انسان : په عربي، انګليسي، پښتو ادب كي

علامه عبدالحی حبیبی

0 192
(۳)
انسان : په عربي، انګليسي، پښتو ادب كي
علامه عبدالحی حبیبی
له هغه وخته چي انسان پخپل مسكن او ټك كي پر آرامه سوى او عقليت يې جګ سوى دئ، ده ته د خپل ځان فكر ورلوېدلى دئ، چي زه له كومه ځايه راغلى يم او چيري ځم؟
انسان په دې اكتفا نه ده كړې چي يوازي د ژوندانه اړتياوي پوره كړي، بلكي تل د ژوندون څنګه والى (ماهيت) او غايه پلټي، او تر ژوندانه وروسته هم ښه حال غواړي، د انسان له دغو پوښتنو ګروېږونو څخه د ده لومړني عقليت هسي ځوابونه ويل، چي ځيني به صادق وه، او ډېر به هم وهمي وه !
نو له دغه جهته د ده په عقايدو كي اصلاحات كېده، د پخوانو افكارو تعديل او تهذيب كېدى، او له دغه سببه هم دين او فلسفه پيدا سوه چي د انسان خرافي او وهمي عقايد ور سم كړي.
ادب هر وخت له دين او فلسفې سره پر دې لار ملګرى دئ او د انسان د ځان پېژندني تاْملونه او فكرونه ضبطوي، او د حل لار يې هم ښيي، انسان هر وخت د ژوندانه او مرګ فكر وهي، د فن او صناعت او علم په زور يې مشكلات حل كوي، او ډېر د ژوندانه موانع او سختۍ له منځه باسي، ادب هم له انسانه سره په دغه زيار كي مل دئ، او د ده د تفكير او تاْمل ترجماني كوي، كله يې د بري او سعادت زيرى كوي، كله چي د تشاوْم او قنوط خوا ته ځي.
يو وخت د انسانانو يوه ډله د ژوندانه پر ډګر برى مومي، په ځان باور لري، د خوښۍ او هوسايۍ اسباب ټول ځانته تياروي، دلته نو ادب د دوى دغه د برياليتوب احساسات څرګندوي، همتونه كلكوي، او د عزيمت فتور او سستي له دوى څخه هېروي. كله چي په مايوسي او ساړه محيط كي ولوېږي، نو د تشاوْم رنګ ځني ښكاري.
د انسانانو د مدني او مهذب مجتمع او د ژوندي ادب خواص هم دا دي چي دا لاندي شيان پكښې وي، د انسان تاْمل او تفكر په خپل ځان كي، په كايناتو كي د انسان مقام او منزلت د انساني قواوو ازمويښت او غايې او مقاصد يې.
د هر ملت ادب چي په دغو شيانو كي د تفكير اگّثار او نخښي لري هغه ادب ژوندى او ټينګ او د قيمت خاوند وي، مثلاً يوناني ادب او مدنيت فنون ټول د انساني جمال او بطولت بيان په ښه ډول كوي، خو له بله پلوه انساني نقايص هم ښيي، انسان  په خوښي او عيش او تمتع كي ډوبوي، د حيات آلام او ويرونه هم ښكاره كوي، مګر له قيده يې د حريت ډګر ته نه راباسي … په دې ډول يونانى ادب د انساني ژوند ژوند څرګندونه او ښكاره كول په هسي توګه كوي چي يوناني او كلاسيكي ادب ته په اوسنۍ اروپايي اصطلاح “انسانيات” وايي او سړى يې په مطالعه سره يوازي د هغې پخوانۍ دنيا په اوضاعو نه خبرېږي، بلكي د هغو خلكو د نفس په احوال هم پوهېږي.
د يوناني ادب دغه خاصيتونه او مزايا انګليسي ادب ته هم راغلي دي او په دې ادب كې هم هغسي انساني ابحاث وينو، لكه يوې خوا لكه يونانى ادب انسان تجميد كوي او ښېګڼي يې ښكاره كوي له بلي خوا د ياْس او تشاوْم خبري لري.
د يونان ډرامو يو موضوع تعقيب كړې وه او هغه دا وه چي انساني آمال يې د نصيب او قسمت په توره پرېكوله انګليسي ادب هم دغه روح لري.
د شكسپېر د رواياتو موضوعونه كټ مټ د يوناني ډرامو په ډول دي، هملټ، ايتل، ماكيت عيناً لكه يوناني ډرامې هغسي دي. د ابطالو مشاهيرو او پهلوانانو بيان كوي، د عقل، شجاعت او نورو فضايلو مظاهر ښكاره كوي، مګر سره د دغه هم بيا د ټولو لويانو او اتلانو مقدرات د نصيب په لاس وركوي. نو د ده روايات او كيسې د انساني حيات مختلف پلوونه ښكاره كوي. شفقت، ياْس، احتقار، اكبار، سخريه او خندا ټول پكښې وي. په نوي انګليسي ادب كي هم په انساني نفس كي د تاْمل ابحاث ډېر دي، ادباء تل د نفس د مطالبو او منزلت او خطر څرګندونه كوي، مثلاً هارډي دغه بحث له تمثيلي حالته د عادي كيسې ډګر ته راوستلى او د اتلانو او ابطالو څخه يې عادي مجتمع ته هم راكش كړى دئ. ده “تس” نومې فقيره ښځه د “اوفيليا” بدايي سره سمه كړې او اقوياء يې له بې وزلو سره په انساني آمالو كي پرتله كړي دي او دا يې ښكاره كړې ده چي د انساني نفس ميلان او آرزو په هر حال كي سره ورته ده.
د ادب بل مشهور او مهم بحث مرګ دئ، چي د انسان په ژوندانه كي ډېر اثر لري، او تل انسانان دې خوا ته ملتفت دي، لوى لوى ادباء په خپل ادب كي دې شي ته ځاى وركوي او انسان يې له پېښېدلو او راتګه خبروي، عمر خيام خپل ډېر رباعيات دې مقصد ته وقف كړي دي، شكسپېر هم تل په مرګ كي فكر وهي، ورته ګوري د خپلو رواياتو ابطال د مرګ له پلوه ږغوي، هملټ په خلوت كي د مرګ فكر وهي، ځي د خپلي ميني له پاره قبر كيني، د نورو مړو كوپړۍ راكاږي چي هلته خپله مينه ښخه كړي. دى په خپلو عشقي بدلو كي تل د حزن او وير پر وخت د مرګ يادونه كوي.
شيرلي يوه ښكلې سندره لري چي د مرګ بيان كوي، دا سندره دوني مشهوره ده چي اكثر بيتونه يې د متل په ډول په خولو كي لوېدلي دي، او د عمر خيام له ډېرو رباعياتو سره مطابقت هم لري.
كيټس يو خورا ښه شعر لري چي د خپل ضعف پر وخت د مرګ له بسبئ (شبح) سره داسي مخامخ كېږي :
“هغه وخت چي ما ته بېره راولېږي چي زه به د ډېرو عقلي ميوو تر ټولو دمخه ولاړ سم … او دغه به لكه پخې مېوې پخپلو كتابو كي ځاى نه كړم … هغه وخت چي د شپې پر مخ د ستوريو رموز وينم، او دوى د لوړي دنيا داستان راته لولي، او زه پوهېږم چي زما ژوندون هم لكه دوى تر سهاره دئ … هغه وخت چي زه پوه سوم چي اې ښكلې بيا به تا ونه وينم، او ستا د ميني سحرناك قوت به نه وي … نو په دغو وختو كي زه د نامرادي دنيا پر غاړه درېږم او فكر كوم … تر څو چي مينه او لوبي دواړه وركېږي”.
انګليسي ادباء په دغه باب كي له دريابه سره عجيبي خبري لري، د “ټنيسون” بيتونه په دې خصوص تر ټولو ښه دي، دى درياب مفكر او غمجن ويني، له دې جهته چي يو ښه صديق او دوست ځني تللى دئ او هلته وايي :
“اې دريابه ! ځان پر كلكو پرښو مات كړه ! هغه د ماهيګير زوى چي د خپلي خور سره لوبي كوي، څنګه خوښ دئ ! اما زه … هغه لاس چي به مي تل په لاس كي و، راڅخه ولاړ … او هغه څوك چي به راته ږغېدى پټه خوله سو …”.
