د جنسي اړیکو په اړه لیکل ولې بد ګڼل کېږي؟

0 1,216

شرف الدین عظیمی-

د مینې، جنسي ژوند او ورته مسایلو په اړه بحث او لیکل په افغاني ټولنه کې ساده کار نه دی او په اړوند یې څه ویل، لیکل او څېړل په یوه ډول تابو شکني ګڼل کېږي او کیدای شي لیکوال او څېړونکي یې هم بد وګڼل شي، خو په هر حال دا ستونزه او اړتیا داسې پرېښودل او له پامه غورځول هم د یوې ټولنې ارواپوه ته عذاب وجدان پیدا کوي.

په همدې موخه مې هڅه وکړه تر څو په یو لړ پوښتنو بحث او غور وشي؛ نو اړینه مو وګڼله چې د جنسي ژوند اړوند او په مشخص ډول جنسي اړیکو او ستونزو پوره تفصیلی لړۍ پيل کړو، دا دی تاسو د دې لړۍ لومړۍ پوښتنه راسره لولئ.

د جنسي اړیکو په اړه لیکل ولې بد ګڼل کېږي؟ په دې اړوند ډېره هڅه شوې هغه لامل وسپړل شي چې پورتنۍ پوښتنۍ پسې ګرځي.

لومړی لامل دا دی، وړاندې تر دې دا کار ډېر نه دی شوی او ډېر چا څه لیکلي او ویلي نه دي او په هېواد دننه لیکوال خو کله هم دا هڅه نه ده کړې او ورځ تر بلې دا کیسه تابو شوې او تابو کیږي.

دویم؛ دا چې افغاني ټولنه کې له ماشومتوبه، ماشومانو ته د جنسیت خبره جدي توضیح کیږي او نارینه او ښځینه له خپل ماشومتوبه خپل ګواښونه او ګوت څنډنې اوري او ویني او په یوه ډول منل کېږي چې دا مسایل پټ دي او باید پټ وساتل شي. او په ځانګړې توګه ناوړه خبره دا ده چې نارینه ته یې جنسیت ښه او ښځې ته یې جنسیت بد ورپيژندل کېږي او دا بیا هغه څه ګرځي چې ښځه یې ټول عمر باج ورکوي او سختې ورسره تېروي.

درېیم؛ خلکو ته د شرم یوه مسله ګرځول شوې او هغه هم له ماشومتوبه په همدې دلیل ټولو وګړو منلي چې ګنې دا خبرې باید پټې او بدې وګڼل شي. د بېلګې په ډول ډېر ځله اورېدل شوي چې دې ډول اړیکو ته نور نومونه اخیسل شوي لکه خړکار، بد کار، ورانه معامله او … دا نومونه په خپله بد بار لېږدوي او ورځ تر بلې یې د شرم وسیله ګرځوي.

څلورم دلیل دا دی چې ډېر ځله یې په ضررونو نه یو خبر یانې په دې نه پوهېږو چې د جنسي مسایلو اړوند ناپوهي څومره ګرانه راته پریوزي.

پنځم؛ ډېر ځکه خلک له دې خبرو وېرېږي چې سپک او سپور نشي او د خلکو ترمنځ یې ټولنیزې اړیکې او دريځ ته زیان ونه رسېږي او په اصطلاح خلک بد پورې ونه وايي.

شپږم؛ جنسی غړي په خپله په خپل ذات کې هم پټ دي او همدې پټ والي په ذهني ډول هم پر انسانانو اغېز شیندلی او خلک یو څه ورته اماده دي چې جنسي غړيو په اړه بحث او لیکل هم پټ کړي.

اووم؛ ډېر ځله د جنسي ژوند په اړه لیکل کول د منفي قضاوت وړ هم ګرځي. د بېلګې په ډول نور موضوعات کم وو چې په دې اړه دې لیکل وکړل، له دې لیکنې ضرور کوم غرض لرې، حتمن کومې این‌جي‌او یا سفارت پيسې درکړي، حتمن خپله یو جنسي او شهواني انسان یې، حتمن خپله په جنسي ژوند کې ستونزه لرې او داسې نور.

اتم دلیل دا دی چې موږ افغانان جنسي ژوند ته په مهمه سترګه نه ګورو او هسې یوه ساده مسله یې ګڼو او په ټوله نړۍ کې هم موږ یو چې په دې برخه کې ډېرې ستونزې لرو.

نهم دلیل یې دا دی چې کېدای شي د کورنۍ، قوم او ملګرو او همکارانو د مسخرې او خبرو لامل وګرځو او په وړاندې مو خنډ وګرځي او یا کومه بیابي او رسوایي ترې جوړه شي.

لسم دلیل دا دی چې یو چټل، ککړ، بد او مردار کار راته ښکاري او تل یې په همدې باور روزلي او پاخه کړي یو او دا چې جنسي ژوند یو خوږ، هوسا او راحت بښونکی کار دی دا فکر یې زموږ په مغزو کې وچ کړی. په دې اړوند مو په درېیم لامل کې هم څو بېلګې وړاندې کړې.

یولسم لامل یې دا دی چې تر اوسه لا هم موږ افغانانو جنسي ژوند ته د یوه ژوند په سترګه نه دي کتلي که څه هم په غیر مستقیم ډول مو ډېرې خوارۍ ورته کړي، مینه مو کړې، مرګونه مو کړي، ننګونه مو کړي، لګښتونه مو کړي او آن ځانونه مو په جنسي تنده وژلي؛ خو بیا هم د یوه ژوند د یوه مهم مورد په سترګه نه ورته ګورو او هسې مو ګڼلی او تېر کړی مو دی. زه په دې باور لرم که سروې وشي او هر نارینه او ښځينه ته پوښتلکیک ورکړل شي، ډېره لویه برخه افغانان به مو په دې نه پوهېږي چې څه ډول جنسي اړیکه ټینګه کړي.

دولسم لامل دا دی، تر اوسه هم خلک په دې باور دي چې دا ډول کتابونه، لیکنې او بحثونه خلک بې شرمه کوي او حیا له منځه وړي.

د ارواپوهنې له نظره لوڅ موارد نه، پټې خبرې د انسان ذهن ډېر فعاله کوي او هڅوي یې تر څو پرې خبر او پوه شي او دا کړنه د انسان په نورو کړنو او ذهني پړاونو هم بده اغېز کوي، ځکه چې دا مالومات کله ناکله له غیر مسلکي لارو، ملګرو او … ترلاسه کوي او هغه ښې سرچینې نه دي او باید چې په دې اړه په ځانګړي ډول د ځوانانو په ژوند ژور فکر وشي تر څو وکولی شو په جنسي انحرافونو د ځوانانو له اخته کېدو مخنیوی وکړو او خپله یې د بدبختۍ لامل نه شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply