی، چې دا تغیرات هم بیلتون او پیوستون راوستي دي.

بیلتون او پیوستون دوه دندې لري:

۱ – پښوییزه(ګرامري) : پښوییزه یا ګرامري دنده یې داده چې په یو ځای کې د نوم دنده سرته رسوي او په بل ځای کې د قید(کړول)

۲ – وییزه (لغوي): وییزه دنده یې دا ده چې معنا ته یې تغیر ورکړی.

ماخذونه

۱ – ښکلی،اجمل. د شعرموسقیت ، ادبي مقاله ، تاند ویبپانه.

۲ – زیښتین زېور، زرغونه. پښتو نحوه. د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز. پېښور-پښتونخوا. ۲۰۰۳ز کال.

۳ – وحدت، عبدالسمېع. تشریحي ژبپوهنه ، تدریسي چپتر ، ۱۳۹۶۶ل کال.

۴ – محبوب،محبوب شاه. پښتو ژبښود ، ناچاپ اثر.

۵ – زیار،مجاور احمد. پښتو پښویه ، درېیم چاپ ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۲۰۰۵۵ز کال.

۶ – حقپال، محمد اجان. لرغونې متون، درسي چپتر، ۱۳۸۸ل کال.

۷ – شېرزاد، محمد اقا. پښتو نحوه، میهن خپرندویه اداره ، جلال اباد- افغانستان، ۱۳۹۵ل کال.

۸ – خویشکی،محمد صابر. پښتو معاصر ګرامر، لومړی چاپ، جهان دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۵ل کال.

۹ – مرهون، محمود. د ژبپوهنې بنسټونه، لومړی چاپ، خپرندوی: کاینات څېړنیز او د ژباړې مرکز، ۱۳۹۴ل کال.

د چاپ منبع: سپین غر مهالنۍ، لومړی کال ، لومړی ګڼه،سه شنبه، ۱۳۹۶د لړم ۲۳مه

Leave A Reply

Your email address will not be published.