د مولوي هبت الله د پام وړ

0 1,004

د مولوي هبت الله د پام وړ :

نه دې د خدای و د رسول، نه دې د ملت او نه دې د خپل وجدان ومنله، خو بالآخره نن درېواړو قوتونو درباندې پر يو اواز له مسکو د اوربند او له حکومت سره د ژر تر ژره خبرو پيلولو غږ وکړ

د ستانکزی، شاهين ومجاهد په ټاکنه کې غور وکړئ

څوک چې د څښتن تعالی ارزښتونه له پامه غورځوي، هغه به يې د خلکو له پامه وغورځوي او هېر به يې کړي

سيد حسين پاچا

درې لېونيانو ته اوس څه پاتې شول؟

نظر محمد مطمئن

حکومت جزء او طالب کُل بولي.

سهيل شاهين :

په افغانستان کې دا اوسنۍ اداره چې ده منحيث حکومت موږ يې په رسميت نه پېژنو. که چېرې مو په رسميت پېژندلای، نو بيا جګړې ته څه اړتيا وه؟

شيرمحمد عباس ستانکزی :

موږ به د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه منحل کړو.

د يو ديني عالم په توګه داسې دې ته سوچ وکړئ چې :

د پاکستان د ماليې نوی وزير: هېواد مو له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی

تاسې وخدای او خپل ضمير مو چې د ښاغلي عمرانخان د ټاکنيز کمپاين شعارونه به دې ختمي اورېدلي وي چې زه له چا پور نه اخلم، خو نن ګورو چې له سعودي يې څومره پور واخېست، همداسې ورپسې چين ته ورغې او له اي ايم ايف سره يې لا له پخوا نه خبرې روانې دي چې پور ترې واخلي، خو لا يوې هوکړې ته رسېدلي نه دي، نو تاسې طالبان دا دومره جنګ څنګه مخته يووړ؟

ايا د پاکستان همدا منښته چې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی ستاسې لپاره بس نه وي؟ ليبيا چې پرخپل اقتصاد بسيا وه او معمر قذافي سره له دې چې د خپل نظام د بقا لپاره له ګاونډ نه ستاسې به شان فراريان mercenaries يا کراييکښ قاتلان راوړل او خپله شنه کتابچه يې هم په لاس کې ډېره وښوروله، خو ګټه يې ونه کړه چې نظام يې پاتې شي او بالاخره يې سقوط وکړ.ستاسې نظام هم همدغسې ورته پايلې سره مخ شوی وو چې مشرف خپله منله چې ما بيرته پر پښو ودرول او نن بېغيرته هلته د عربو په لمن کې پروت دی. د مور د ليدنې په پلمه له هېواده وتښتېده او نن د محکمې له وېرې سينه بغل شوی دی. ان تر دې چې ځينې وخت پرې داسې د مکر د سُکران حملې راشي چې ډاکټران يې په تداوۍ نه پوهيږي.

بالفرض که امريکا، روسيه وچين درېواړه يوې هوکړې ته ورسيږي او خپلې مالي، نظامي او لوژيستيکي مرستې درباندې بندې کړي او هم سفري بنديزونه درباندې ولګوي، نو ستا به څه حال وي؟

داسې مفته مړۍ نه آدم عليه السلام ته خدای په دې دنيا ورکړې، نه نوح عليه السلام، نه ابراهيم عليه السلام او نه يې اولادې ته، نه موسی عليه السلام، نه عيسی عليه السلام او نه يې مور ته او نه پېغبر عليه السلام ته، بلکې هر څه قرآني روښانه دي، نو تاسې لکه چې د دې اولوا العزمه انبياء عليهم الصلاة والسلام نه هم اوچت ياست، ځکه چې طالبان ياست او ځينو سياسي ملايانو، نظاميانو او استخباراتو مو ملاتړ کولو. نو اوس چې خبره تر دې کچې راغله چې له هماغه مسکو نه چې ستاسې ورته ډېره زياته تلوسه وه د اوربند او له حکومت سره د مخامخ خبرو کولو غږ وشو، نو اوس نوره څه پلمه درپاتې شوه؟ تاسې به خدای ورسول صلی الله عليه وسلم او اسماني کتاب قرآن کريم ته څه مخ لرئ؟

قرآني سپارښتنې خو روښانه دي، نو ولې مو قرآني سپارښتنې له پامه غورځولې او له دې وروسته به اوس څه کوئ؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

مسکو درې اړخيزه غونډه: افغانستان کې د اوربند ملاتړ اعلان شو

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48067315

امريکا، روسيې او چين له طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي

https://www.pashtovoa.com/a/trilateral-consensus-on-afghan-peace-process-by-russia-china-and-the-united-states/4892673.html

د امريکا، چين او روسيې استازو له طالبانو د تروريستانو د جلب و جذب او تمويل د مخنيوي غوښتنه وکړه

http://www.taand.com/archives/126536

د پاکستان د ماليې نوی وزير: هېواد مو له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی

https://rohi.af/fullstory.php?id=77013

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply