د ميني سندري په درو ژبو : پښتو، عربي، انګليسي كي

علامه عبدالحی حبیبی

0 803
(۲)
د ميني سندري
په درو ژبو : پښتو، عربي، انګليسي كي
علامه عبدالحی حبیبی
د فن آره او سټه ښكلا ده، او اديب تل د ښكلا له اغېزو څخه برخه لري، د جمال او ښكلا تعبير د اديب كار دئ، ښكلا پر دوه ډوله ده :
د فطرت او طبيعت ښكلا.
دوهم د انسان جمال او د بنيادم ښكلا.
د ادب لوړ مقياس هم دغه دئ، چي د دغو دوو ښكلاوو تعبير په ښه ډول سوى وي. د يوې ټولني ادبي لوړتيا هم دغه ده چي ادب يې د ښكلا د مظاهرو په رشتيني شعور او تودو احساساتو ډك وي.
هغه اديب چي د جمال او ښكلا له ستايني څخه برخه لري، او د ښكلا مينه يې له وينا څخه ښكاري، د ادب له پلوه د قدر وړ دئ، ځكه چي طبيعي او انساني ښكلا د فن سټه ده او د ادب د وني مندكه بلله كېږي، نور څه كه وي هغه به يې ښاخلې او پاڼي وي.
مينه تل له جماله زېږي او ځكه چي كاينات د ښكلا په پلوشو ښايسته دي، نو مينه هم ورسره تړلې ده. هم له دغه لامله هر ملت او هره ټولنه د “ميني سندري” لري او د ادب اساسي او مهم ټوك هم دغسي عشقي بدلي دي.
د ميني سنردي چي د يوه ولس په ادب كي ترقي كوي، او لوړتيا او خپورتيا مومي، ځانله مخصوص چاپېر او ماحول غواړي، يعني دغه ونه په هر هر ځاى كي نه شنه كېږي او د هري مځكي بزغلى نه دئ.
د ميني د سندرو د ودي او لوړتيا له پاره هسي چاپېر ښايي چي خلك يې نه خورا عياشان او بډايان وي او نه ډېر خواران او بې وزلي.
ښايي چي د اخلاقو له پلوه نه ډېر ضعيفان او بې سېكه او نه ډېر پسمن او مغرور وي.
ښايي چي ډېر بدوي او وحشيان هم نه وي او په مدنيت كي هم د ډېر نفاق درجې ته نه وي رسېدلي.
دا ولي؟ له دې جهته چي فقيره او بې وزلې جامعه د ګېډي په وير اخته وي، دې ته نه وي خلاصه چي خپل نفسي عواطف په عشقي بدلو كي ووايي. دغسي هم د ډېر عياش ملت اخلاق وران وي، مينه پر خپله پاكي نه پكښي پاتېږي. هم دغه ډول ډېر ضعيف او بې سېكه ملت نه ادب لري نه مينه، او نه له جماله خوند اخيستلاى سي. ډېر وحشي خلك هم د جمال په خوند او رنګو ښه نه پوهېږي، او هغه ملت چي له ډېره مدنيته د ماديت په تورو تيارو كي ورك سي، هم د جمالي حظوظو څخه ښه برخه نه سي اخيستلاى.
نو ځكه داسي ويلاى سو چي د ميني د سندرو د ودي له پاره يو مساعد محيط او ښه اورشو او سم چاپېر په كار دئ.
د عربي ژبي د ميني د سندرو ترقي د جاهليت په عصر كي ښه وه. خو د اموي خلافت دوره لا ښه ورته مستعده وه او ټول شروط يې پر ځاى وه. نو ځكه ډېر لوړ لوړ شعراء پيدا سول چي د دوى د ميني سندري خورا ښې دي.
جميل، كثير، قيس، عوره بن حزام، ابن الدمينه، ابو صخرا لهذلي، ابن الطثريه، هغه نوموړي شعراء دي چي د ميني په سندرو كي ګړندي دي.
د دې عصر د ميني سندري ټولي هغه ښېګڼي لري چي د داسي بدلو له پاره لازمي دي، تاوده عواطف، سپېڅلى بيان، د شعور رشتياوالى، د مقال عفت، د جمال ستاينه، د ميني د پټو خواوو څرګندونه، دا ټول پكښي سته، او دا عصر د عربو د ميني د سندرو له پاره طلايي عصر ګڼلاى سو.
وروسته چي اموي عصر تېر سو، او د ډېر عشق او عشرت زمانه راغله، نو په جامعه كي د “صادق حب” مظاهر هم ورك سول، اخلاق ضعيف سول، مفاسد ډېرېدل، د منځو خرڅول رانيول دوني ډېر سول چي د مېرمنو قدر يې كم كړ، په داسي فاسد محيط كي نو مينه فقط شهوت سوه، “صادق حب” ورك سو د ميني سندري هم ورسره وركي سوې، سبب يې هم دغه و، چي داسي ندري په هغه ځاى كي ويلي كېږي چيري چي جمال او ښكلا وي چيري چي عفت او پاك لمني وي !
اما لكه العذري چي ويلي دي : د ميني سندري په داسي ځاى كي نه ويلي كېږي چي د هر چا يوه مينځه خوښه سوه هغه ژر په پيسو رانيسي، او د ځان مال يې وګرځوي.
تر دې دورې وروسته پر عربو يوه بله زمانه راغله، د نشاط او ځلميتوب وخت يې تېر سو، خلك په لوږه اخته سوه، د ګېډي وير د هر چا ملګرى سو، نور اقوام پر راغله او دوى هغو ته ټيټ سول، نو په داسي چاپېر كي هم د ميني سندري له خلكو څخه هېري سوې د زوړتيا او كهولت عصر راغى.
عباسي دوره د عربي شعر له پاره بېخي بده نه وه كه څه هم عيش و عشرت پر خلكو غالب و، خو بيا هم د پاچهانو صلې او د شاعرانو مدايح او ستايني هومري ډېري دي چي د ادب مخه ټوله هغې خوا ته ده.
په دغه دوره كي عربي شعراء دوې ډلي دي :
لومړۍ ډله داسي ده، چي په خپله هم په عيش كي ډوبه ده او شعر يې هم د عشرت په ستايلو ډك دئ، لكه بشار، ابو نواس، چي دوى د ابن ابي ربيعه شاګردان او د هغه په مسلك كي غرق او ډوب دي. دوهمه ډله هغه شاعران دي چي نسبتاً له شهوي دنيا څخه ليري، او لمني يې پاكي دي، مګر سره له دغه هم د ميني له نړۍ څخه پوره او بشپړه ترجماني نه سي كولاى، دوى د ميني سندري لولي، مګر په تقليدي ډول او هم تل پخپلو بدلو كي د تكلف پر خوا روان دي. په بديعي ښېګڼو كي ډېر زيار كاږي، خو د ميني له دنيا څخه ناخبره دي.
په دې ډله كي بحتري، طايي، شريف، مهيار، هغه شعراء دي چي د دوى په مينه كي د ميني تودوالى نسته او نه د عشق رښتينى وصف ځني ښكارېږي ! نو ځكه هيڅوك د دې عصر تقليدي د ميني سندري له پخوانيو رښتينو عشقي بدلو سره نه سي سمولاى.
د انګرېزي ژبي د ميني سندري هم دغسي دورې لري، خو رڼه دوره يې د اليزابت وخت و، چي ټول هغه شروط پكښي يو ځاى سوي وو، دغه دوره د ميني د سندرو له پاره د شباب وخت و، بډايي، عقلي نهضت، متين اخلاق، ټول په دغه وخت كي وه، نو ځكه د دې عصر خلكو تل د ميني رشتيني سندري ويلي، د خلكو بوميا او قدوه هم هغه ملكه وه چي د جمال او ثقافت څخه يې ښه برخه درلوده او شاوخوا يې هم هسي غښتلي خلك ټول سوي وه چي پر وچه او لنده يې د دې سطوت خپراوه، نو ځكه د شكسپېر، سپنسر، بن جونسون په اشعارو كي د ميني حقيقي مظاهر وينو.
وروسته ځيني متشدد خلك غالب سول، د دې مملكت د يوې صومعې په ډول د وقار او چتيا مركز كړ، خوندونه او خوښۍ يې وركي كړې، د چرګوړو وژل يې هم منع كړل، د تمتع او سرور لاري يې وتړلې، نو په دې وخت كي كټ مټ لكه عربي د انګرېزي ژبي د ميني سندري هم وچي كلكي سوې او د زمولتوب او ركود دوره يې راغله.
د دې دورې رد فعل او عكس وروسته شروع سو، لكه د عربو عباسي دوره، د انګرېزي ژبي (١٨) قرن هم د ميني د سندرو له خوا خوار دئ، د پوپ، اډيسون، جونسو په اشعارو كي د ښكلا او جمال ځلا او پلوشې نه وينو، او نه د طبيعي او انساني جمال ستاينه پكښي سته.
وروسته چي د رومانسي نهضت دور راغى، نو دلته بيا د جمال مينه غالبه سوه او خلك د فطرت خوا ته ګرځېدل، خپل پخوا ته يې وكتل او د اتلتوب (بطولت) كيسې يې ور په ياد كړې، كولر ډج، ګيټس، شيلي د فطرت په ښېګڼو ننوتل او د انساني جمال په ستاينه بوخت سول. د ګيټس ځيني اقوال په دې باب كي اوس د متلو په ډول ويل كېږي، مثلاً : “د ښكلي شي نه تېرېدونكې خوښي ده”. يا دا چي : “ښكلا حقه ده حقتوب ښكلا ده”، “دلته هر څه سته او هر څه ځني زده كېږي”.
نو د انګرېزي ژبي د ميني بدلي ټولي په طبيعي ښېګڼو او ستاينو ډكي دي، ادباو تل لكه مصورين ښكلي مناظر تصوير كړي دي او هر يوه د خپلي ميني، جمال او ښكلا په هغو اوصافو او تشبيهاتو سره بيان كړېده، چي د فطرت له لمني څخه يې اقتباس كړى دئ، دغو اديبانو ته د فطرت ښكلي مظاهر د عشق په لار كي مرستي دي او د ميني فلسفه هم له دغو څخه زده كوي، د عاشق او معشوقې تر منځ هم دغه مظاهر د امين او صادق ريبار كار وركوي.
مثلاً شيلي وايي :
“لښتى په ولو ګډېږي، ولې په درياب كي تويېږي، هواوي او بادونه هم خوږې ساوي پكښي پوكي.
نو په نړۍ كي هيڅ شى يوازي نه دئ، ټولو شيانو د خداى امر منلى دئ، يو له بله سره ګډېږي، نو به ولي موږ دوه له دې لړه وزو او سره بېل به يو؟”.
مارلو وايي :
“دلته راسه ! راسره اوسه !
چي د شنو دښتو، لويو غرو، پټيو، مامتو د ليدلو خوندونه ټول ومومم”.
ټنسون ويلي دي :
“ټول ځنګل تك شين سو، نو ته ولي لكه پاڼه په غوړېدلو كي ځنډ كوې؟ او خپل زړه په مينه نه زرغونوي؟”
وولر وايي :
“اې ښكلى سره ګله ! هغې ته ولاړ سه !
هغې ته چي نه راځي، هم زما هم خپل وخت تېروي !
هغې ته ولاړ سه ! چي كه زه تا ته د  هغې په نظر وګورم نو به ته هم راته ښكلى او ښايسته وايسې !
ولاړ سه، هغې كوچنوټي ملالۍ ته ووايه :
كه زه په ليرو دښتو كي شين سوى واى، هيڅ انسان به زما له ښايسته نه و خبر، خو زمول سوى به واى.
اې سره ګله ! بيا نو د دې په مخ كي ورژېږه ! مړ سه، چي ستا له حاله د هر ښكلي او ګران شي پاى ور معلوم سي او دا ورته ښكاره سي چي د ښكلا وخت ډېر لنډ دئ”.
په دې ډول انګرېزي شعر او تل ښكليو فنونو ته په درنه سترګه كتل، او د جمال مظاهر او د دغو د تعبير وسايل يې په ښه ډول پلټل، د مينو په سندرو كي داسي كوچنۍ كوچنۍ بدلي سته، چي دغه حقايق په ښه ډول ځني څرګندېږي، مثلاً شيلي ويلي دي :
“د ږغونو ازانګې تر ډېره پوري په زړو كي ګرځي، بنفشه كه وچه سي هم يې ښه بوى د چا نه هېرېږي، د ګلاب پاڼي چي ورژېږي هم د ملالي پر بستر باندي خوني كېږي …
دغسي … ستا ياد هم تل راسره وي !…”.
