ستا د لاس نښه يو ګل په وچېدو دی/ نذیر احمد نذیر

0 1,156

ستا د لاس نښه يو ګل په وچېدو دی

«يو وخت مې مقيد نظمونه ليکل او دا له هغو نظمونو نه دی»

ستا یادونه په سر ایږدي° راته ناست دي
مابه کله خوب ته پرېږدي راته ناست دي
په زخمونو باندې مالګې راته پاشي
زړه مې سوی کړي زړه مې رېږدې راته ناست دي

خوب کې وینم راسره وې خوشحالي وي
ته مې بیا زړه کې دېره وې خوشحالي وي
اوږد مزل وي، د یوه شنې سیمه په هڅه
د خوښۍ په اس سپره وې خوشحالي وي
یوه شنه دره کې موږه دواړه تم شو
ته مې غېږه کې خوره وې خوشحالي وي
زه د تا د ارمانونو لوی ارمان وم
ته زما د ژوند اسره وې خوشحالي وي

دروغجنه خوبه ولې رښتیا نه شوې
ویښیدو سره مې لاړې زما نه شوې
په زخمونو خو مې مالګې مه راپاشه !
که د خوږ زړګي زخمو ته دوا نشوې

څه بې نوره شان سبا شي چې ته نه وې
زما څه که شپه رڼا شی چې ته نه وې
اوس هم غږ درپسې وکړم بې اختیاره
غریو مې نیسي ژړا راشي چې ته نه وې
د کور لوښي مې خواره لکه افکار مې
دا به غونډ وایه په چا شي چې ته نه وې
ستا د لاس نښې پرې پاتي دي او خوري مې
اوس هر څه راته بلا شي چې ته نه وې

ستا اواز نه وي چې ویښ مې کړي له خوبه
غم مې ویښ کړي له خوبو د زلمیتوبه
اوس وتلی د هوښیارو له کتار یم
اوس مې پوښته د زمان له لیونتوبه

چې روان وم ټوله لار راته یادېږې
ان له کور ځنې تر ښار راته یادېږې
د دفتر په دیوالو کې راته ښکارې
چې کومه هر یو کار راته یادېږې
ستا د زنګ او د مسېج په تمه تمه
ټوله ورځ وم انتظار راته یادېږي
خدایزده ولې مې دا خیال وي چې ته کور یې
کړمه زښته ډېر تلوار راته یادېږې

خو تړلی د کور ور وي او ته نه وې
ورځ وي تیره ماذیګر وي او ته نه وې
په خیرن کټ باندې شړانګې وړانګې پرېوځم
ستا سودا او زما سر وي او ته نه وې

ستا یادونه په سر ایږدي راته کښیني
مابه کله خوب ته پرېږدي راته کښیني
په زخمونو باندې مالګې راته پاشي
زړه مې سوی کړي زړه مې رېږدې راته کښیني
نو
زمانې مې هېره نه کړې را یادېږې
له پخوا څخه مې اوس خورا یادېږې
ستا د سلو رګو یوه رګ کې تیریږي؟
چې به پرلپسې ته د چا یادېږې

ستا خو فکر دی چې وخت په تېرېدو دی
ستا له یاده یو څوک ورو په هېرېدو دی
ستا د ناز او نیاز بده وچکالي ده
ستا د لاس نښه یو ګل په وچیدو دی
نذير

°سراېږدی موږ بالښت ته وايو

Leave A Reply