د عوامو ادب په درو ژبو : پښتو، عربي، انګليسي كي

علامه عبدالحی حبیبی

0 736
(۱)
د عوامو ادب
په درو ژبو : پښتو، عربي، انګليسي كي
علامه عبدالحی حبیبی
لومړۍ څېړنه به د عوامو پر ادب يعني وګړنۍ ژبورۍ وي، د ملت د بداوت دوره داسي ده لكه د كوچنيوالي وخت، په دې دوره كي يې ادب سپېڅلى او ساده وي، شعور او عاطفې ته يې نژدې وي.
هر څوني چي يو ملت د تمدن او حضارت په پوړو كي لوړ خېژي، فكر يې لوړ خېژي، فكر يې پخېږي او د دنيا له مظاهرو سره اتصال مومي او فكر پكښي كوي، هم له دغه جهته د دغه ملت په ادب كي د سليم فكر او ژور نظر اغېزې ليدلي كېږي او طبعاً د دوى ادب دوه رنګه مومي :
يوه ته راقي او لوړ ادب وايو، چي په خواصو اړه لري، بل عادت ادب دئ چي د عوامو افكار څرګندوي.
هر څوني چي يو ملت لوړېږي، او عوام يې د خواصو په ډله ګډېږي نو د دوى عام ادب هم د خاص ادب پر خوا درومي، څو په پاى كي دواړه سره يو سي.
په لوړ ادب هر كله علمي افكار ګډېږي، او ژبه يې هم خپرېږي،  لهجه يې تهذيب او سموالى مومي، په هره پېړۍ كي آري او سټي لا ښه پسي ټينګېږي.
اما د عوامو ادب تل د روايت له پلوه خپرېږي، او تل په نوي توب او تحول لږېدو او ډېرېدو كي وي، هره ډله يې په خپل رنګ رنګوي او عصور يې سره اړوي را اړوي. دا ډول ادب تل بسيط عواطف او د انسان نفسي غرايز ښكاره كوي، د جمال او قوت او فضيلت خوا ته ميل لري.
هغه وخت چي عرب د مدنيت او حضارت لوړي درجې ته ورسېدل، نو دوى هم دوه ډوله ادظ درلود :
هسك او راقي ادب :
 چي د دې ادب د تشكيل له پاره د دوى اشرافو له پخواني ادبه څخه مرسته وكړه او خپله ژبه يې په ښه ډول خوندي او د ثقافت او علومو برخي يې پكښي ګډي كړې، خو دا لوړ ادب په عربو كي په خواصو پوري اړه درلوده.
اما د عوامو ادب :
هغه وخت پيدا سو چي عرب په نورو اقوامو ګډ سول، او ژبه يې هم ارګجه سوه.
د انګليسي ژب ادب هم دوې خواوي درلودې، هغه وخت چي دوى مدني او د ثقافت خاوندان سول، نو انګلوسكسوني ژبه په لاتيني ګډه سوه، علوم او اداب يې ځانته وموندل، قوايد يې مرتب او خوا و شا يې ټول شيان سم سول، او د يوه لوړ او مترقي ملت ژبه سوه.
اما په عربي او انګليسي كي د عوامو او خواصو د ادب انفصال، په دوه بېل ډوله وسو، او كيفيت يې هم سره بېل دئ :
د عربو عامي ادب د فصيح او بليغ ادب له خرابوالي څخه پيدا سو، اما په انګليسي كي فصيح او كره ادب د عامي ادب له لوړتيا څخه وزېږېده.
نو ځكه دغه دوه ملتونه د ادب له پلوه دوه ډوله دي، د لوړ او كښته ادب اړيكي يې هم سره بېل دي.
د عربو عامي ادب له خاص او فصيح ادبه ډېر ليري دي، اما انګليسي عامي ادب له لوړ ادبه سره ښه اتصال لري او اړيكي يې ډېر سره ټينګ او كلك دي. د لوړ ادب خاوندان تل عامي ادب ته په درنه سترګه ګوري، او فصيح ادب تل له عامي ادبه څخه ګټي اخلي، اساليب او صور يې تل غوره كوي، سندري او نغمې يې په ځان كي تحليل كوي او هم له دې لامله تل لوړ ادب له عامي ادبه څخه لويي لويي ګټي اخلي.
عامي ادب او فصيح ادب، كه څه هم يو له بله د ژبي د سموالي او د تفكير او نظر له لامله توپير سره لري، ډولونه يې هم سره بېل وي، خو بيا هم دا دواړه له يوې سرچينې څخه اوبه كېږي. چي هغه خو د انسان نفس دئ.
لوړ ادب د تمدن او علم او د مترقي ټولنو په صفاتو ښكلى وي، خو عامي ادب هم د صدق او ساده ګۍ او د فطرت د نژدېوالي صفتونه لري، چي دغه شيان د هر فن مرجع ګڼل كېږي.
د لوړ ادب الفاظ تل پر معانيو باندي غالب وي، انځورونه يې تر جوهر قوي وي، او تل د فطرت لمني ته د رجوع او د راتللو احتياج لري، او له عامي ادب څخه استفاده كوي او ورته اړ هم وي.
په انګليسي كي عامي ادب تل اعتبار درلود، لويو ادباوو او نوموړو ليكوالو به هم ځان اړ ورته ګاڼه، شكسپېر، سپنسر، ملټون له عامي ادب څخه ډېر آثار غوره كړي او پخپلو ليكونو كي ځاى وركړى دئ.
دوي له عامي ادب څخه خواږه الفاظ او تعابير راواخيستل او پخپلو لوړو ادبي او شعري آثارو يې ننيستل او هم له دې لامله د راقي ادب سټه او بنياد عامي ادب سو.
ډېرو خلكو د وګړو سندري سره راغونډي كړې او دغه مجموعې يې د شعراوو په لاس وركړې، چي دوى په خپلو اشعارو كي تل له هغو څخه اخيستنه كوله او د نظم په اسلوب كي به يې تل هغه عامي سندري تر سترګو لاندي وې، تر دې ځايه چي دغه وګړنۍ سندري د اتلسم قرن په ابتداء كي د رومانسي ادبي نهضت سټي وې.
وروسته چي د مدنيت لاس د شعر ستوني ته ور ورسېده، د الفاظو قيود او تقاليدو يې لاسونه او پښې ټينګي ور وتړلې، دلته بيا خلك ملتفت سول او د متكلفو نظمو څخه يې مخ وګرزاوه، بيرته يې خپلي ملي سندري راواخسيتې، او ډېرو اديبانو له هغو څخه د ادب مرغلري پخپلو خوږو اشعارو كي راټولي كړې.
د منځنيو پېړيو (قرون وسطى) وګړنۍ سندري داسي وې چي مضامين يې سحري او طلسمي او ځيني داسي وې هم خراقي وه، او ځيني د تاريخ او خراقته يوه ګډوله وه. خو سره د دغه هم ټولي سندري د فطرت له ميني څخه ډكي وې او د ښكلو مناظرو ستاينه يې كوله. نو له دې جهته اديبانو له هغو څخه ښه ښه مضامين اقتباس كړل.
د سكاټلينډ اديبان په دغه مرحله كي تر ټولو دمخه وه، دوى له خپل عامي ادب څخه ډېري سندري راواخيستې، د شپنو او بزګرانو او سارانشينو څخه به يې د دوى ملي سندري راټولولې، د دوى كيسې او نكلونه به يې اروېدل، او د دې كار له پاره به يې تل سفرونه كول، الان رمزي، روبرټ برنز، والټر سكوټ هغه شعراء دي چي دوى خپل اشعار د فطرت په لمن كي وويل، د بزګرانو او شپنو په ډول يې سندري جوړي كړې.
روبرټ برنز پخپله هم يو فلاح سړى و، ده د فلاحت كارانو ژوندون پخپلو سندرو كي انځور كړ، اما والټر سكوټ چي د يوې لوړي كورنۍ سردار و د منځنيو پېړيو د سردارانو د اسانو د سپارلۍ نغمې يې ژوندۍ كړې. ده له عاميانه ادب سره دوني مينه درلوده چي په ټول سكاټلينډ كي پسي وګرځېده او له الماني ژبي څخه يې دغسي سندري ترجمه كړې او په دې ډول يې په ګرده اروپا كي شهرت وموند. په دغه ادبي فضا كي چي د فطرت له ږغه ډكه وه او د بساطت او رشتين شعور رڼاوي پر ځلېدې، ورډ سورټ، كولر ډج، شيلي، كيټس غوندي شعراء پسي راغله، دوى هم له هغه ادب ا لهام واخيست، چي د عوامو په سندرو خوندور سوى و، نو ځكه د دوى اشعار او آثار هم ډېر خواږه او خوندور سول.
