د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران پریس کانفرنس ته پرې نه ښودل شول

0 814

اسلام اباد پریس کلب د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران پریس کانفرنس ته پرې نه ښودل

واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مشرانو ته په اسلام اباد پریس کلب کې مېډیا ته د خبرو اجازت نه ورکولو وروسته د پي ټي ایم مشرانو او ملاتړو ویلي، دا ښیي چې نن په پاکستان کې د جرنلزم توره ورځ ده.

د شمالي او جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړي سره د نورو ملګرو نن غوښتل په یو مطبوعاتي کانفرنس کې پر پي ټي ایم باندې د عمران خان تورونو ته ځواب ووایي، چې عمران خان په واڼه کې پر پي ټي ایم لګولي وو.

دې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کوونکو علي وزیر، محسن داوړ، فرحت الله بابر، افراسیاب خټک او ګلالۍ اسماعیل ته د پریس کلب په ودانۍ کې دننه د کښېناستو اجازه نه ورکول کېده او نه هم د پریس کلب کارکوونکو د دوی نه د پریس کانفرنس لپاره ټاکلې پیسې اخیستلې.

د پریس کلب یو غړي ویلي دوی ته له بره نه ویل شوي چې دغه کسان [د پي ټي ایم مشران] به پریس کلب ته دننه نه پرېږدئ.

خو د اسلام اباد پریس کلب نایب صدر سعدیه کمال وي.او.اې ډیوه ته وایي، د دوی له خوا د پي ټي ایم په مطبوعاتي کانفرنس بندیز نه شته او نه ورته دا پته شته چې څوک دوی د پریس کلب په ودانۍ کې پریس کانفرنس ته نه پرېږدي.

د اجازت نه تر لاسه کېدو او د نیزدې دوه ساعته انتظار وروسته د قومي اسمبلۍ غړو او د دوی ملاتړو د پریس کلب د ودانۍ مخې ته خپلې خبرې پیل کړې، چې د پاکستاني رسنیو هیڅ یوه کېمره او خبریال ورته موجود نه وو او یواځې پر سوشل مېډیا په ژوندۍ بڼه ښکاره کېده.

محسن داوړ په خپله وینا کې وویل، دوی غوښتل چې نن د وزیراعظم عمران خان هغو تورونو ته ځواب ووایي چې وایي د پي ټي ایم ځینو مشرانو ته له بهره پیسې ورکول کېږي:

“که د بهر نه پیسې راځي نو بیا راسره خبرې ولې کوي؟ که د دوی دا ویره وي نو بیا جرګه ولې کوي؟”.

هغه زیاته کړه داسې ښکاري وزیراعظم ته په غوږ کې چا ویلي وو چې د واڼه په جلسه کې په پي ټي ایم دغه تور ولګوي. په پي ټي ایم دا تورونه څه نوي نه دي، تر وزیراعظم وړاندې د پاکستان پوځ هم دغه ډول تورونه لګولي وو.

د پیپلز ګوند غړی او د پي ټي ایم ملاتړی فرحت الله بابر په خپله وینا کې د پریس کلب فیصله د جرنلزم لپاره د پاکستان په تاریخ کې توره ورځ وبلله او له وزیراعظم عمران خان نه یې وغوښتل چې په دې اړه د پي ټي ایم له مشرانو بخښنه وغواړي. هغه د عمران خان تورونو ته په ځواب کې وویل:

“که د پي ټي ایم ځوانان وغواړي چې د دوی احتساب دې وشي نو بیا خو به دوی دا هم غواړي چې د هغو ټولو توندروه ډلو احتساب دې هم وشي چې له بهره پیسې ورته راځي، بیا به عمران خان څه کوي؟”.

دا کېدای شي لومړی ځل وي چې د یو تحریک مشرانو ته د اسلام اباد په پریس کلب کې د پریس کانفرنس اجازت نه ورکول کېږي. په همدغه پریس کلب کې څو واره د ملګرو ملتونو او امریکې له خوا د بندیزونو سره مخ د توندروه تنظیمونو مشرانو مطبوعاتو ته ویناوې کړې دي او د پاکستان استخباراتي ادارو په دغو غوږ نه دی ګرولی.

د پاکستان په مېډیا کې د پي ټي ایم جلسو او فعالیتونو ته د وړاندې نه ځای نه ورکول کېږي چې دا کار یې په پاکستان کې دننه او بهر په پراخه پیمانه غندل شوی دی.

ډیوه رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply