افغانستان او ناروې: د موبایل تلیفون دوه پېښې / محمد طارق بزګر

0 1,803

همدا لږ مخکې د کمپیوټر روښانه کولو او فیسبوک ته د ورننوتلو سره سم مې سترګې د یوه دوست په پوست چې لیکلی یې وو: د کابل په اتمه حوزه کې ځوان ډاکټر حبیب نثاري د خپل کتنځي نه د کور په لور  د غلو له خوا د موبایل تلیفون له پاره وژل شوی.

هغه بل پرون مې له میرمن څخه کار ته په لاره موبایل تلیفون ترې په ترین کې پاتې شوی وو، له کاره یې زنګ راوواهه په داسې حال کې چې خورا خفه معلومېده وویل موبایل راڅخه په ټرین کې پاتې شو. ما ورته وویل خیر، الله به خیر کړي بل به واخلو. خو اوس دې سیم کارت، او د بانک کارتونه بند کړه، ویې ویل سیم کارت او د بانک کارتونه به بند شي، خو په تلیفون کې ډیر عکسونه وو، د مور عکسونه مې هغه به له کومه کړم. (د میرمنې مور یانې زما خواښې څه وخت مخکې په حق رسېدلی ده). ما بیا ورته وویل عکسونه به هم پیدا شي. لږ وروسته یې بیا زنګ راوواهه چې سیم کارت مې بند کړ، د بانک کارتونه هم بند شول او د ټرین (اورګاړي) هغه دفتر ته مې هم زنګ وواهه چې په ترین کې ورک او موندل شوی شیان ورته ورکول کیږي او بیا یې خاوندانو ته بیرته رسول کیږي، خو ستا د موبایل شمیره او خپله د کار شمیره مې دغه دفتر ته ورکړه که تلیفون دروکړي چې خبر اوسې.

خبره به لنډه کړم. پرون ورځ هم همداسې په تیریدو وه ما ورته د انترنت د لیارې بل تلیفون واخیست مازدیګر څلور بجی وې، د وړوکي زوی سره مې دوکان ته ورغلم چې پیسې ورکړم او تلیفون ترې راوخلم، یقین به مو نه شي چې زه د پیسو ورکولو او د تلیفون د تسلیمولو په حال کې وم چې د میرمنې له خوا زنک راغی، ورته ومې ویل خیریت؟ ویل یې تلیفون پیدا شوی، زه باید اوسلو کې د ټرین دفتر ته ورشم او خپل ورک شوی تلیفون ترې راوړم.

ما د دوکان کارکوونکې ته وویل: مننه له تلیفونه تیر، نه یې اخلم، ویل خیریت، ورته ومې همدا اوس چې چا زنګ راوواهه د میرمنې مې وه، پرون یې تلیفون ورک کړی وو، ما ورته نوی اخیست، ویې ویل چې تلیفون یې پیدا شوی، نو مننه، د دوکان پیغلې په خندا وویل څومره نیک کار، خوشبخته له تاوانه بچ شوې.

نه مې غوښتل دا ولیکم خو د تلیفون له پاره د ډاکټر حبیب نثار  وژل له زړه ودردولم چې دا ولې:

دلته د کفر په ملک کې خورا قیمتي تلیفون، د بانک کارتونو، لیسنس او یو څه نغدې پیسې بیرته امانت د تلیفون مالک ته رسول کیږي. او زما په اسلامي او افغاني هېواد کې بیا یو افغان مسلمان ځوان ډاکټرد خپل موبایل تلیفون په خاطر په ډیر بیرحمه ډول وژل کیږي!؟

نه پوهیږم ستونزه چیرته ده زموږ په اخلاقو، کلتور، روزنه، انسانیت، بیوزلی، باورونو او که بل څه!!؟؟؟

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply