د ازادۍ معاصر تعبیر

لیکوال: نعمت الله صدیقي

153

د نړۍ په معاصرو تقریباً ټولو سیاسي او نظامي تعبیراتو او تشریحاتو کې د اوسمهالیو او پخوانیو اصطلاحاتو او عملي ادعاوو مفروضې او فرضیې یې برعکس یا له پخوانیو هغه تعریفونو سره يې مفاهیم او معناوې په کافي اندازه بدلې شوې دي. مثلاً که اوسنیو جګړو کې چا په خپله درته وویل چې مات شوم، ومې بایلله، پرېوتم او یا یې ته ګټونکی، اتل، زړور او قهرمان وبللې پر دا ټولو ویلو، ماتو او بریو یې شک وکړه، ځکه اوسنۍ سیالۍ، ګټنې او ماتې د خبرو، لاپو او ویناوو پر ځای د عمل د ثابتونې ډګرونه دي. پر دوه طرفه جګړو کې هغه مات نه دي، چې هېوادونه او خلک یې د هوساینې او ارام ژوند عالي شانه او شاهانه ژوند ولري او په خواله وايي، چې موږ مات یو. همداسې هغه څوک کله هم فاتح نه دي، چې هېواد او خلک یې په ژوند او یوه ګوله ډوډۍ پسې سهار او بیګا حیران وي؛ خو دوی د ماتې او فتحې سرودونه غږوي. دا نهایتاً لنډه مهاله فکر او هوس دی.

 ازادي او غلامي یوازې سیاسي او نظامي اصطلاحات نه دي؛ بلکې د خپل انساني طبعیت له مخې د بشر له فکر، شعور او پوهې سره مله هغه علمي او فرهنګي تصورات هم دي، چې په هر وخت کې یې د تقابل او موازنې تله دا وي، چې یو څوک ځان پر بل ممتاز او لاسبری وښيي او بل هغه یې باید له دغه برلاسیتوبه پر خلاصون ځان اړ وګڼي، د دې لاسبريتوب او د بل د غلام کولو لپاره د تاریخ په اوږدو کې انسان له فردي هڅو نېولې تر اجتماعي او ډلیزو هغو یرغلونو پورې پر ملکونو او خلکو له بېلا بېلو اوزارو او وسایلو کار اخیستی دی؛ مګر د دغه طبعي تصور ځانګړنه بیا دا ده، چې هر وخت یې د دغې سلطې او غلامۍ پر وړاندې د سر په تاوان مزاحمت کړی دی. د سر تاوان په دې مانا چې تر دا وروستیو پورې د نړۍ د جنګونو ماهیت هم همدا وو، چې د تسلط یا د بل د لاندې کولو لپاره باید د جګړې، ورانونې او وژنې له لارې بل غلام کړي او بل یې په مقابل کې پر همداسې اوزارو او وسایلو مزاحمت وکړي.

اوس چې د غلامۍ او ازادۍ زاړه وسایل او اوزار په کافي اندازه بدل شوي دي، دغه تصورات او مفاهیم هم ورسره بدل دي؛ مثلاً پخوا به پر نړۍ د تسلط یو اړخ دا و، چې لویو قوتونو به د خپل طاقت او زور نمایش پر جنګي او نظامي قوت ښکاره کاوه؛ خو اوس یې پر اقتصادي او صنعتي هغو برخو زور او قوت زیات دی. پخوا به چې پر یوه هېواد نظامي یرغل وشو، د جګړې تکتیک کله هم دا د نن په څېر په ماتو او بریو کې برعکس نه و؛ یعنې داسې نه شوای کېدای، چې د یو چا په ماتې کې به یې بری او په بري کې به یې ماتې وای، دا د نن د جګړیو د توطیو تیوري ده، چې یو څوک مات او بایللی هم دی، خو هغه سلامت هم ولاړ دی او ګټونکی هم دی.

دا وخت چې د ازادیو او غلامیو داستان هم د همداسې متضادو او د توطیو د تیوريو په اساس د نړۍ د اوسنیو سیاسي او نظامي زورورو او لویو قدرتونو له خوا په یو او بل شکل پر مخ وړل کېږي. په شعوري او لاشعوري ډول څوک ازاد او څوک غلام دي. د نو ابادیات په نامه پر نړۍ د بشري او جمهوري ارزښتونو د پالنې او همدا راز د ودې او پرمختګ په شعارونو د غلامۍ یو نه ختمېدونکی جبر روان دی، د همدې اصطلاحاتو په منځ منځ کې د (نړیوالتوب) پر جال د وړو وړو هېوادونو پر ژبه، کلچر او هویت په یو او بل نامه د مهابیانیو په شکل داسې یو فرهنګي کشمکش روان دی، چې یوازې او یوازې یې د وړو او مستقلو هېوادنو کلچر خوري او فرهنګ خوري بللی شو. د دغه لویو قدرتونو بله سیاسي او نظامي لومه دا ده، چې د ملګرو ملتونو، د نړۍ د امنیت شورا، اقتصادي او صنعتي بلاکونه او معاهدې او ایي ایم ایف د پيسو نړیوال صندوقونه یې د نړۍ د همدې هېوادونو لپاره د سستماتیک او منظم تسلط لپاره ایجاد کړي دي. د دې نړیوالو ادارو پر نظم او اهمیت کله هم سترګې نه شي پټېدای؛ خو اوس یې په خپل دایمي او امتیازي چلن ثابته کړې ده، چې دوی دا هر څه د بل لپاره د یوې زورورې بدنظمۍ او پر بل د تسلط لپاره کوي.

په داسې یوې معاصرې نړۍ کې د اوسېدو او سیالۍ تقابل او ځان ساتل خورا سخته خبره ده؛ مګر هوښیار ملتونه او خلک د همدې پورته اصطلاحاتو او مفاهیمو په اړه خپل فکر کوي او د عمل هغه ثابتېدنې ته یې ګوري، چې ازادي او غلامي یې د بل په خوله نه؛ بلکې د همدې عملي ثابتېدنې په اساس وي.

افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د لویو قدرتونو او قوتونو د ګټو او جنجال محراق و او دی. د تسلط او غلامۍ یې ډېر کوښښونه شوي دي او په مقابل کې یې د ازادۍ همدومره جګړې او مزاحمتونه کړي دي. مګر په دغو جګړو کې او له دې جګړو وروسته یې کم داسې پېښ شوي دي، چې د ازادۍ له ترلاسه کولو وروسته یې ازادي ساتلي وي؛ بلکې مشهوره ده، چې موږ ازادۍ ګټلی دي؛ خو ساتلي مو نه دي. زما په فکر زموږ  د ازادۍ د ګڼو جګړو دا حال و. په دوی کې استثناً اماني دوره یوازنۍ هغه دوره وه، چې په واقعي مانا یې د ازادۍ له جګړې وروسته د هېواد د عصري او پرمختللي نظام او سسټم په بڼه د واقعي ازادۍ هڅې او کوښښونه کړي وو.

ازادي یوازې بهرنۍ سلطې په نظامي او سیاسي توګه ختمول نه دي او نه هم یوازې د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې د نورو پر مټ لنډمهاله جګړو او مبارزو ته د ازادۍ جګړې وايي؛ بلکې که پر دا ډول مبارزو او جګړو د نورو اکثریت غالب وي؛ دا نو بیا له یوې غلامۍ خلاصون د بلې هغې غلامۍ په غېږ کې لټول دي. د افغانستان د روسي ښکېلاک د جګړې پر وړاندې د ازادۍ جګړه موږ ولېدله، چې څنګه په تېزۍ له یوې غېږې بلې هغې ته انتقالېدله. دا خورا مهمه ده، چې ازادۍ د جګړو له ډګرونو وراخوا پر سیاسي، اقتصادي او تجارتي هغو فکټورونو کې هم وپېژنو او د مبارزې عصریتوب یې درک کړای شو. کنه دا ټولې جګړې او سلطې ختمول یوازې نمایشي او لنډمهالي وي او په غیر مستقیم ډول له یوې سلطې هغې بلې سلطې او غلامی ته وړل او انتقالېدل دي.

د معاصرو ازادیو او غلامیو د تعریف او پېژاند رېښه اصلاً پر خپلو مضبوطو سیاسي، علمي او فکري بیانیو کې درک کولای شو، خپلې سیاسي او فکري بیانیې همغه دي، چې له خپل اقتصاد، صنعت او تجارت نېولې تر ملي وحدت او فرهنګي هویتونو پورې ټول داخلي او خارجي استحکام یې داسې منسجم او رغېدلی وي، چې د سیمې او نړۍ روابط، تقابل او توازون یې په هیڅ مانا بل ته د غلامۍ او تسلط ترحده احتیاج او محتاج نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.