كولر ډج په يوه قصيده كي چي د “ميني” په نامه ده، ځان د خپلي محبوبا سره په داسي ډول تصوير كوي، چي هغې د يوه نوموړي سپاره مجسمې ته څنګ لګولى دي او دى د دې سپاره مجسمې پخوانى د ميني داستان په يوه خواږه خيالي اسلوب ورته وايي، د سپاره د احساساتو او عواطفو له بيانه، خپل عواطف په ښه ډول ورته څرګندوي.

عربي سندري د طبيعت له ستاينو سره لږ اړه لري، خو بيا هم شاعران خپل سلامونه تل د شمال په ذريعه لېږي او د محبوبا پر كور تل د باران څاڅكي او اوريا غواړي، له ټپوسه بد وړي، كوتري يې خوښي دي. د عاشق ځليلاند توب له هغي اوښي سره تشبيه كوي چي خپل جوګى يې ورك كړى وي. د هغو حيواناتو سره رخه كوي چي د محبوبا په كور كي ټاټوبي وي، لكه ابوصخر ا لهزلي چي وايي :
لقد تركتني اغبط الوحش ان ارى
اليقين منها لايرو عهما الذعر
د طبيعي مناظرو، ونو، ګلانو، شګو اغېزي هم په عربي شعر كي ډېري لږ دي، انګرېزي شاعر خپل عواطف په ګڼو ځنګلو او ونو كي ښكاره كوي او تل د خپلي محبوبا سره په بڼو او ګلانو كي ګرځي. مګر عربي شاعر له بزمه نه وزي، محبوبا په كور كي ويني، په مجلسو او محافلو او پاتاګانو او ښاديو كي ورسره يو ځاى كېږي، مثلاً ابن الرومي ويلي دي :
يا ليت شعري هل ببيت معانقي
ويداى من دون الوشاح وشاحه؟
ابو حيه النميري وايي :
رمته اناه من ربيعه عامر
نووم الضحى فى مأتم اى مأتم
عربي او انګليسي بدلي په ځينو خواوو كي سره ورته هم دي، شاعران د خپلو محبوباګانو د نومو د پټولو له پاره ځيني خيالي نومونه پخپلو بدلو كي يادوي، مثلاً عربي شاعران هند، ليلى، سعاد د محبوب د نامه په ډول يادوي، چي دا نومونه د پخوانو عربو دي، په انګرېزي كي هم چوليا، الكترا، تيرزا له كلاسيكي ادبه څخه را اخلي او شعراء خپلي محبوبې په دغه نومو ستايي.
دغسي هم په عربي ادب كي ځينو د دين مشاهيرو عشقي بدلي په ښه ډول ويلي دي، مثلاً عروه بن اذينه چي مشهور فقيه دئ ښې د ميني سندري لري، او فقيه ابن حزم چي د فقهاوو له نوموړي كورنۍ څخه دئ په “طوق الحامه” نومي كتاب د ميني تفصيل او واردات په ښه ډول له خپلو تجربو څخه ليكي.
په انګرېزي كي هم دن، هربرټ، سويفټ او نورو ديني مشاهيرو خورا سپېڅلي او ښې او خوږې د ميني سندري په شعر كي ويلي دي. دغسي هم دواړه ادبه هسي د ميني بدلي لري چي سړي ته خوښي پېښوي يا يې په وير لړي، په آمالو او هيلو او د بېلتانه په غندنو او نورو اوصافو كي د دواړو ژبو عشقي سندري ښې سگره ورته دي.
د معانيو په اداء كولو او د مقصد په ښكاره كولو كي هم دواړه ادبه مشتركي لاري لري، مثلاً د كراشو وينا ده :
“مخ يې داسي دئ چي بل پسول او ګېڼه نه لري، بېله هغه چي د فطرت سپين لاس وربخښلي دي”.
دا تعبير د جميل له دې وينا سره اوږه لګوي : “اذ ابتذلت لم يزرها ترك زينه” يعني “كه څيري كالي واغوندي، او پسول ونه لګوي، هم هغسي ده لكه چي وه”.
ټنيوسن په يوه قصيده كي وايي : “كه مړ سم، او كلونه راباندي تېر سي، خو بيا هم چي محبوبا مي خاورو له راسي، زړه به مي د دې د پښو خوږ كړپى واروي، او په پښو كي به يې ورغړي، او هسي رنګ به وكاږي لكه تګ سور ګل”.
دا وينا د توبه الحميري دې شعر ته ورته ده :
ولو ان ليلى الاخيليه سلمت
عل ودوني جندل و صفايح
لسلمت تسليم البشاشه او زفا
ا ليها صدي من جانب القبر صايح
عربي ادب  ډېر محيطي خصايص هم لري چي هغو ته د انګرېزي شاعرانو فكر هم نه دئ تللى، لكه پر اطلالو درېدل له رقيبه څخه ګرېوان څېرل، د بيابان او دمن صفت، دغسي هم دا دواړه ادبه جمال ته په بله بله سترګه ګوري، مثلاً عربي شاعر چي د تاوده چاپېره راوتلى دئ، تور وېښتان، خورا توري سترګي، ملال باڼوګان، چاغ بدن خوښوي، حال دا چي انګرېزي اديب سره بخن وېښتان له واوري سره په بريښ كي تشبيه كوي، زرځي سترګي خوښوي او لكه عربي شاعر بشار چي ديرلس كلنه پېغله “بنت عشر و ثلاث” غواړي، په انګرېزي محيط كي خو دغه اومه خوله نجلۍ ګڼي.
يو بل ښكاره توپير هم په دغو دوو ژبو كي ليدل كېږي : عربي شاعر چي عشقي بدلي وايي، نو يوازي خپل فردي عواطف ښكاره كوي، خپله محبوبا ستياي، په پل چا اړه نه لري، مثلاً جميل خپله محبوبا بثينه او توبه ليلى ستايلې ده، اما انګرېزي اديب د بل چا عواطف بيانوي او د بل چا د محبوبا صفت كوي، لكه د شكسپېر په انټوني او كليوپاټرا په رواياتو كي چي ليدل كېږي، يا د هارډي دوسكس په كيسو كي. دلته اديب تل د نورو عواطف او عشقي مواقف څرګندوي او په ترڅ كي يې د خپل ځان موقف او عاطفه ښيي او پر خپله انشاء يو خيالي ښكلي كالي غوړوي.
دا ډول ادبي ابتداع د انګرېزي شاعرانو آثار په احتواۍ كي ډېر دمخه كوي، ولي چي دوى جمال ته تل په عامه سترګه ګوري، انساني مزايا، اتلوالى بطولت، پهلواني په عام ډول تصويروي، د دوى مينه د مطلق جمال سره ده، نه يوازي له خپلي محبوبا سره نو يې ځكه اشعار تر د فطرت محاسن عموماً ښكاره كوي او په دې ډول د دوى اشعار تل د فطرت په عمومي مزاياوو ښكلي وي، د جمال مينه مطلقاً پكښي اخښلې وي، له شخصي اغراضو او شهواتو څخه پاك وي، او سړى د حقيقت لمني ته كشوي.
تر دې ځايه د عربي او انګرېزي ادب پر عشقي سندرو باندي لږ لږ وږغېدو، اوس به راحسو خپلو د پښتو عشقي د مين بدلو ته چي دا څه خواص لري؟ څنګه دي؟ څوني دي؟
د مقالې په سر كي مو وويل چي : د ميني د سندرو د ودي او خپورتيا له پاره تل مستعد چاپېر او سم محيط په كار دئ، په بېخي وږي او بې وزلي ملت كي ځكه عشقي سندري نه وي، چي دوى تل د ګېډي په غم اخته وي، ډېر موړ او بډاى ولس هم عشقي سندري نه سي ويلاى، ځكه چي بډايي خلك په عيش او عشرت اخته كوي، ډېر عياش ملت هم د اخلاقو له پلوه كښته ځي او د عشق او ميني پاك او عفيف احساسات يې مري.
موږ چي ګورو د پښتو ژوندون تل پر وسطى مقياس سم راغلى دئ، دوى نه ډېر وږي دي نه خورا بډايان. نو ځكه د دوى د اخلاقو او خويونو سطحه هم پر منځني حال پاته ده او په دغسي حالت كي هم د عشق سندري او د ميني نغمې او بدلي د يوه ملت په ادب كي ډېرېږي او وده كوي.
د پښتو په عامي او خاص ادب كي د ميني سندري خورا ډېري دي، او د دې ژبي د ادب مهم ټوك هم دغه د ميني بدلي دي.
په پښتو عشقي بدلو كي چي په وګړني ادب اړه لري، د عشقي بدلو ټول خواص او مزايا موندل كېږي، دا بدلي تاوده عواطف د سرشار عشق، سپېڅلي احساسات، د جمال ستاينه، د عفيف عاشق او پاك لمني مين د پاك زړه ږغونه لري، د اخلاقو فساد، د عفت منافي روح كورټ نه پكښي څرګندېږي.
پښتون مين تل له ښكلا سره مينه كوي او د ښكلا مظاهر يې ټول خوښ وي، محبوبا ځكه پر ګرانه وي چي هغه هم د جمال يوه پلوشه ده د پښتنو له خورا پخوانو بدلو څخه رانيولې بيا تر هغه وخته چي د پاړسو ادب اغېزه پر دغه ژبه باندي كېږي، ټول اشعار او بدلي د عشق او جمال ښكلي مظاهر دي.
د پښتنو په عشقي بدلو كي د ملي اخلاقو اغېزه هومري قوي ده  چي ډېر لږ اشعار به ځيني تش وي. د چاپېر او محيط رنګ دوين پكښي غالب دئ چي سړى يې په ويلو سره ګرد محيطي مزايا ليدلاى سي.
د پښتونخوا جګ جګ غرونه، بهاند رودونه، شنه دښتونه، زرغونه بڼونه تل د دوى په عشقي سندرو كي ځان ښكاره كوي، له وګړنيو اشعارو څخه دغه څو مثالونه بس دي :
سپوږمۍ پر سر د آسمان راغله
زه خواره ناسته مرور پخلا كومه
پر لويو غرو د خداى نظر دئ
پر سر يې واوري اوروي كښته ګلونه
پاس په كمر ولاړه ګله !
نصيب د چا يې اوبه زه در خېژومه
وګورئ : پښتنه مينه د خپلي كږدۍ و څنګ ته ناسته ده، مرور يا پخلا كوي دا خو د ميني د نړۍ يوه معمولي واقعه ده، تل يار مرور وي او مينه يې پخلا كوي، مګر دلته د جمال يوه پلوشه هم په ادبي تعبير كار كوي، او دغه جمالي تعبير دئ چي لنډۍ خوږوي، سپوږمۍ د آسمان پر سر راتلل د فطرت د ښايست يو خورا ښكلى منظر دئ، په عين دغه ښكلي منظر كي چي د نړۍ د جمال يوه ترجماني ده، د پخلا كولو د زيار دوام او ډېر وخت تېرېدل هم ښكاره كوي د بيان يو بل كمال هم وګورئ : چي دغه مطلب په څه ډول ادا سوى دئ؟ سپوږمۍ خو د څورلسمي په شاوخوا كي خورا وختي د آسمان سر له راځي، نو دا خبره چي د يار د پخلا كولو مركې بايد نيمو شپو پوري رسېدلي وي فقط له دې څخه چي “سپوږمۍ پر سر د آسمان راغله” نه څرګندېږي، مګر بې له دې شاعر دغه مقصد په ښكاره ډول افاده كوي، فقط د كلام په نښلولو او سوق يې خپل مطلب هسي ښكاره كړى دئ، چي سړى د ورايه پوهېږي.
په دې دوهمه لنډۍ كي د لويو غرو طبيعي منظر چي پر سر يې سپيني واروي پرتې وي، او لمن يې د ګلو ډكه وي، په څنګه ښه ډول تصوير كېږي؟
موږ تل د ادب په دنيا كي د بڼ ښكلي ګلونه، د صحرا ښايسته بوټي، او د ګلو او شګوفو ډك ښاخونه ليدلي دي، شعراء يې تل ستايي، مګر پر كمره پاس ولاړ ګل د پښتني ميني ښكلى فطري او فني تصوير او تخيل دئ.
