!طالبان او جهادي مافیا، بېل نومونه ګډې موخې

سرلوڅ مرادزی

296

مرکزي حکومت په کور دننه د دوه شرګډو ځواکونو سره چې له بهر يې ملاتړ کیږي په مبارزه او جګړه بوخت دی. دا شرګډي ځواکونه، یوخوا طالبان او بلخوا جهادي مافیا ده.

طالبان د افغان مرکزي حکومت او افغانانو د «اوربند او سولې» وړاندیز او غوښتنو ته غوږ نه ږدي او د «امارت او اسلامي نظام» په پلمه د اسلام اباد د ګټو لپاره جنګیږي، خو جهادي مافیا بیا چې یوه برخه يې حکومت کې شریکه ده؛ په نظام کې دننه سبوتاژ کوي او د نظام په کمزورتیا؛ طالبي امارت ته لار هواروي.

طالبان د افغانانو له اصلې غوښتنې څخه چې «دایمي اوربند او سوله» ده، تل څنګځن او ښویه تېریږي او پرځای یې خپل ځانګړي او ناتعریف شوي امارت او اسلامي نظام ته د لاسرسي په موخه، تر (یو زرو، یو) ډېرې غوښتنې او پلمې وړاندې کوي!

طالبانو په تېرو دوه لسیزو کې هیڅکله هم د افغانانو د سوله یزو غوښتنو او موجود نظام سره د اړیکو د ښه کولو او رغولو په نیت، کوم نووښت او وړاندیز له ځان نه دی ښودلی او تل یې خپلې غوښتنې ګام په ګام، په سرتمبګۍ او یو اړخیزه ډول وړاندې کړې او پلې کړې دي.

افغان حکومت که څه هم په تېر کې د طالبانو د غوښتنو په وړاندې د اسلام اباد او امریکا په فشار له خپله اړخه، بې له دې چې طالبانو د افغان حکومت غوښتنې په پام کې نېولې او یا یې پلې کړې وي، غاړه ایښې او هغه یې پلې کړي؛ خو نور باید د داسې غوښتنو پلیتوب ته نه ووايي او دا لړۍ باید «اوربند او سولې» ته د رسېدو په شرط پورې وتړل شي او تر هغه مهاله ودرول شي!

طالبان د کوچني اختر د رارسېدو په درشل کې، د دې پرځای چې په «اوربند او سوله» فکر وکړي او پریږدي چې ټول افغانان په خوښۍ او سوله کې اختر تېر کړي، په تورو لېستونو کې د خپلو څو تنو بندیانو د خوشې کېدو غم اخیستي او تر ټولو بده دا چې «اوربند او سوله» د دې بندیانو د خوشې کېدو په پلمه، یرغمل نیسي.

طالبان وایې« په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په ‘تورو لېستونو’ او د ‘جایزو په لېستونو’ کې دي. دوی زیاتوي دا ډول لېستونو په شتون کې ګرانه ده چې د افغانستان قضیه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي، بي بي سي»

د خندا وړ د ا ده، طالبان«اوربند او سوله» د بهرنیانو له تور لېست څخه د خپلو کسانو خلاصون پورې مشروط بولي او په دې پلمه د افغانانو خوښي او اختر په وینو لړي. پکار خو دا ده چې طالبان که ځانونه افغانان بولي، لومړی باید په کور دننه «اوربند او سوله» وکړي او بیا دې د داسې بندیانو د خلاصون او نورو ستونزو په حل کې، افغان دولت سره په ګډه هلې ځلې او هڅې ترسره کړي.

اوربند او سوله باید تر نورو مسایلو او شرطونو لومړی وي. نور ټول مسایل په اور بند او سوله کې په اسانۍ حل کیږي. تر اوربند او سولې، نور مسایل مخکې بلل او یا اوربند او سوله په هغو پورې تړل او مشروطول، د اوربند او سولې په وړاندې درېدل دی او هغه برغمل نېول دي.

طالبان د اسلام اباد او نورو په فشار پر افغان دولت روږدي شوي، په تېرو دوه لسیزو کې یې خپله هره ناروا غوښتنه پر افغان دولت منلې. دغه لړۍ باید ختمه او ورته نه وویل شي!

د قطر په دوحا کې، په افغانستان کې د«اوربند او سولې» پرځای؛ د امریکا او طالبانو ترمنځ د«اور، کم» توطیه او بیا د هغې پر بنسټ، څه د پاسه پنځه زره طالبي بندیان خوشې کول؛ پر افغان دولت یو داسې فشار ګڼلی شو چې طالبان يې زړور کړل، څو د بهرني فشار په مټ د خپلو دا ډول نورو غوښتنو منلو ته لاره هواره کړي او هر ځل د ریښتیني اوربند مخه ډب کړي.

افغانان له طالبانو پوښتنه کوي، د ژمنو خلاف مو خوشي شوي بندیان ولې د جګړې جبهې ته بیرته واستول، په دوحا کې لاسلیک شوی «اورکم» مو ولي د جګړې د دوام او سختوالي لپاره د یوې وسیلې پتوګه وکاراوه!؟

په همدې لامل، طالبان د دې پرځای چې د افغان حکومت پلاوي سره په دوحا کې د خبرو میز ته حاضر شي او یا د ترکیې په ستانبول کې جوړېدونکي سولې کنفرانس ته د «اوربند او سولې» په موخه لیوالتیا وښۍ، د خپلو فرعي غوښتنو په پلمه د اوربند په وړاندې دریږي.

بېځایه نه ده چې افغان حکومت اړوځي له تور لېست څخه د طالبي بندیانو خوشې کول د «اوربند او سولې» پورې مشروط وګڼي او ترڅو چې اوربند نه وي شوی، د طالبانو په هیڅ غوښتنه او ژمنه باور ونه شي!

افغانان هم  له حکومته غواړي چې د« سولې خبرو د بریا لپاره باید د طالب مشرانو نومونه په دې لېستونو کې پاتې شي، ځکه همدا فشار ښای یاده ډله خبرو او جوړجاړي ته چمتو کړي.»

په وروستیو کې د افغانستان لپاره د اسلام اباد استازی محمد صادق خان، په کابل کې یو شمير هېواد ضد او مافیايې جهادي څېرو لکه لطیف پدرام، د احمدشا مسعود زوی احمد مسعود او نورو سره د تړلو دروازو تر شا خبرې کړي چې بې له شکه دا کتنې او خبرې یوخوا د هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو خلاف دي او بلخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ او د اسلام اباد په لاس، افغانستان کې د نیابتي جګړې په شرایطو کې له هر پلوه زیانمني او د کړکیچ سرچینه ګڼل کیږي. د دې خبرو په پایله کې د جهادي کړیو لخوا د دوهم مقاومت نارې راپورته کیږي. هرڅوک پوهیږي دوهم مقاومت چې له پنجشیره سر وهي او اسلام اباد یې هڅوي، ګوزار يې لومړی مرکزی حکومت ته په نښه شوی، نه طالبانو ته!

د داسې مقاومت د پيلېدو لپاره مخکې تر مخکې په اسلام اباد کې د جهادي ګروپونو د سرخېلانو لکه عبدالله، عبدالله، کریم خلیلي، احمد ولي مسعود او نورو سره خبرې شوې او د محمد صادق خان کتنې يې هغه وروستۍ ګڼلی شو. د اسلام اباد پلان دا دی چې د ولسمشر غني په مشرۍ مرکزي حکومت له دوه لارو سقوط سره مخ کړي. په نظام دننه د جهادي مافیا او تر نظام بهر د طالب پر مټ!

جهادي مافیا چې د دوهم مقاومت نارې وهي او طالبان چې د اسلامي امارت چیغې وهي د دواړو شاته د افغانانو یو تاریخي حریف او دښمن، اسلام اباد په کمین کې ناست دی!

هم باید جهادي مافیا وپوهیږي چې مقاومت يې کورنۍ جګړې ته لار پرانیزي او په جګړه کې به د جهاد ټول غنایم او شتمنۍ چې په مټ يې فرعونان ګرځېدلي، له لاسه ورکړي او هم باید طالب سرخلاص کړي چې امارت یې افغانانو ته د منلو نه دی او یو افغان نه غواړي د پیریانو او دېوانو په واکمنۍ کې بیا ژوند وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د مۍ ۶ مه

Comments are closed.