پښتو ژبلار د ښونځي لپاره:۷ مه برخه

ډاکتر ماخان میږی شینواری

235

سیده شی: پېژند: غونډالغړی، چې د کړنوي، په اکوزاتیو کې ،  د غونډلې  په واک کې دي او د یوه شي سینتاکتیکي دنده ډکوي.

مخامخ وی یې ناسیده شی.

۱ – کارونبېلګه: په غونډله کې. ،، زه دما د کورکیلي لټوم.،، ،، د ما د کور کیلي،، یو نومیز غونډال غړی دۍ، چې په اکوزاتیو ډول دۍ او د یوه سیده شي دنده  وکړنوي ،،، لټوم،،  ته پوره کوي.

یوه غوره یادونه: موږ باید وهڅېږو، چې په خپلو ټولو لیکنو کې یو څه چې په پیداېښي توګه راغلی شي، بې پروا پرې نه ږدو. لکه په پورته غونډاله کې، چې د کړنوي د مخه ،، و ،، باید ولیکو. له دې سره د غونډالې څرنګوالی هم په پام کې نیول کږي، چې باید ونیول شي.

۱ – سیده شی نخښونه د سیمانتیکي دندې سره سراو کار لري، چې په ډېر دا ډول جوړښتونو کې خوندي ده، دا دکړنوي له کړنو څخه سیده اغیزمن شی یا ابجکت، چې هغه په دا ډول اړونده کېدنجوړښتونو شی یا ابجکت کیږي. ،، د کور کیلي د ما له خوا لټول کیږي.،،

۱ – ،، داسیده شی پسې نښتی له کړنويکړنو ( یا د کړنوي له کړنو) څخه اغیزمن دی…،،

ناسیده شی

ویی پرېپوهېدنه/ پېژند

۱ – ژبه: غونډالبرخه، چې د کړنوي په واک کې دی، په ډاتیو ډول وي او د یوه  شي سینتاکتیکي یاژبپ،هنیزه دنده پوره کوي. دا کلیمه  د برخې په څېر د  خاوندوالي لپاره دنده هم پوره کوي –

او داتیو شی همداسې  اړیکوي شي لپاره کارول کیږي.

دلته نور هم ډېر څه شته، چې باید لیکل شوي وی، خو نور ورته ستړی شوم.

کارونبېلګه:

— په غونډاله کې: ،، زه له تا  سره مرسته کوم،، ،، له تا،، نومینال غونډالغړی دی، چې د الماني په داتیو او پښتو کې ،، له تا؟؟؟،، حالت کې دي او  وکړنوي ،، مرسته،، ته د یوه سیده شي دنده پوره کوي.

— د ناسیده شي نخښونه د داتیو لپاره  کله د همهغه پرېپوهنیزه کلمه د پاس کلیمي( دا پاس په دې پرېپوهېدنه دۍ، چې هغه بل څه خوندی لري. برخه ورته نه شو ویلی، هغه بیابل څه دي) لپاره کارول کیږي پرته له اکوزاتیو( سیده شی).

— دا ناسیده شی په الماني کې (پښتو ته دې پام وشي) له سیده شي په څېر نه د یوه ناکړوني غونډالې سبجنک( نوم) په څېر کارول کیږي: ،، زه له تا سره مرسته کوم،، داسې کیږي، چې،، له تا سره به مرسته وشي،،،  دا ناسیده شی ،، له تا،، په داتیو حالت پاتیږي.

وایي، چې تکرار د زدکړې مور ده، نوبیا

Kasus (څنګه والی پېر یا حالت)

دلته به لږ څه روښانه کړو او ځنې……………….

د الماني ژبې له مخې څلور څنګه والي یا حالتونه لرو. دا چې په پښتو کې څو دې، دې ته دې پام وشي او ودې څېړل شي. زه به خپل وړاندیزونه وکړم. دلته د ډېروالي کې یواځې د داتیو څخه څه راوېستل شو.

۱ – نومیز پېر

پوښتنه: څوک، چا یا څه؟ ( چا-، څوک-، څه څنګه والی)

۲ – خاوندوالي څنګه والی یا پېر

پوښتنه: دچا؟ د څه؟( د چا – ، د څه څنګه والی یا حالت)

۳ – داتیو

پوښتنه: له چا، له څه (سره، څخه، کره…)؟  وچا (ته)؟ ، (تر) څه- ، – چا پورې؟، په چا ،په څه (کې)؟ نور هم باید پام ورته وشي. یا

۴ – اکوزاتیو:

پوښتنه: څوک؟ چا؟ څه؟ دا او ۱ – څنګه والی یا پېر یو ډول ښتنویونه خوندي لري، خو دا په پرېکړوني څنګه والي حالت کې  کارول کیږي.
یادونه:  دا څرنګه والي یا پېرونه ما څو ځایه څېړلي او په اخرو لیکنو کې مې سمونونه پهکې راوستۍ، په ځانګړې توګه دریم څنګه والي یا پېر کې.

 Nominativ نومیز:

ښځینه: ونه، یوه ونه، دموږ ونه. زیات یې : ونې.

نارینه: کور، یو کور، د تا کور. زیات یې: کورونه.

Genitivخاوندوالی:

ښځینه:  د ونې، د یوې ونې، دموږ د ونې. ډېر یې : د ونو
نارینه: د کور، د یوه کور، د تا د کور، ډېر یې : د کورونو
Dativداتیو:

له ونې (سره، څخه، کره…)
له یوې ونې (سره، څخه، کره…)
د موږ له ونې (سره، څخه، کره…)
له ونو (سره، څخه، کره…)، له کور
له یوه کور (څخه، سره، کره…)
د تا له کور څخه( سره، کره….)
له کورونو څخه

و تا (ته)، وهغه (ته) (ن)، و هغې (ته) (ښ) ، وهغوي (ن،ښ) ته.

اړیینه یادونه: ماپه خپلو د مخه لیکنو کې داسې اندل، چې ګوندې دا ،،له…څخه،، دۍ، خو داسې

یادونه: دلته ډېر څه د ویلو شته او چې ایا دا بېل، بېل څنګه والی کېدی شي. په دې هکله باید فکرونه سره بدل شي او که له نورو ژبو څخه څه نور هم په کې بدلېدلی شي. دا پورهخبرو څه باید وي.

Akkusativاکوزاتیو

ونه
یوه ونه
د موږ ونه
ونې
 یادونه: د اکوزاتیو او د نومیز څنګه والي یا حالت کې یو ډول دي، خو لومړی کړونی دي او دا بل پرېکړوني یا ناکړوني دی.

کور
یو کور
د تا کور
کورونه

Comments are closed.