عمرزي،‌ د عمر پور پوره کړ

ولي الله ملکزی

284

په هیواد کې بد رنګې جګړې او په نړۍ کې د ټکنالوژۍ پرمختګ، د قلم کارول اوس د زینې لاندې پاټکي ته را کوز کړيدي. د پاخه عمر خلک یې د ناچارۍ له وجې کاروي، ځکه چې د کمپیوټر سره چندان اشنايي نه لري. د مال او وجاهت خلک یې د سینګار په بڼه په مخامخ جیبونو کې ټومبي او یواځې د لاسلیک لپاره یې راباسي. ځموږ د چپه کاکول ځوانان د قلم په ځای د ټوپک ډیر شوقیان دي ځکه حورو ته یې بیړه ده؛ ښاریان مو بیا آی فون او لیپ ټاپ خوښوي چې د عصریت نښه ده. خو یو تن چې تل یې د قلم د اهمیت خبره کوله، د قلم نوکه یې د ټوپک څخه اغیزمنه بلله، بلکې ټوپک یې مرګ او قلم یې ژوند ګڼلو، هغه مصطفی عمرزی وو. هغه له کرکې، کرکه لرله او تعصب ورته له ایدز او سرطان څخه هم خطرناک مرض بریښیده.

عمرزي نژدې اویا کتابونه لیکلي او ژباړلي دي چې د هرچا د وس او حوصلې خبره نه ده. د پردي پالو د پلیتو ارادو او  شوونستانو په وړاندې د تاترې او تراجمیر په څیر کلک ولاړ وو. هغه د ملي هویت، ملي رسالت او ملي ارزښتونو یو ویاړلی ترجمان او وړیا مدافع وکیل وو. د دروند شالید ترڅنګه یې ځلانده لید لوری درلود او په دې لاره کې د چا د ګیلو او تومتونو پروا ګیر نه وو. خو دریغه دریغه! که هغه د بلې ژبې سړې وای، نو اوس به د رسنیو په سټوډیوګانو کې د دوئ په اصطلاح د «پژوهشګرانو» اتڼ جوړ وو.

ما هیڅکله ارواښاد عمرزی له نژدې څخه نه وو لیدلې، ولې دوه ځلې مې ورسره په ټلیفون کې خبرې کړې وې. د هغه له اعتماد څخه ډکه لهجه، له وطن سره مینه او د نوي کول د سرګردانه چاپیریال په اړه ژوره اندیښنه، د هغه د دروند شخصیت ښکارندوي کوله. اته دیرش کلن مصطفی عمرزي د خپل غښتلي قلم له لارې، د لیکنې او څیړنې داسې خزانه ترشا پرېیښوده چې د روڼ آندو لارویانو تنده ماتولې شي. د سپیڅلي جهالت په دې تورو وریځو کې د دغسې انسان مرګ، یوه ستره ضایعه بولم.

ستر خالق تعالی دې د هغه اروا، ښاده او یاد تل تازه ولري.

Comments are closed.