شيلي هم زمانه له دريابه سره تشبيه كوي، او داسي خطاب ورته كوي :
“اې ناپايه دريابه ! چي څپې دي كلونه دي، او د انسان د اوښكو په ترو وتريو يې ستا مدوجزر پر انسانيت راګرزېدلى دئ … نو ته نور څه غواړې؟ د انسان بقايا خپلو وچو او بې ګټو غاړو ته راوغورځوه !…”.
په دې ډول انګليسي ادباوو د مرګ تصوير كړى دئ او لكه د انسان په فطرت كي چي پرته ده، دوى تل د انسان په ماضي او حاضر او مستقبل كي فكرونه كوي، كله د حيات ښېګڼي او خوندونه ښيي، كله يې سرور او بدۍ بيانوي كله يې توره خوا او كله يې رڼه خوا څرګندوي.
د انسان سپين اړخ د ابطالو په شهامت او د جمال په ښكلا، او د ژوندانه په ښېګڼو ښكاره كوي، او نور اړخ يې د شقاوت او وير او الم په مناظرو كي ښيي، نو اديب پر ژوندانه احتواء كوي او ټول د حيات ډولونه او فنون ګوري، هر پلو يې لكه چي ښايي هغسي څرګندوي.
ټنيسون په هغه قصيده كي چي د يوه خپل مړه ملګري په وير كې نظم كړه يوازي د  خپل ملګري ياد او وير نه كوي، بلكي د ژوندانه مختلف نواحي ګوري، او په عامه سترګه يې ويني. شكسپېر هم د ميني او رشتيا ميني پر لار خپل ټول نفسي خفايا څرګندوي، دى يوازي انسان د نصيب او قسمت په لاس كي نه اچوي، بلكي د شهامت او بطولت پر لار يې د اميد او آرزو په رڼا كي سترګي ور خلاصوي.
د انسان تور اړخ اكثر شعراء او ادباء په زړه ژوبل كړي دي، مورډ سورټ چي خپل احلام په ښه او روڼ انساني مجتمع كي تصوير كول د فرانسې لوى انقلاب هسي خواتورى كړ چي فقط د فطرت ښكلاوو ته يې مخ وګرځاوه او خپل اشعار يې د طبيعت په ستاينه ښكلي او خواږه كړل، كيټس چي د ژوندانه له ويرو او تيارو څخه په عذاب سو، هم يې دغي خوا ته مخه كړه.
د شيلي يو شعر او زيماند ياس مصري د انسان دغه دوه اړخه ښه تصوير كوي، د انسان بطولت او ضعف او فنا څرګندوي او وايي :
“ما يو مسافر په يوه زړه مځكه كي وليد چي ويل يې : په دښت كي دوه بوټي د ډبرو تر منځ شنه سول شاوخوا يې رېګو نيولې وه، ريښې يې ټينګي نه وې، دې بوټي د خلكو له زړو څخه غذا خوړله او د لاس و پښو څخه يې نار جوړ سوى و، او دا كلمات پر ښكاره كېدل : “لوړ او زيماندياس ملك الموت” اې جبارانو زما حال وګورئ ! هيڅ شى نه دئ راپاته، شاوخوا ته بېله وچي صحرا او بټ بېديا او وچو رېګو بل شى نسته”.
په دې ډول شيلي د هغه پاچا عظمت، او د مرګ سطوت او د فنا بطش او سختي په ښه ډول په فني قلم تصوير كوي.
عربي ادب هم د انسان نشئت او احوال او د ورتګ ځاى ته ډېگر ملتفت دي هر څوني چي ثقافت او حضارت د دوى ډېر سوى دئ هغوني يې دغي خوا ته ډېره توجه كړې ده.
په جاهلي ادب كي فقط لږ لږ اشعار داسي موندل كېږي چي شاعر د انسان ضعف او د ژوندانه لنډوالى بيانوي، په دغه عصر كي شاعر تل د ځان او خپلي قبيلې مجد او لوړتيا وايي، مګر هر څوني چي علم او پوهنه ډېرېږي، عربي شاعر د انسان فناء او ضعف ته ډېر ملتفت كې،ي. د اخطل او شماخ او جميل په اشعارو كي دغه شى دوني نه ليدل كېږي لكه د بشار او ابو نواس او ابو تمام په شعر كي چي سته. په دريم او څلورم هجري قرن كي دا تفكير د علم او فلسفې د پخېدلو سره ډېر پوخ سو او د عربي لويو شاعرانو په افكارو ګډ سو. مثلاً ابن الرومي، متنبي، شريف، معري ټوله دغه انساني فلسفه پخپل شعر كي لري، ابن الرومي ژوندون له طبيعي ښكلا څخه يوه ننداره بولي او اغتنام يې هم لازم ګڼي، معري ژوندون شقاوت او متصل شر بولي، متنبي خلك ټول د قتل وړ بولي او وايي :
و من عرف الايام معرفتي بهاگ
و بالناس روى رمحه غير راحم
دغسي عربي شاعران تل د انسان په ژوندانه كي غور كوي او هر څوك يې د خپل تشخيص سره ستايي دوى ويني، چي انسان څنګه ضعيف او څنګه هم لوړ دئ؟ د ژوندانه دواړه اړخونه يې په غور ګوري، متنبي پخپل شعر كي د اسلامي امپراتورۍ شاوخوا ويني، ګوري چي تر اسلام دمخه شرقي خوا يعني اېران څه طمطراق درلود او اوس څنګه دئ، نو وايي :
اين الاكاسره الجبابره الاولى
كنز والكنوز فما يقين و لا يقوا؟
بيا غربي امپراتورۍ مصر ته ګوري، او داسي يې يادوي :
اين الذي ا لهرمان من بنيانه؟
ما قومه؟ ما يومه؟ ماالمصرع
يعني كسراګان او هغه ددوى خزانې څه سوې؟ هغه څوك چي د مصر اهرامونه يې بنا كړي وه څه سوه؟ قوم يې څه سو؟ ورځ يې څه سوه؟

انګليسي او عربي ادب چي انسان ته كم نظر لري په لنډ ډول مو لوړ ولوست، د پښتنو ادب هم طبعاً د انسان په ماهيت كي ږغېږي، شعراء او ادباء د دغه تفكير په درياب كي غوټه كېږي.
هغه ادب چي د بساطت او بداوت په غېږ كي تربيه سوى دئ، طبعاً دغسي فلسفي او علمي كتني نه لري، مګر كم ادب چي موږ يې كتاب ادب بولو، په دغو افكارو ډك دئ.
پښتو ادب شديداً د مشرق د تصوف تر اثر لاندي دئ دا ښكاره ده چي تصوف تر هر څه ډېر په انساني نړۍ كي تدقيق كوي، فلسفه چي د انسان او انسانتوب له پاره كم معايير لري هغه ټول په تصوف كي خوندي سوي دي، او د فلسفې د نيوفلاطونيزم مسالك كټ مټ په تصوف كي سته.
له هغه وخته چي پښتو ادب نشوونما كړېده، پر مشرق او د پښتونخوا په شاوخوا كي د تصوف افكار عام وه، اېران او هند د دغو افكارو مهم مراكز دي. علاوه پر دغه د يونان د فلسفې د نوي فلاطونيت اساسونه چي د عربو په فلسفه كي ټينګ سوي وه دا ټول په شرقي دنيا كي له مصره تر چينه د عربي ژبي په وسيله كي خپاره سول او د پښتو پر ګاونډي ادب يعني د اېران او هند پر ادب يې ښكاره اغېزه وكړه نو ځكه د تصوف مبادي او اصول په ادب كي كټ مټ د پاړسو په دود داخل سوه.
د پښتو د ادب نظر انسان ته، كټ مټ هغه د تصوف او نيوفلاطونيزم نظر دئ انسان د لوى خالق او صانع د قدرت مظهر، او د ده د جمال يوه ننداره ګڼي، او ټولي ښېګڼي يې د قدرت له سرچينې اقتباس بولي، خوشحال خان د انسان دغه ظاهري بدن چي د ده په ادبي او ښكلي تعبير، “د اومو خاورو كندو” دئ د قدرت له ښكلا او زېبايۍ څه نماينده بولي، او هسي وايي :
د اومو خاورو كندو دئتا زېبا كړ په څو رنګه
عجب زړه دي پكښې كېښتا دانا كړ په څو رنګه
د ثنا ژبه دي وركړه !تا ګويا كړ په څو رنګه
معرفت دي پكښې كيښتا آشنا كړ په څو رنګه
دا نظر په ټولو ادباو او شاعرانو كي عام دئ او زما په عقيده دغه راز افكار له خورا پخوانۍ زمانې څخه په پښتو كي وه، ځكه چي د نوو محققينو د پلټني له رويه عين د ويدا كتاب هم د تفكير هسي رنګ لري او د “وحدت الوجود” فكر له هغه وخته په آريايي اقوامو كي و.
علامه ابو ريحان البيروني په كتاب ا لهندي كي له هندي آريايي كتابو څخه مفصلاً دغه عقايد بيانوي، پخپله اپنشده چي د ويدا په شروحو كي يو كتاب دئ، دغه آريايي فكر ښه توضيح كوي.
ريګويدا هم انسان ته په لوړ او كښته اصل قايل دئ، ملكي او علوي اخلاق او ښه اوصاف يې له (ديوس پتا) يعني آسمانه څخه ګڼي او “پرتهوي ماتا” يعني مځكه يې مور بولي. دغه دوې خواوي يعني لوړ او كښته تل د انساني فطرت، خميره بولي او له دغه جهته نو د انسان عظمت او لوړتيا او بيا دده كښته توب هم سنجوي.
دغه فكر چي له پخوا زمانې څخه په پښتنو كي موجود و اسلامي تصوف ښه پسي ټينګ او ښكاره كړ، چي پخپله د انسان وجود د خالق د قدرت يو جامع مظهر دئ، خوشحال خان وايي :
د دې خپل وجود په باغ كيپه هر شان ننداره ګوره
چي هر ګل و ته نظر كړې د باغوان ننداره ګوره
بل ځاى د انسان لويتوب هسي څرګندوي :
جهانونه څه لږ نه ديته يې نه وينې نادانه !
ګوره څو دي هسي زمكي؟ ګوره څو هسي اسمانه؟
واړه ځاي دي ستا په زړه كي اې تر عرش لويه انسانه !
آئينه د زړه صيقل كړه چي يې ووينې اې جانه !
كه دي دا ننداره وشي جدا نه يې له سبحانه !
په دې ډول پښتو ادب انسان يو لوړ مخلوق او د خالق د قدرت ښكلى مظهر ګڼي، مګر د دغه مخلوق د ضعف او عجز خوا هم روښانه كوي، متنبي عربي شاعر د دغه مقصد له پاره تر خپل محيط او عصر دمخه يې د كسرى او د اهرام د بنا كوونكي ياد يې د عبرت په ډول كاوه، مګر خوشحال خان د خپل عصر په مناظرو كي هسي د عبرت ننداره راښيي :
اورنګزېب چي آرايش د تخت و تاج كا
تخت و تاج به يې مرګى تاخت و تاراج كا
په جهان كي به يې پاتو ښه بد نوم شي
د زده، چاري د كسى كه د حجا كا
رحمان بابا د انسان ژوند د مځكي او اسمان د ژرندي تر پلو لاندي څنګه تصوير كوي :
هسي تېز درومي دورانګويا برق دئ درخشان
د آسيا په څېر ګردش كاپه زمين باندي آسمان
ككرۍ دي د سړيوچي ووړېږي تر دا ميان
Leave A Reply

Your email address will not be published.