….په پښتو ژبلار کې نوې میندنې او که

 ډاکتر ماخان ميږی شینواری

0 157

پیل یادونه: ژبه پیداېښت دۍ او څوک په پیداېښت کې ګوتې نه شي وهلی او که دا کار وشي، نو هرومرو به ناسم وي. داپه دې ترېپوهېدنه، چې ما هم دلته له ځان څخه څه نه دي پیدا کړي یا جوړ کړي، هغه د پیداېښت څخه راپیدا څه مې سره شنلي یا روښانه کړي، هیله ده چې سم به مې میندلي وي..

هیله ده، چې ويې لولۍ، مرسته وکړۍ، د پښتو ژبلارې د ودې لپاره.

په پوهنیزه څېړنه کې باید مخامخوالی نه وي، دا په دې پرېپوهېدنه چې باید رد نه شي.

نن د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ ۳۱ –م په درې بجو مې خوب کډه وکړه، د همغه خپل چرت له امله ، خو دژبې په هکله مې میندنې وکړې، چې له دې امله ورته خوښ یم.

دا لیکنه په څو برخو وېشم او په لاندې توګه یې له تاسو سره ګډوم:

لومړی:  د ماپخوانی اند د ځنو اړیکووینو یا که غواړۍ، د ادپوزېشنونو په هکله

دویم: څنګه والي یا حالتونه

دریم: دا اوس مې ورته د دې لیکنې په هکله پام شوي نومځاینیوي، یا مرستندوي نومځاینیوي او یایې که هرڅه د بللو وړاندیز کوي. دا دوه برخې لري.

څلورم: پښتو- لږ تر لږه په داتیو حالت کې – یواځې پوستپوزېشنونه (پسې ځاینیوي) لري.

پنځم: له الماني، انګرېزي څخه مو د ادپوزېشنونو په پخوانۍ بڼه ناسم پښتو ژباړلي دي

و لومړی ته: د ما پخوانی اند، چې دا ځنې ګډوله  اړیکویونه به ګوندې سنترپوزېشنونه وي:

له….څخه ( سره، کره)، په …. کې، پر…باندې، تر …. پورې، و … ته او نور.  ګومان مې دا هم وو، چې ګوندې پښتو به مخ ـ- پسې – سنتر ځای نیوي ولري. په دې هکله مې لیکنې شته.

دابه په لیکنه کې روښانه شي.

دویم:  څنګه والي یا حالتونه، چې لنډ یې بیا له تاسو سره ګډوم.

د پښتو څنګه والي، پېر یا حالت ته  د مشورې لپاره.

د الماني ژبلار په مټه یا مرسته دا څنګه والي (پېرونه،حالتونه) د پوښتنو په مرسته په لاندې توګه روښانوو: دلته یواځې د پوښتنو له  لارې.

۱ – نومیز څنګه والی:(څوک؟، چا؟ )، (څه؟)

۲ –  د خاوندوالي څنګه والی: ( د چا؟، د څه؟)

۳ – داتیو څنګه والی: ا – (له چا؟) ، ( له څه؟)،ب – (وچا؟)،(وڅه؟)  پ – (په چا؟)، ( په څه؟)، ت ـ (پرچا؟)،( پرڅه؟)، ټ –  (ترچا؟)، ترڅه؟)،

دلته دې پام او خبرې پرې وشي، چې دا څنګه ونوموو، یا نومول شوي( که وي) . دې نور کې -ګومان مې دۍ- ستونځې نه شته.

۴ – اکوزاتیو څنګه والی: ( چا، څوک، څه)

ګورو، چې ۱ – او ۴ – یو ډول دي، ځو ۱ – د کړوني په څنګه والي او ۴ – د پرېکړوني یا نه کړوني په څنګه والي کې دۍ.