ورډ سورټ تر ټولو زيات د بساطت خوا ته ولاړه، او تل د سارانشينو او ساده خلكو سره ملګرى و، د دوى الفاظ به يې كټ مټ پخپلو اشعارو كي راوړل، د ده “شعري سندري” نومى كتاب له دغسي نغمو څخه ډك دئ، چي د كولر ډج په ملګري يې راټولي كړې او په يوه مقدمه كي د خپل نوي ادب مسلك شرح كړ، چي د دوى د شعر آري پر ملي سندرو او كيسو باندي ولاړ دئ.
دې عامي ادب پخپله وروسته يوه نوې لار وموندله او هغه وخت چي په اجتماعي ژوندانه كي داخل سو نو يې د فصاحت خوا ته هم مخه كړه او د عوامو د ژوندانه او عقلياتو او افكارو ترجماني يې د دوى پخپله الفاظو او محاورو په تحليلي ډول وكړه او د دوى خطابي اساليب يې ټول ژوندي كړل.
د هارډي په رواياتو او نكلو كي دغه روح ښه ښكاري، او دا څرګندوي چي عامي ادب څنګه د فصيح ادب سره ملګري وكړه، او په څه ډول دا دواړه سره نژدې سول؟
دا خو د انګليسي حال و اوس به راسو عربي ته :
د عربو په ژبه كي د ښاروالو عوامو ادب ته هيچا په درنه سترګه نه كتل، لفظاً او معناً هر چا ځان ځني ژغوره. عامي او سوقي الفاظ ډېر بد ورته ښكارېدل.
لكه والټر سكوټ چي د بزګرانو او سارايانو الفاظ او محاورات كټ مټ غوره كول او هري خوا ته به پسي ګرځېده، دغسي د عرپو پوهان او ادباء هم تل په دښتو او باديو كي ورك وه چي د ژبي فصيح كلام او اصيل اساليب له هغو څخه زده كړي، د اعرابو اقوالو تل په مناظره او انشاء كي پاخه سندونه وه، دوى سوقي او بازاري تصاوير او معاني او الفاظ كورټ نه خوښول، بشار مشهور شاعر يې په دې بيتو سخت وكاږه چي د يوې مېرمني ستاينه يې په داسي ساده او بسيط ډول كړې وه :
ربابه ربه الببت تصب الخل في الزيت
لها عشر دجاجاتوديك حسن الصوت
دوى به ويل : چي داسي يو عامي موضوع او عامي تعبير سوقي دئ او د “فصيح شعر” له پاره نه ښايي عربي شعر بايد دروند وي او د مشرانو په ذكر او ستاينه ډك وي، نه د بازاريانو. هلته بايد تل اتلان وستايل سي، او د قهرمانانو ږغږغه پكښې وي.
له دغه جهته نو عربي شاعر كورټ د خپل كلي خلك نه ستايي، او لكه انګليسي شاعر ګولډ مست چي پخپل كتاب “پاته كلى” كي په ډېر حرارت او مينه د خپل كلي خلك او د دوى هديرې ستايلي دي، عربي شاعر داسي نه كوي ځكه چي د شعر له پاره سوقي او عامي موضوع نه خوښوي.
د عربو نوموړي شاعران لكه ابو نواس، ابو تمام، كله كله د عوامو اقوال هم را اخلي، مګر دا ډېر نادر پېښېږي، ابن اثير وايي :
چي ابو تمام خپله يوه ښه قصيده تر دې مسرۍ پوري راورسوله “و احسن من نور يفتقه الصبا” خو دوهمه مسرۍ نه ورتله او پكښي ودرېده، يوه ورځ تېرېده سايل پر ږغ كړه : “من بياض عطاياكم في سواد مطالبنا” او كلام له دغه عامي كلامه ژر ګټه واخيسته او خپل هغه بيت يې داسي بشپړ كړ : “بياض العطا يا في سواد المطالب”.
داسي مثالونه په عربي ادب كي ډېر لږ دي، عربو اديبانو له عامي ادب څخه استفاده نه كوله، كه څه هم عامي ادب ته عربي تر انګليسي ډېره اړه وه، مګر عربو دغه كار د ژبي ورانى ګاڼه، هغه وخت چي مسعودي او ابن نديم ځني د عامي ادب كيسې لكه الف ليله او نوري وليدلې نو دوى په سپكه ورته وكاته، او دغسي آثار يې د ادب په ميدان كي نه منل، او نه يې د دغو ليكوالو كمال او مهارت ته تن ايښووه.
اما كه د غور په سترګه ورته وګورو، د عربو وګړنى ادب تر فصيح ادب د موضوع او هم د فني ډولو له لامله ډېر بشپړ دئ، بلكي وګړنى ادب د شعور تعبير په ښه ډول كوي او له هري خوا د ادب وظيفه په ښه توګه ادا كولاى سي. حال دا چي فصيح ادب دا كار نه سي بشپړولاى، د ټولو عربو مستقل ترجمان هم نه دئ. د عربي ذهن او عربي نفس شومه نه سو ورته ويلاى او نه يې د عربو د ټولو افكارو نماينده ګڼلاى سو، حال دا چي وګړنى ادب په دې لار كي تر لوړ ادب دمخه او موفق دئ.
نو د عربو وګړنى ادب چي په خيالي آثارو ډك او په ښو ښو كيسو ښكلى سوى دئ په اكثرو خواوو كي تر خاص ادب دمخه كېږي هم لا.
ځكه چي اجتماعي كيسې ډېري په وګړني ادب كي سته او په خاص ادب كي هيڅ نه ليدلي كېږي او هغه خيال چي شعراوو غوره كړى دئ او بحتري ډېر پكښي استاد دئ “كاذب خيال” دئ نو كه د خاص ادب خاوندانو له وګړني ادبه څخه كيسې اخيستي واى او له عاميت څخه يې د تهذيب خوا ته بېولى او په سم فكر يې ښكلى كړى واى نو به دوى خپل ادب ته ډېر كومك رسولى واى او هم به يې بشپړ كړى واى.
د عربو وګړنى ادب ډېر اوزان او قوافي داسي لري چي په فصيح ادب كي هغه نسته، او خواصو تشه قصيده غوره كړېده، او پر دې محدود ډګر سره ګرځي راګرځي، اما كه فصيح ادب له عامي ادب څخه هغه ډول ډول اوزان او قوافي اخيستي واى، لمن به يې په پراخه سوې واى. خو ادباوو وګړني ادب ته په سپكه سترګه وكتل، او ټولي ښېګڼي يې پرېښووې، فصيح ادب تل د پخوانو آثارو پر لار ولاړ او ځان يې له هر راز تحوله وساته او عربو هم د فصيح ادب په نامه د عوامو د ژبي ښېګڼي پرېښووې او له دغه خنده كورټ نه واته. نو ځكه فصيح ادب په تقليدي پړي وتاړه سو، پر خپل قديم وضعيت كلك پاته سو هيڅ تجديد له بلي خوا نه ورته راغى، يوې خوا ته وګړنى ادب وچ كلك پاته سو بلي خوا خاص ادب.
اما د اروپا وګړو د صليبي جګړو څخه د عربو د عامي ادب ښېګڼي وليدلې، د دوى ملي سندري او كيسې يې ټولي كړې او پخپلو ژبو يې ترجمه كړلې تر دې ځايه چي د اروپا په رومانسي ادبي مسلك كې لوى اثر كړى دئ.
لنډې دا چي : د عربو وګړنى ادب تل د جامعې د خيال نماينده دئ له رشتيني شعوره ډك دئ او د خيال هغه نازكۍ لري چي په فصيح ادب كي نه ليدل كېږي، كه خاص ادب له وګړني ادب سره ګډ سوى واى نو به يقيناً يو بشپړ ادب ځني جوړ سوى واى.
تر دې ځايه د عربي او انګليسي وګړني ادب څېړنه لنډه لنډه وسوه، اوس غواړم چي لږ څه د پښتو وګړني ادب ته هم كتنه وسي :
پښتو ژبه هم دوه ډوله ادب لري : يو خو شفاهي او وګړنى ادب دئ چي له پخوا څخه ځيني لنډۍ، سندري، بدلي، نارې د پښتنو په خولو كي لوېدلي او معنعني تر اوسه پوري را رسېدلي دي او يا يې اوس ملي شاعران جوړوي، او په ملت كي رواج دي.
دوهم ډول كتاب ياو ليك سوى ادب دئ چي دغه ادب كټ مټ لكه عربي خاص ادب غوندي جامد او تقليدي شى دئ او ادباوو له پخوا څخه پر يوه خاص حالت باندي په يوه مخصوصه جوله سالتى دئ.
