د تورو خاورو لاندی مورې !  ولي الله ملکزی

0 1,594

ګرانې مورې! ځما په دنیاګۍ کې داسې ژبه نشته چې ستا د مینې  لمانځنه او د مقام ستاینه  پری وشي

نیازبینې مورې! ځما په بدن کې داسې سترګې نشته چې ستا له ښکلا  پورته، د بلې ښکلا  او انځور ننداره پری وشي

نازولې مورې! ته هغه هستي یی چې جنتونه ستا له قدمونو لاندی دي

قدرمنې مورې! ستا یادونه تل تازه او خاطرې دې تر ټولو خوږې دي

پتمنې مورې ! ته د نهیلیو په تورې ترږمۍ کې، ځما د رڼا څلی او ځما د زمانې غږ یې

درنې مورې! ته د هر بچي د اسرې او ارزوګانو داسی یو سیند وې چې هیڅکله نه وچیږې

خوږې مورې! ستا زړه، تر ټولو زړونو نرم او ته تر ټولو مخلوقاتو، مهربانه خلقت یې

د زړه په تل کې مورې! د درد او ژړلو په مهال تر ټوله غوره ځای، ستا غیږه ده

پیاوړې مورې! ته په هر مصیبت کی ډاډګیرنه او د هرې کمزورتیا په وخت پیاوړتیا یې

عزتمنې مورې! ته هغه هنداره یې چې د نورو میندو په شان دی، ماته هم خپل رنګ رابښلی دی

مورې! څرنګه چې ته د زړه سوي سمبول ، د سرښندنې څلی او د مینې مظهر یی، نو د اسماني ادیانو او صحیفو په ګډون، انساني تاریخ پخپلو ټولو پخوانیو او معاصرو پاڼو کې ستا د حق او تقدس په هکله دومره سپارښتنه هیڅکله هم نده لیدلې، څومره چې په قرانکریم او د پیغمبر (ص) په حدیثونو کې ستا یادونه شویده

مورې! ستا د مهربانې غیږې پخاطر، ستا د نیمې شپې د شوګیرو له مخې او ستا د الله هو، للوللو  له وجې، ستا رب ستا د قدرونې او ارزونې په ویاړ د الاسراء په ۲۳ آیت کې داسی حکم کړیستا رب پریکړه کړی چې پرته له ده نه د بل هیڅ چا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چال چلند کوئ. که له هغوئ نه یو، یا دواړه زړښت ته ورسیږي نو د اف غوندی وړه خبره هم ورته مه وایی، دوئ مه رټۍ او خورا نرمې او مهربانه خبرې ورته کوئ

مورې! کله چې د اسلام ستر پیغمبر خپل هغه صحابي ته چې بوډۍ مور یی په اوږو کښینولۍ او له کعبې څخه یی ورباندی د طواف کولو وروسته پوښتنه وکړه چې یا رسول الله، آیا ما د خپلې مور حق ادا کړ، کنه؟  نو مورې پوهیږې چې ستا پیغمبر ورته په ځواب کې څه وویل: نه، تا د خپلې مور د هغه درد  یوه برخه حق هم ندی اداء کړی کله چې ته یی زیږولې

مورې! تا به حتما اوریدلي وو چې یونیم زرکاله وړاندی یوې غزا ته د تیارۍ په مهال، یو صحابي حضرت پیغمبر (ص) ته راغی او  ورڅخه یی اجازه وغوښته چې غواړم  له تا سره جهاد ته ولاړشم. نو پوهیږې چې هغه (ص) ورته څه وویل: آیا مور لرې؟ ځوان ځواب ورکړ چې هوبیا رسول الله ورته وویل: ورځه د هغې خدمت وکړه، ځکه د هغې د پښو لاندی جنت دی

مورې! نن د مۍ څوار لسمه  او نړۍ والو دا ورځ ، ستا د ورځې په نوم نومولی ده. نن د دی بی تنابه کرې په لر او بر کې ستا مقام ته د درناوي پخاطر غونډې جوړیږي، ستا په نوم کارتونه انځوریږي، ستا په عنوان پوستي ټکټونه چاپيږي او ستا په څیر میندو ته مډالونه،  ډالۍ کیږي. شاعران دی د شعر په ژبه او لیکوالان دی د قلم په څوکه ستایي. خو لدی ټولو ها خوا، ستا په ټوکر ټوکر هیواد کې ستا یتیم شوي او بی اسرې بچیان، تا پخپلو سلګیو او تړمو اوښکو سره لمانځي

مورې! ستا ځیني هیوادوال  وایی چې د مور د ورځ لمانځل بدعت دی او نادوده. دا د غرب تحفه ده، دا بی لاریتوب دی او ګمراهي ده. خو همدا غربیان په کال کې یوه ورځ لږ تر لږه د انسانیت په نوم، د بشري عاطفې له مخې او د فطرت په حکم، د سرو ګلانو په ګیډیو سره د خپلو میندو د ورځې لمانځنه کوي

مورې! ستا د هیواد هر بچي مني چې یوه مورهم جګړه ماره نده، ولی بیاهم هره مور، د هری جګړې قرباني ده. ستا د وطن دا  تورمخي جګړه ماران د کال په هره  ورځ کې، ګړۍ په ګړۍ او ګام په ګام، د مذهب په نوم خپلې میندې ژړوي. د دوئ څیري ګریوانونه په اوښکو لندوي او د دوئ د سترګو په وړاندی، د دوئ د بچیانو په مرۍ چاړه ږدي، د تکبیر ناره ورباندی یایي او د کرکې په تیره توره یی حلالوي

خو صابرو میندو! یوه ورځ به حتما ددی کور ړنګې جګړې متره وچه، د پردیو دا ټوپکونه له اوږو کوز، د ورور وژنې دا ماشې ماتې او بالاخره د ژړلیدلو میندو د نهیلیو دا ژمی به هم تیر شي، خو د نبي د دروغجنو وارثانو دا سکاره مخونه به همداسی تور پاتې شي

مورې! زه خپل ځان نیکمرغه بولم چی عزرائیل دی د کټ په سر ولاړ او ما ته دی په ټلیفون کی وويل: زویه زه درڅخه راضي یم،  بده ورځ ونه ګورې. مګر بد نصیبي می داده چي ستا د جنازې کټ له می اوږه ورنکړه او ستا د قبر په سپیرو خاورو می یو څو څاڅکی اوښکې توۍ نه شوې. خو  په هغه رب قسم چی تاته یی د مورولۍ مقام درکړي، زه دی په هره سجده کی لمانځم او د اصلي منزل په لور ستا د مزل د اسانۍ غوښتنه کوم او د مور پدی ورځ،  په غریو نیولي اواز درته غږ کوم چیځما رنځیدلې او کړیدلې مورې! ځما د تورو خاورو لاندی نازولی مورې!!

 

 

 

Leave A Reply