په دريمه لنډۍ كي خو پښتنه مينه خپل عشقي احساسات څرګندوي، مګر دا خپل احساسات د جمال په يوه ښكلي منظره كي داسي پېچي او نغړي يې چي سړى دا نه سي ويلاى چي د شاعر مقصد تش د جمال ستاينه وه كه يې خپل عشقي زيار د هغه ګل په اوبولو كي هم ښكاره كاوه؟
له دغو مثالو څخه داسي څرګندېږي چي د پښتو عشقي سندري لكه د انګرېزي دا چي مو وليدلې تل د جمال له پلوه ښكلي كېږي، او د فطرت له لمني څخه اقتباس كوي، د جمال ښكلي مناظ تل د عشق او ميني په سندرو كي د شاعرانو مرستي دي. وګورئ ! شاعر غواړي چي د محبوبا كبر او غرور ترسيم كړي، د دې ناز او ادا وښيي، او ضمناً هم خپله ځواني او نامرادي بيان كړي دا مهم عشقي مطالب فقط په يوه لنډۍ كي سره نغړي، مګر خپل بيان د جمال په ښكلا هم ښكلى كوي، وايي :
پسرلى ستا له كبره خوار سو
چي زرغونو جستو دي مات كړه ژر ګلونه
دلته د عاشق برنده ځواني او د زلميتوب پسرلى، د ميني كبر او غرور بيا په دغه برنده ځواني د مين نيمه خوا كېدل د ميني زرغوني جستي، او د پسرلي د ژړو ګلو پايمالول يو فني او فطري تصوير دئ، چي فقط په پښتانه شاعر اړه لري، دا خو د وګړني ادب يو څو مثاله وه چي ما دلته راوړل ، په كتابي ادب كي هم دغه ملي ادبي روح هسي ځلېږي چي نظاير يې د دنيا په ادب كي لږ مومو، مثلاً د شيخ متي ⎭ دا د ښكلا سندري څنګه خوږې دي؟ او د جمال له كومي لوړي دنيا څخه نكل كوي؟
كه لمر روښانه مخ يې سپين دئيا د سپوږميه تندى ورين دئ
كه غر دئ ښكلى پرتمين دئلكه هنداره مخ د سين دئ
ستا د ښكلا دا پلوشه دهدا يې يو سپكه ننداره ده
دلته لوى غرونه زرغونېږيد ژوند وږمې پكښي چلېږي
بوراوي شاوخوا كړېږيسترګي ليدو ته يې هېښېږي
لويه خاونده ! ټوله ته يېتل د نړۍ په ښكلېده يې
دمخه مو وويل چي : د عربي ادب د جمال ستاينه تل فردي او شخصي وي او بالعكس د انګرېزي دا مطلقه او جهاني وي، د پښتو ادب ته كه ځير سو دغه دواړي خواوي لري، ځكه چي شاعرانو هم د عمومي او فطري جمال ستاينه كړېده او هم د پښتو په كيسو او نكلو كي ځيني محبوباګاني په نامه ستايلي سوي دي.
پښتانه ځيني ملي عشقي كيسې لري، چي په دغو نكلو او كيسو كي د دوى ملي خصايص او عشقي عواطف ښه څرګندېږي، آدم خان او درخانۍ، ظريف خان او مابۍ، شها او ګلان او نوري ډېري داسي كيسې سته، چي د دغو پهلوانان فرضي نه دي يو وخت دغه د ميني د دنيا اتلان ژوندي وه، او اوس يې هم مزارات خلكو ته معلوم دي.
اما دا شمېر شاعران په خپلو عشقي سندرو كي ځيني د پښتنو مشهور عشقي نومونه لكه عربي او انګرېزي شاعران هغسي راوړي، مثلاً ليلا، محبوبا، شها ، شهۍ او نور داسي نومونه دي چي هر اديب خپله معشوقه په دغو نومونو ستايي او دا نومونه كټ مټ لكه د عربي هند، سلمى، سعاد او د انګرېزي چوليا، الكترا په ډول دي چي د پښتو له كلاسيكي ادبه او كيسو څخه اقتباس سوي دي، مثلاً د شها او ګلان عشقي كيسه په پښتنو كي مشهوره ده، مګر په پښتو ادپ كي شها او شهۍ د هري محبوبي له پاره يو عمومي نوم هم دئ او هر شاعر كولاى سي چي خپله محبوبا (شها) وبولي، خوشحال خان وايي :
بل مخ مه ګوره خوشحاله !مخامخ شه په “شها”
احمدشاه بابا وايي :
غم د زړه مه خوره هيڅكله احمدشاهه !
چي د زړه غم خوره تل لكه “شها”لرې
په دې ډول دغه درې ادبه يو له بله سره ورته دي او ډېر سره نژدې دي. په هغه بله خوا كي چي ځيني ديني مشاهيرو هم عشقي بدلي ويلي دي او په عربي او انګرېزي ادب كي مو مثالونه در وښوول، كټ مټ د پښتنو ملي او ديني مشاهيرو هم دغسي كړي دي، بلكي زموږ اكثر اجداد هم عشقي بدلي لري، هم په ولايت او تقوا مشهور دي، لكه بېټ نيكه، شيخ متي، احمدشاه بابا، د حاجي ميرويس خان مور او نور پښتانه ادباء لكه رحمان بابا، دولت او نور …
په اكثرو ادبي تعابيرو او معانيو كي د پښتو ادب د عشقي سندرو همرنګي له عربي او انګرېزي ادبه سره په ښه ډول زياته ده، او هغه معاني او مضامين چي په نورو آدابو كي ليدل كېږي، دلته يې هم وينو، مثلاً د پساله په خصوص كي مو دمخه د كراشو او جميل د وينا نمونې در وړاندي كړې، كټ مټ هغسي مضمون په دې لنډۍ كي هم سته :
ټيك پر تندي مه ږده په سيزم
خو تش اوربل دي هم اورونه لګوينه
رحمان بابا وايي :
مخ دي بې خط و بې خاله هسي زېب كا
چي يې هيڅ حاجت په خط و په خال نشته
انګليسي شاعر ټنيسون او عربي شاعر الحميري دواړه په يوه ږغ وايي كه محبوبا پسله مركهـ د دوى خاورو لره ورسي نو به د ميني جذبه دوى راولاړ كړي او زړونه به يې ژوندي سي، عرب او انګليس شاعران دواړه په دې خوا كي د فكر ملګري سره لري، مګر پښتون شاعر دغه ښكلى فكر په بل راز او خپل دود ادا كوي، دى خو په تورو خاورو  كي هم د مين راتګ ژوندى كوي، مګر دا ژوند چي د عشق او ميني يوه بين المللي خاصه ده په پښتونخوا كي محيطي رنګ هم مومي ! پښتون د خپلي پښتونولۍ احساسات او غرايز هم ورسره ګډوي د ده د عظام رميم هره ټوټه په تورو خاور كي هم له ننګه ډكه وي، وګورئ په دې لنډۍ كي دغه مضمون څنګه راغلى دئ چي نه الحميري ور رسېږي، نه ټنيسون :
د ننګ ټوټه به مي هر هډ وي
كه پسله مرګه مي پر ګور راسې مينه !
دلته پښتانه شاعر دا ونه ويل چي : ژوندى به سم يا به له تورو خاورو څخه نارې غلبلې ووهم يا به مي زړه د محبوبا په پښو كي ورغړي. دا تصاوير د عربي او انګليسي شاعر په ذهنيت پوري اړه لري، پښتون شاعر تصريح نه كوي چي ژوندى كېږم، ځكه چي دا خبره ممكنه نه ده، او مستحيله ادعاء شعر له خپلي طبيعي والي څخه باسي. خو وينا يې هسي سره پيودلې ده چي د مړه عاشق ژوند هم ځني څرګندېږي، ولي په ننګ او د پښتونوالي خصايص په ژوندانه اړه لري.
دا خبره په ښه ډول خوندول غواړي چي د پښتانه مين هر هډ تر تورو خاورو لاندي هم د ننګ ټوټه وي، او دا ټوټې كورټ د حيات او ژوندانه خصايص له لاسه نه باسي او تل د پښتانه مين د هډو په ډول پاتېږي.
دا وه د پښتو د عشقي سندرو ځيني مزايا او ادبي خصايص چي لنډ لنډ عربي او انګليسي سره پرتله سول.
د دې څېړني لمن خورا ارته ده او زه نه سواى كولاى چي ټوله د ويلو وړ خبري دلته وكاږم، نو ځكه خپه وينا پرېكوم، بيا به سره ګورو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply