د کندز /پیښه دوکتور محمد عثمان تره کي

0 311

دوکتور محمد عثمان تره کي                                                                                    ٠٥/٠٤/٢٠١٨

د کندز په جنایي پیښه کې

د دولتي تروریزم سره مخ یو!

 

د اولسو کلونو په اوږدو کې پرله پسې خداي په جات جنایت او وږنه دا په داګه کوي چه افغانستان د بهرنیو او کورنیو جنایت کارانو د پاره په یو خوندي پناهګاه بدله شویدي.

د کندز په وروستي پیښه کې ګن شمیر بیګناه ملکیان او ماشومان ووژل شول. خو مهمه پوښتنه دا ده  چه ولې د افغانانو په برخه لیک کې، دومره اوږدمهاله پرله پسې جنایت ؟

آیا د جنگي جنایت کارانو په اړه نړیوال قوانین نشته ؟ 

 آیا د نړي په کچه د جنایت کارانو د تعقیب په موخه قضایي جوړښتونه شته والې نلري ؟

یا اصلاً د جنگي  جنایتونو د استمرار له کبله  د ده  په وړاندې د نړیوالو حساسیتونو کچه لویدلې ده ؟

١-  د نړیوالو قوانینو د نشتوالې سره مخ نه یو :

د جګړې د انساني کیدو  په ساحه کې  د اتلسم پیړي راهیسې په کافي اندازه کانوانسیونونه په آرشیف کې لرو. د ژنو څلور کانوانسیونونه جنګي جنایتونوته کافي پام اړولې دي. د مثال په توګه د ژنو ۱۹۴۹ م کال کانوانسیون ۴۸ مه ماده څرګندوي چه : ’’ د جګړې خواوې باید د پوځي او ملکي عملیاتو په بهیر کې د پوځي او ملکې موسسو او وګړو توپیر وکړي. د جګړې موخې باید پوځي بنستونه او وګړې وي‘‘.     د  دغه حکم  سرغړونه جنګي جنایت شمیرل کیږي.

٢- د نړي په کچه د جنگي جنایت کارانو د سزا په اړه ځانګړیو جوړښتونه هم لرو. د سزأ نړیوال دائمي دیوان د همدې مقصد د پاره  د ۱۹۹۸ م  کال د اگست په ١٧مه  جوړ شو. افغانستان په   ٢٠٠٣ م کال کې د دیوان غړیتوب تر لاسه کړ.

د سزا نړیوال دیوان اساسنامه په ۷ مه او ۸ مه ماده کې ، د جنګي جنایت او بشریت ضد جنایت په بحث کې ، جنګي جنایت داسې تعریفوي : ’’  په ارادي او شعوري دول د یو وژونکې او ورانونکې برید استقامت هغې خوا ته ټاکل چه په کې د ملکیانو مرګ ژوبله حتمي  وي.  ملکي شته منیو او طبعي چاپیریال ته نه جبران کیدونکې تاوان ورسیږي او د دغو ټولو په بدل نظامي لاسته راوړنه د پام وړ نه وي ‘‘. داسې مالومیږي چه د دغه حکم مخاطبین د  کندز ( دشت ارچي ) جنایت کاران وي…

٣- عام ولس د جنگي جنایت په وړاندې په کافي اندازه حساسیت لري.  د کندز په پیښه کې د وړیا جنایت په ضد د عامو خلکو  قهر او کرکه د پام وړ وو. خو دا هم حقیقت لري  چه حساسیتونه د ځینو کورنیو او بهرنیو واکمنو دلو  په منځ کې د سیاسي ملاحظاتو او مصلحتونو تر اغیز لاندې کمه شوې وي.

په اوسني حال او احوال کې د کندز پیښه لاندې لاملونه لرلي شي :

–  قومي شخړې: د ژیوپولتیکوموخو د پاره د سکتاریستي ، قومي اومذهبي تفرقې نه ګته پورته کول د ښکیلاک ګرو ځواکونو د عمر د اوږدوالي په اندازه لرغونتوب لري. په نږدې کلونو کې امریکا او انګلستان په افریقا ( روندا ) ، لالتین امریکا، ختیځې اروپا ( یوګوسالویا ) او منځني ختیځ (عراق او سوریې ) کی په سکتارستي ، قومي او مذهبي ټکرونو کې د پام وړ سیاسي پانګه اچونه کړې ده.

د دولت د ستیژ نه د پښتنو مقاومت د ځپلو پلان د بن د کانفرانس نه پیل شو:  د افغانستان په شمال کې د جبل السراج ائتلاف ( د امریکا یرغل په درشل کې د کمونیست – مسلمان د جګړه مارانو نه جوړه شوې فدراسیون ) پاتې شویو کړیو د نړیوالې نظامي ائتلاف په ملاتړ د پښتنو په ضد په ګنشمیر جنایتونو کې ښکیل دي.

بناً په افغانستان کې د قومي عصبیتونو نه سیاسي استفاده د یرغلګرو قوتونو د اجنډآ په سر کې قرار لري. په کندز کې  د  دستار بندي او د طالبانو د حضور په بهانه، پښتانه د یو قوم په توګه په نښه شوې وه.

– په وروستیو وختونو کې د سولې پروسه ګړندي شویده. سوله د توپک د واکمني د پاي په مانا ده. په کندز کې جنایت کاران غوښتل د بمباریو د لارې تکر او تقابل تازه وساتي او نهایتاً سولې  ته تاوان ورسوي.

په هر حال ! د کندز پیښه د عام ولس عاطفي جذبه د طالبانو په ګته راپارولې او د وسله والو مخالفینو د جلب او جذب زمینه لا پراخه کړیده.

د کندز په جنایي پیښه کې مطمئناً د دولتي تروریزم سره مخ یو. دغه وحشتناک جنایت پخپل وار ځانمرګې بریدونو ته انگیزه برابروي او غیر دولتي تروریزم ته وډه ورکوي.

د کندز د پیښې په اړه مختلفو مراجعو تحقیقاتي پلاوې تاکلې دي . خو که تیرو ورته پیښو په نظر کې ونیسو د تحقیق د کمسیونونو  راپور همیشه د سیاسي مصلحتونو تر اغیز لاندې راغلي او جنایت کاران د بشپړ مصئونیت په ساتلو سره په بل جنایت لاس پورې کړیدي.

د ریال پولتیک د موازینو او تیرو تجربو له مخې لاندې آدرسونه په جنایت تورن ګنلي شو :

– امریکا د افغانستان اصلي واکمن :

امریکا او ملګرو یې په افغانستان کې د تروریزم د تش په نامه جګړې تر عنوان لاندې په خورا زیاتو او ناوړه جنګي جنایاتو کې ښکېل دی. د نړي په کچه کوم مرجع چه د امریکا د وحشتونو مخه ونیسي وجود نلري. امریکا د سزا نړیوال دیوان غړیتوب نده منلې . د امریکا د جنګي جنایتونو د څیړنې په مقصد ملګرې ملتونه د یو ’’ ادهوک ‘‘  ( اقتضایي لند مهاله محکمه ) د جوړیدو وړتیا نلري. دلیل یې دا دي چه د محکمي د جوړیدو پریکړه د امنیت شورآ له خوآ صادریږي چه امریکا په کې د ویتو حق لري.   بنآ د امریکا او ناتو د خودسریو په وړاندې مقابله یوازې د هغو افغانانو په غاړه وي چه د آزادي او عدالت په مورچل کې  ولاړ دي.

کابل اداره : د بهرنیانو تر قومانده لاندې قرار لري. په کرات داسې واقع شوې چه نړیوال نظامې ائتلاف د کابل ادارې د اخلاقې او سیاسي کمزورتیا  نه په ګته اخیستنې سره د خپل جنایت پړه د کابل مزدورې ادارې په چارواکو باندې تپلې ده .

طالب ملیشیائي مقاومت :

پیښه د وسله وال مقاومت د کنترول په سیمه کې رامنځته شوه. په هغه کې د طالبانو مسئولیت پدې خاطر مطرح کیږي چه دوي د خپلې واکمني په ساحه کې هغه غوندې جوړیدو ته اجازه ورکړه چه د قدرت نمایش په موخه او د مذهبي میتنګ په بنه مطرح

شوې وو.  په تیرو کلونو کې ورته متنګونه او تظاهرات په کندهار او هلمند کې د هوایي بمباریو هدف ګرځیدلې وو.

د نړیوال سزا دیوان د مداخلې اړتیأ :

د کندز پیښه د مخکنیو جنګي جنایتونو په پرتله په څو مواردو کې ځانګړیتوب لري  چه د نړیوال سزا دیوان د بیړني مداخلې لاره هواروي :

– د حکومتي چارواکو په قول هوایي برید څلور میاشتې مخکې پلان شوې وو. بناً جنایت عمدي بنه لري.

–  په غونده  کې د  ګوتو په شمیر  د طالب  مشرانو د ’’ احتمالي ‘‘   حضور  په حساب   سلګونو ماشومان او غیر متحارب خلک ووږل  شول.

– د لمړنیو نښو نښانو نه څرګندیږي چه ماشومان د پښتون وږنې د پروسې په لړ کې چه په افغانستان کې د امریکا د یرغل نه وروسته تر لاس لاندې ونیول شو، تر سره شوېده. په لر او بر کې پښتون وږنه ( ژنوساید ) ژیوپولتیک موخه تعقیبوي.

د افغانستان په شمال کې  د جبل سراج ائتلاف پاتېو شویو دلو تپلو د بهرنیانو په غیر مستقیم ملاتړ په قاومي تصفیه لګیا ده.

– په برید کې کارول شوې جنګي لاسوند  او ورسره مل رسیدلې  تاوان د  دشمن  د احتمالي ګواښ اوتاوان سره اندول نلري.

د کندز پیښه د نړي په مدیا او مطبوعاتو کې په پراخه کچه غبرګون موندلې ده. ملګرې ملتونه ورته د تحقیق پلاوې تاکلې ده . اړینه ده چه د سزأ نړیوال دیوان چه څو میاشتې مخکې افغانستان دوسیې ته پام اړولې وو، د اوسني رواني، سیاسي، او تبلیغاتي فضأ نه ګته پورته کړي او یو ځل بیا د افغانستان د جنگي جنایت کارانو دوسیه د آرشیف نه وباسي. البته دا ځل جانیانو ته د سزأ په موخه. پدې کې شک نلرو چه نړیوال سزأ دیوان د افغانستان په قضیه کې، د بهرنیانو سره مقابله کولي نشي. خو د افغان جنایت کارانو نه ویره د توجیه وړ نه ښکاري.

افغان جنایت کاران  د  بشپړ مصئونیت په لرلو سره، دولتي تروریزم د دولتي امکاناتو نه په استفادې سره ژوندي ساتلې ده.  دغه وحشت ته باید د پاي تکې ایښودل شي.

’’  پاي ‘‘

فرانسه

05/04/2018

دوکتور محمد عثمان تره کي

Leave A Reply