لوی مفکر، ولسمشر صیب / ولي الله ملکزی

0 1,478

له دوستانو، پلویانو او مینه والو. غوړه مالو، اپرچونستانو، او له ګنډه مارو،  هیله مندو، ارزومندو او خوشامندو ډیر وړاندی، ستا سیاسي سیالان هم پدی معترف او یوه خوله دی چې ته مفکر یی، نوښتګر، صابر  یی مدبر. هم منلی، هم ښاغلی هم ستایلی. سترګه ور هم خوله ور. په سر دی توره شمله ښه ښکاري او په غاړه کې دی برګه نیکټایي

نړیوال شنونوکي او  پوهان ، د ناکامو دولتونو په باب ستا په ګوتو لیکل شوی کتاب، د معتبرې سرچینې په توګه ګڼي. له هغه الهام اخلي او پخپلو مونوګرافونو او اکاډومیکو رسالو کې پر هغه حوالې ورکوي. د دکتورا او ماسترئ محصلین تری اقتباس کوي او شهادتنامې پری اخلي، کوم چې ستا علمي مقام ته درناوی دی احترام

او د کور دننه، ستا د اصلاح او تداوم شعار د یرغمل شوي، دل شوي او زبیښل شوي ملت په رګونو کې یوه ساه واچوله. لورا لور، یوه ناره شوه، انګازه شوه. یو هیجان شو، یو توپان شو چې سمون راځي، رغون راځي او بدلون راځي او هغه ځکه چی غني راځي

د اخبار پاڼې، د فیس بوک مخونه، د ټویټر کرښې، د یوټیوب ویډیو ګانې، د سرچوک لوحې او د ټلویزیونو پردې، ستا په لیکچرونو ښکلې او په تصویرونو رنګینې شوې. هم په دیرو، هم په حجرو کې. د کیږدۍ دننه هم د ایلبند په پیڅکو. د بنډار په مهال هم د دیدار په ترڅ کې. د امو په غاړه، د بکوا په دښته. د سپین غره په لمن، د سالنګ په زړه کې. د شمشاد په څوکه، د پامیر په غاښي. یو ټکون شو، پاریدلی احساس: غني راغی، غنا به راشي، روڼ راغی، رڼا به راشي او سپین راغي، ښکلا به راشي

 ستا لاسونه د چا په سرو او بی بیګناه وینو، نه رنګ دي او نه زنګ. نه غل یی، نه د غلو مل. په شیرچور کې ځای نلری او له هریپوره، ډار.  ستا زړه نری دی خو د وطن پخاطر. هم شالید لری او هم وړاندیز. رقیبانو دی ویل چې قارندونکی دی او (رودایش قاق). زړه تنګی دی ، ډیر غضب ناک. خو ته نه غصه شوی، نه خپه. نه شکمن نه ګیله من

ستا رقیبانو ویل چې تا د سرخوړلي کمونیزم په وړاندی، د جهاد د ازغن سنګر لیدل خو څه، په غزا کې دی د تکبیر ناره هم نده پورته کړی. د ناصر باغ، جلوزو او کچه ګړۍ کمپونو ته دی سر ندی ښکاره کړی، د کونډو رنډو احوال ته نه یی ورغلې. د بورې مور، کړوپ شوي پلار او  رټل شوي یتیم په سر دی لاس ندی کش کړی، او تر ټولو غټه دا چې د (هه خوا شه ماجره!)غږ دی هم ندی تر غوږو شوی

خو حقیقت دادی چې تا هم د میلونونو هیوادوالو په څیر د احتجاج، اعتصاب او اعتراض چیغه پورته کړي، د کرمیلن د بامبړانو کرغیړنې نغوتې دی غندلي او په هغه لیکه او صف کې دریدلی کوم چې ددی ټکول شوي لاکن میړني ملت د هویت، پت او عزت شاخص ته بڼه ورکوي. او ستا کمال همدا دی چې د جهاد مخکښان دی خپل مشر ګڼي، په پګړۍ کې دی ولونه وهي او د نارنج ګلان پکی ټومبي او جمال دی دا دی چې د مقاومت او غنیمت علمبرداران درته په محراب کې جاینمازونه غوړوي

بلی د سرو لښکرو، اور او باروتو ته سینه سپر کول، وینې تویول او له سره تیریدل، جهاد وو، پت وو او عظمت وو.  په چقمق، ار پي جي او دهشکې ډز کول نارینتوب او سړیتوب وو. خو د هورا په ضد د الله اکبر او د کمونیزم په ضد د مرده باد چغه کول هم غزا وه، هم روا. هم خدای پرستي وه او هم وطن دوستي

د جهاد او هجرت په مهال په اشنغرۍ او فقیر آباد کې ځما د دوست، قانع صیب په خبره (موږ یو ملت وو او یو ملت به و اؤسو. د تاجک شرف، د ازبک عزت، د پښتون هویت، د هزاره حیثیت، متحد افغانستان دی) او ډیرو انګیرله چې یواځی ته د ملي وحدت سمبول یی او د ولسونو، پرګنو او ارتینو اواز

چا رایه درکړی او کنه، خو حساب در باندی هرچا کولو. ځکه ته ددی ملت په درد آګاه او له رنځ سره یی آشنا یی. دادی نژدی دوه نیم کاله وشول خو لا هم سم سمه کي رانغی. نیم په نیمه کابینه دی یوی ډلې په درشل کی نذرانه کړه، خو لا هم چیغې وهي چی (هل من مزید؟) منم چی ته فکر مند یی اندیښمند، څوک وزیر کړی، څوک سفیر؟ ځکه ته غواړي چې دا ملک ښیراز کړی  سرفراز، د سیالانو په کتار کې سیال

 له احمدزي ویلو تا منع کړو خو د جلال او جلالتمآبئ الفاظ له خالق سره ښایی چی تا پری مخاطب کړم. مګر په زغرده وایم چې د افغانستان عالیقدر ولسمشر او لوی مفکره !! نه ما ووټ درکړی، نه تا  لوټ. خو زه بیاهم ستا یو مینه وال یم، هیوادوال.  زه له تعصب نه کرکه لرم او هغه د یویشتمې پیړۍ جاهلیت بولم او پدی مؤمن او باوري یم چې عقیده مند، عقده مند نه وي. ځکه رښتینی خدای پرست، هیڅکله قوم پالی، ژبه پالی او سمت پالی  نه وي او که څوک وي نو خپل ایمان دی را تازه کړي

 جناب عالي! معاذ الله چی پخپله وړه خوله تاته غټه خبره وکړم، ستا مزاج ګرامي پیکه او یا ستا نفس نفیس نا کراره کړم، خو اجازه راکړه همدومره پوه شو:  کله چې تا د افغانانو په بی افغانیته تذکری د امضاء لپاره قلم ته لاس کړ، نو د خپل رعیت دا خاموش اکثریت دی څو ځلې په ذهن کې تاو را تاو شو چې آیا هغه به د افغان په نوم خوښیږي که د افغانستاني په عنوان؟  او آیا د دی په خیال کی هم شوی چی دا ګړبیدلی او ترهیدلی ولس به ستا پدی شعار څومره نور باوري پاتی شي چی د هر سټیج او منبر په سر به دی ویل: هیڅ افغان له بل افغانه زیات ندی او هیڅ افغان له بل افغانه کم نه!؟ او  زه به هیڅ کله متوازي حکومت پرینږدم. خو ومو ولیدل چی  یوه نیازبینه ډله دی ښه ونازوله او دا غټ، پټ او چټ  ارګ دی د حضرت بلقیس د تخت په څیر په اوږه بار او د یو زورواکي په قدمونو کی کیښود. منو چی ته هم مجبور او هم محصور خو

لوی مفکر ولسمشر صیب، د ترهګرئ، بلواکئ  او  انحصارګرئ  پدی غوبل کی ستا پام،  ستا خپلی فرمودی ته راګروځوم چي پخپل کتاب کی دی کاږلي:( د دولتونو کامیابي او کامراني د ولسونو  په زړه ګټلو او د اصولو په پاسدارئ او برلاسئ کی ده ، نه د زور واکو په خوشامندو او هغوئ ته په ګونډه کیدو کی)

لایزاله ربه، د خوشحال خټک اوه پشته په جنت کړی چی دری پیړی وړاندی یی څه ښه ویلی

په جهان  د ننګیالو دی دا دوه کاره

یا به وخوري ککرۍ یابه کامران شي

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.