كه دې خبري ته ځير سو چي :
ادب د ملت له روحه نماينده ګي كوي، نو په ټينګه ويلاى سو چي زموږ كتابي او ليكلى ادب دا كار نه سي كولاى، او ډېر عناصر پكښي داخل دي چي له موږه پردي لا هم دي.
د پښتنو عواطف، احساسات، شعوري خواص، روحي كوايف، اجتماعي ښېګڼي ټول په شفاهي او وګړني ادب كي سته چي زموږ پخواني ليكوال ادباء هم ډېر له دغه ادبه ليري دي. د وګړني ادب تعابير مو سپېڅلي او ساده او بسيط او شعوري او رشتيني دي اما د كتاب او ليكلي ادب ژبه بېله ده، د ليك څښتنان تل د نورو عروض او اوزان پالي او تقليد يې كوي، مګر وګړني اديبان او ملي شاعران ځانته دنيا لري، شعر يې بېل رنګ لري، سوچه اوزان او مخصوص عروض لري، هغه معاني او تصاوير او افكار چي د دوى په اشعارو كي راځي هم هسي جولې لري چي كټ مټ د پښتنو له روحه زېږېدلي دي.
په دې ډول نو د پښتو وګړنى ادب په هره خوا كي هم د ملي او قومي لامله هم د سوچه توب او سپېڅلوالي له پلوه پر كتابي ادب غوره او غښتلى دئ.
تر اوسه چي څه سوي دي تېر سول، او ځكه چي د پښتو ادب د نوي تشكيل وخت لا اوس يا وروسته راتلونكى دئ، نو ښايي چي زموږ شاعران او ليكوال تل د ژبي له وګړني ادبه څخه استفادې وكړي.
د پښتنو پخواني ادب ته چي ګورو : په هغه كي هم ډېره برخه داسي ده چي كټ مټ د وګړني ادب روح پكښي موندل كېږي، مثلاً دا تعبير :
“كه سپيني سپيني، سپوږميه ! سپيني
سلام مي يوسه، د يار تر مېني”
قح وګړنى تعبير دئ او د پښتو له خپله روحه سره هم سم دئ. په پټه خزانه كي د اسماعيل سړبني يوه سندره ده، چي خرښبون ته داسي خطاب كوي :
“كه وروره، وروره ! خرښبون وروره !”
يا په بل ځاى كي د ملكيار شعر دئ :
“كه روده، روده ! د ترنك روده !”
دغسي د پښتنو په يوه ملي كيسه كي داسي ناره سته :
“كه پاخه دي، د كلابست انګور پاخه دي”
دا ډول تعابير زموږ قح او سوچه ملي تعابير دي، داسي ښكاري، چي پخوانو اديبانو له وګړنۍ ژبورۍ سره پخه علاقه درلوده، مګر وروسته چي مقلدين شعراء راغله، دوى ته دي خداى بخښنه وكړي، د ادب رنګ يې واړاوه، خو بيا هم ځيني اساتيد لكه :رحمان، خوشحال، پيرمحمد سته، چي د دوى كلام د وګړني ادب له مثاله رڼا اخلي، هغه سلاست او بساطت او د شعور صدق چي په وګړني ادب كي سته، د دوى په كتابي اشعارو كي هم ليدل كېږي، او يو مهم علت چي دوى يې په ادبي دنيا كي بريالي كړي دي، هم دغه دئ :
كه رحمان په عاشقۍ ملامت كېږم
ما په سترګو قبول كړى دا پېغور دئ
دا تعبير سوچه ملي دئ، پېغور پر سترګو منل هم د وګړني ادب څخه يو ښكلى تعبير دئ.
پښتانه پخپله ژبه هسي خواږه خواږه اصطلاحات او مخصوص اوزان او بحور لري چي كه د ادب په ارته اورشو كي ګډ سي، د اديب له پاره به ډېر غنيمت وي. دغسي زموږ ملي كيسې او نكلونه هسي خواږه او د واقعيت په ښېګڼو ښكلي دي، چي ادباء ډېري استفادې ځني كولاى سي.
نو لكه وګړنى ادب چي پخوا شعراوو ته يوه رڼه ډېوه وه، دغسي هم بويه چي اوس په درنه سترګه ورته وګورو، او تل ادبي ګټي ځني واخلو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply