اسلام او دیموکراسي

دوکتور محمد عثمان تره کی

174

۲۹/۰۴/۲۰۲۱     

د افغانستان راتلونکې سیاسي نظام چه بنسټ یې د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې ایښودل کیږي د یو سترسوال سره مخ دي : آیا اسلام او دیموکراسي سره جوړیږي ؟

د راتلونکې مذاکراتو برخوالو که د مطرح سوال، ځواب له ځان سره ولري، مطمئناً  په موضوع باندې د حاشیوي مشاجراتو مخه نیول کیږي.

داسې مالومیږي چه په افغانستان کې د سولې مذاکراتو برخه لیک تر زیاتې اندازې پورې د دیموکراسي او اسلام تر منځ د اړیکو پر محور باندې راڅرخي.

په موضوع باندې د پیړیو په اوږدو کې د مشاجراتو بهیر را روان دي. خو موږ د یو اکادمیک دریز په بنسټ باندې په لنډو بحث ته داخلیږو او هغه وروستي واقعیتونه څرګندوو چه د ورځنیو حالاتو سره په تړاو کې وي.

دیموکراسي د لویدیزو هیوادونو تاریخي لاسته راوړنه ده چه پکې د تاریخ په اوږدو کې سیاسي آزاديو او حقونو (راي، ټاکنو، مطبوعات، بیان، ګوند، ټولنه . . . ) له اقتصادي آزادیو او حقونو (مالکیت، تجارت، تصدي . . . ) سره جوخت  پرمختګ کړې او په عمومي کولتور بدلې شوې.

پانګه وال اقتصاد د خپلې ودې د پاره اقتصادی حقونو او آزادیو ته اړتیا درلود. خو د اقتصادي آزادیو او حقونو پرمختګ پرته  د سیاسي آزاديو د تأمین نه ممکن نه وو: پانګه وال د خپلې ګټې د تضمین په مقصد باید پارلمان ته لاره پیدا کړي او د قانون د وضع کولو امتیاز تر لاسه کړي. دلته د راي حق، انتخابات، د دولتي قواو جلاوالې ( تفکیک )، د خلکو په وړاندې د حکومت مسئولیت، مدني حقونه د پانګوالو نظامونو د تکامل بنسټ او ورسره د دیموکراسي د ودې بستر رامنځته کړ.

په وروسته پاتي اسلامي هیوادونو کې یاده پروسه مطرح نده.  د اقتصاد او سیاست تر منځ د نا انډولې  ودې د شتوالې له کبله د دیموکراسي د پاره زمینه نده مساعده شوې. په اسلامي هیوادونو کې دیموکراسي د لویدیز نه په تقلیدي بڼه مطرح شوې او ورته د یو صادراتي توکې په حیث کتل کیږي. د اقتصادي، ټولنیزې او فرهنګي وروسته پاتې حالت څخه پرته نور لاملونه د دیموکراسي د ارزښتونو د پلې کولو مخه ډب کړې. د هغې جملې څخه :

الف – کله چه په لویدیز کې جمهوریت او دیموکراسي د ودې په حالت کې وو، لویدیز ښکیلاک سر راپورته او اسلامي هیوادونه تر خپل تسلط لاندې کړ. د مسلمانانو په عامه ذهنیت کې دیموکراسي د استعمار په تړاو مطرح او ورڅخه کرکه پیدا شو.

ب – دیموکراسي د پلورالیزم (د فکر تکثر) او مشاجراتو له لارې د حقیقت موندلو په لټه کې دي. اسلام واحد او تلپاتې حقیقت پیژني چه د نصوصو په بنسټ باندې ولاړ دي. اسلام د معتقداتو په اړه هیچا ته د شک راوستلو اجازه نه ورکوي او د خپل عقیدوي اصولو په اړه مشاجره او ګذشت (تولرانس) نه مني.

د اسلامي اصولو له مخې واکمن  او مذهبي علما د خداوند ج  واجب التعمیل  اراده منعکسوي. دلته د مسلمان واکمن په وړاندې پاسون او د ټاکنو له لارې د ولس اراده نه مطرح کیږي.

ج – دیموکراسي د دولت اتوریته ته تاوان رسوي. بیرته پاتې اسلامي هیوادونه د چټک اقتصادي پرمختګ او ملت جوړولو د پاره پیاوړې مرکزي اقتدار ته اړتیا لري.

ځینو اسلامي هیوادونو د لویدیز سره د ښې اړیکې د ساتلو په مقصد د جمهوریت او دیموکراسي اصول په خپلو اساسي قوانینو کې ځاي په ځاي کړل. خو د جمهوریت او دیموکراسی ارزښتونه د اساسي قوانینو د چوکاټ څخه عمل میدان ته ورداخل نشول: پارلمان په مصنوعي تشریفاتي کړنو مصروف شو. د تقلب نه پاک انتخابات تر سره نشو. جمهوریت د موروثي سلطنت لاره غوره کړه :

احمد سوکارنو ۲۳ کال د اندونیزیا ولسمشر پاتې شو. صدام حسین ۲۴ کال د عراق ولسمشر وو. حافظ الاسد د سوریی عربی جمهوریت ۳۰ کاله په قدرت منګولې ښخې کړې. د ده زامن ( د جمهوریت وارث ! ؟ )  د  ۲۱ کال په موده کې تر اوسه پورې د سوریي ولسمشر دي. معمر القذافي د لیبیا په عربي جمهوریت کې ۴۰ کاله واکمن وو.

کله چه د دیموکراسي او اسلام اړیکې مطرح کیږي د نظر خاوندان پاکستان خوا ته پام اړوي: د دغه هیواد د رامنځته کیدو ( ۱۹۴۷ م ) تر اوسه پورې پوځ اصلي واکمن دي.

پوځ درې وارې ( ۱۹۵۸، ۱۹۷۷، ۱۹۹۹ م )  د ملکي حکومت په وړاندې کودتا وکړه. د حکومت اوسني مشر عمران خان د پوځ ګمارلې سړي دي چه د ټاکنو تر پوښښ لاندې واک ته رسیدلې.

 د دیموکراسي د ودې د یو مساعد  چاپیریال د نشتوالې له کبله پاکستان د لویدیز دیموکراسي په تطبیق کې ناکام شو، بې له دې چه پخپله د « اسلامي دیموکراسي » د فورمول په جوړولو کې بري تر لاسه کړي.

دلته باید دوه ټکې ته پام واړول شي :

یو دا چه په اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسي او جمهوریت ناکامه آزموینه عمومیت نلري (په موضوع باندې وروسته رنأ اچوو ).

بل دا چه په هیڅ یو اسلامي هیواد کې د دیموکراسي او جمهوریت د ناکامیدو په پایله کې « اسلامي امارت » د دیموکراسي او جمهوریت د ځاي ناستې په توګه اعلام نشو. د دیموکراسي او جمهوریت تر نامه لاندې مسلمان دیکتاتوران او په ځینو مواردو کې پوځيان د اقتصادي او ټولنیز چټک پرمختګ تر پلمې لاندې په سیاسي قدرت قبضه ولګول.

په اسلامي هیوادونو کې د جمهوریت تر نامه لاندې د دیکتاتورانو اوږد مهاله واکمني اسلام ضد کړیو ته تبلیغاتي لاسوند ورکړې چه ادعا وکړي په مدرنو دولتونو کې اسلام او شریعت په کافي اندازه دینامیزم، فکري خلاقیت او د انعطاف سرچینې نلري. اسلام  د داسې مدني ټولنې چه په چټکي سره وډه کوي، د اقتصادي ادارې د ظرفیت څخه بې برخې دي.

خو کله چه موږ یو شمیر سترو اسلامي هیوادونو ته چه د دیموکراسي او اسلام تر منځ د تفاهم او ګډ ژوند په بستر کې با ثبات نظامونه جوړ کړې پام اړوو، د اسلام  په ضد د بې ځایه تبلیغاتو په واقعیت پوهیږو.

واقعیتونو ته په کتو سره داسې مالومیږي چه د اسلام او دیموکراسي د ارزښتونو تر منځ دومره واتن چه سیاسي اسلام ورباندې چُرت وهي نشته. واتڼ اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي چاپیریال رامنځته کړې نه د نظام څرنګوالې : شورأ د اسلام د سیاسي نظام بنسټ او د دیموکراسي د ملأ تیر جوړوي.

راتلونکې بحث په اسلامي نړي کې د دیموکراسي او جمهوریت مخکښو هیوادونو ته ځانګړې کوو. وبه وینو چه څنګه یو شمیر اسلامي هیوادونه د اسلام او دیموکراسي تر منځ د ګډ مخرج  په لټه کې لاسته راوړنې لرلې ( د بحث دوهمه برخه ) .

جنګ ځپلې افغانستان د دیموکراسي د اصولو د پلې کولو په لور په صفري نقطه کې قرار لري. ( دا زموږ د بحث وروستي یعنې دریمه برخه به وي ). « پاي»

Comments are closed.