پوښتنغونډاله جوړوو:

څوک له چا سره د چا له کور څخه د چا وکور ته لاړ او په څه کې پر څه باندې څه یې د څه پرسر کېښود؟

داسې یې ځوابوو یا روښانه کوو:

(سپین) «۱» (له تور)«۲» سره (د ټور) «۳» (له کور)«۴» څخه (د ځلمې)«۵» (وکور) «۶»ته لاړ او (په کوټه)«۷»  کې ( پرمېز ) «۸) باندې (کتاب)«۹» یې د چوکۍ ( پرسر)«۱۰» باندئ کېښود.

د الماني ژبلار له مخې به «۱» نومیز، «۲»، «۳»،«۴»،«۵»، «۷»،«۶»،«۸»او«۱۰» داتیو، «۳»،«۵» واکوالي او «۹» اکوزاتیو حالتویونه یا پېرونه  او که غواړۍ څنګه والي دي.

که ټول سره مرسته وکړو او دا پورته سره همغږیز کړو، نو زما په اند به مو د پښتو ژبې یو څه ستونځې اوبی کړې وي.

یادونه: ما چې دا پورته د حالت لپاره څنګه والی لیکلی، باور وکړۍ، چې دا حالت هم راته پېچلی برېښي، چې له عربي به سم وي او که نه؟

پرته له دې په دې پېر هم نه پوهېږم، چې دا به حالت ته وایې او که څنګه؟ که دې کې هم هر څنګه پرېکړه وي یا وه، نو یو کار به مو سرته رسولی وي. هیله ده چې اندونه سره ګډ کړو.

اوس راځو:

و دریم ته:  دا اوس مې ورته پام راګرځېدلی نومځاینیوي.

دا کوم دي؟ دا را، در، ور دي او مې، دې، یې،  چې د کارونو یې بېلابېل ځایونه شته.

 دا په دوه برخو وېشو

الف:  الف ۱ – موږ په پښتو ژبه کې د خاوندوالي لپاره مرستندوي یا پوره او که هرڅنګه یې بولې نومځای نیوي لرو:

مې، دې، یې. د دې ،،یې،، نارینه، ښځینه او ډېر هم همداسې دي او د ،،مې، دې ،، لپاره وایو چې ،، مو،، . پوښتنه دا ده چې به د دواړو لپاره وي او که د یوه لپاره.

دا هم په دوه ډوله کارول کیږي

الف ۱ ۱ – که ووایو: کور مې( دې، یې) سپین دۍ، نو پوهیږو، چې دا د خاوندوالي نومځای نیوي دي او که ووایو:

الف ۱ ۲ – که ووایو: کتاب مې (دې، یې ) واخست، نو دلته دا بیا نومیز حالت دی. دلته بیا د کړوني په څېر رامنځ ته کیږي. هیله ده، چې په دې هکله به هم کران مینه وال مرسته وکړي.

الف ۲ – همداسې د داتیو لپاره هم دا لاندې نومځاینیوي لرو:

را، در، ور ، چې زیات یې هم همداسې دي.

د دې لپاره به یې الماني او انګريزي انډول راوړ او وبه ګورو، چې دا هم همهغسې موخوردي
ب – څنګه والي یا حالتونه.

ب ۱ – د خاوندوالي څنګه والی یا حالت

انګرېزي نومځاینیوي د خاوندوالي  لباره

His     yuors     my

الماني……………………….

Sein     dein      mein

انډول پښتو یې د ساده یا نیم – یا خاوندوالي نومځای نیوو سره.

مې       دې     یې

پښتو پوره یا ورسره بلد نومځای نیوي

دما     دتا     دهغه… او نور

یادونه ښځینه او ډېر یې په پام کې نه دي نیول شوي.

My(mein) house( Haus)

کور مې

دماکور

ب ۲ – د داتیو څنګه والی یا حالت

را – ، در- ، ور – (څخه، سره، کره، باندې، لاندې، کې، پورې، ته، …)

که الماني ته مو پام راوګرځوو، نو دا پورته اړیکویونه ټول د داتیو په څنګه والي کې دي.

له ما – ، له تا – له هغه (هغې) –( څخه، سره، کره) او

پر … باندې، پر (ما، تا، هغه…) باندې او پورې،  په( ما، تا، هغه، …) کې، تر …پورې، و … ته

( و….) په کندهارۍ ګړدود کې  په روښانه توګه شته

کور مې، – دې، – یې،

انګرېزي نومځري د  داتیو  لپاره

    him     you       me

الماي نومځري د    لپاره

Ihm      dir        mir

پښتو نومځري د داتیو   لپاره

 را     در    ور

دا پورته، مرستندوی(؟) نومځاینیوي د یو او ډېرو لپاره هم دي او ټیک همهغه د الماني او انګرېزي په څېر د داتیو حالت ښایياو دا لاندې یې بل ډول دي.

له ما     له تا    له هغه او نور

د حالتونو څېړنې له مخې  پای لاس ته راړنه او ګومان مې دی، چې داپرېکړه- که راسره ومنل شوه – نوې وي .

څلورم: پښتو ژبه یواځې او یا لږ تر لږه د داتیو حالت کې یواځې پوستپوزېشنونه لري.

څه پوهېږو، چې دا پوستپوزېشنونه دي؟

دا له…. (څخه، سره …) او همداسې دا په… کې او پر…باندې، تر … پورې او نور سنترپوزېشنونه نه دي؟

هغه اړیکویونه چې د  را، در، ور سره راځي، برېښي چې بوستپوزېشنونه دي.

نو دا له، په، تر او نور نو بیا کوم ژبني توکي یا ژبني څه دي او همداسې خپلواکه ترېېپوهېدنه هم نه لري. دابه روښانه کړو. دا یواځې د یوه نومځري سره پرېپوّېدنهلري یا یې پهواک کې دي او بس.

که منلي مو وي، چې ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دۍ او له  مې، دې، یې څخه همداسې برېښي، نو دلته هم دا ،، له، په، پر، تر… ، د داتیو حالت مورفېمونه دي او یا د ما، دتا، دهغه، … سره یوځای داتیو حالت ورکوي.

بل لامل یې دا دۍ، چې دا له، ….  په را، در، ور کې دننه یا خوندي دي.

یو څو بېلګې:

له ما( -تا،-هغه….) څخه ولاړ. را (در، ور) څخه ولاړ.

تر تا پورې درورسېد. درپورې در ورسېد.

یادونه: که دا سم وي، نو ګورو، چې تر موږ تل ناسم او زیات کاروو.

پنځم: له الماني، انګرېزي څخه مو د ادپوزېشنونو په پخوانۍ بڼه ناسم پښتو ژباړلي دي، داچې دا له، په ، پر، و، تر نو په الماني او نګرېزي دا سې نه دي؟

ما تراوسه پورې داسې انګېرل:

۱ – له… څخه، یا ځانله لهvor;  from

۲ – تر یا تر …(پورې)   bis; until

۳ – په… کې      im, in

۴ – پر…. باندې یا پر   auf, of

۵ – و….ته    zu, to

۶ – له .. سره   mit,  with

د  Vor, bis, in, auf, zu  لپاره د پښتو دي:

څخه، پورې، کې، باندې، ته

یوه بېلګه:  سپین راڅخه در روان شو او په لنډ وخت کې درپورې در رسیږي.

شپین له ما څخه  و تا ته  در روان شو او په لنډوخت کې به تر تاپورې ذرورسیږي.

دلته دې اړوند دې ته هم پام راواړل، درواړول، ورواړول شي، چې دلته لکه راغۍ، درغۍ، ور غي هم شته.

داد څېړلو خوندیونه راته پېچلې، خو له ردولو یا مخامخوالي راته ازاده یا خپلواکه برېښي.

بیا لنډ: له، تر، په، پر، خپلواکه پرېپوهېدنې نه لري او د اړیکویونو پهواک کې دي..

هیله ده، چې پر دې باندې به یو له بل سره  ګرمې خبرې ولرو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.