لویه جرګه: د سولې او نوي افغانستان په لور بېساری ګام!

0 1,091

د سولې لویه جرګه په دې موخه پرانیستل شوه چې هېواد کې څلويښت کلنه جګړه ختمه کړي، هېواد دتلپاتې سولې په لور راهي کړي او افغانان د هېواد په بیا ودانۍ کې په یو ټغر را ټول کړي. دغه جرګې ته  د ثور ۹ مه نېټه ځکه په پام کې نېول شوې ښکاري چې دلته د ثور د ۷ مې او ۸ مې پېښو په توپیر؛رامنځته شویو ناخوالو، تربګنیو، جګړو او ویجاړیو ته د پای ټکی کېږدي او د نوې افغانستان د بنسټډبره چې هلته تلپاتې سوله واکمنه وي افغانان بیرته یو موټي او د هېواد په بیا رغونه کې بوخت وي،کېښودل شي.

داسې ښکاري چې د ثور د ۹ مې نېټې، د سولې لویي جرګې، د همداسې موخو په ترسره کېدو کې دنوې افغانستان د بنسټ ډبره کېښوده!

۳۲۰۰ تنه د افغان ولس ریښتیني استازي چې ډیری يي د هېواد ځوان قشر، پوهان، د شهیدانو د کورنیو غړي او میرمنې وي، په پلازمېنه ــ کابل د جرګو په خیمه کې سره جرګه شول او په پنځو ورځوخبرو اترو، یو بل سره په سلا او مشوره يي خپل ۲۳ فقره یز پریکړه لیک یانې د سولې لارنقشه، حکومتته مخکې وړاندې کړه.

د سولې لویه جرګه په داسې نظم تر سره شوه چې مخکې يي ساری نه وو لېدل شوي. ټولو افغانانو تهدې مبارک او نیکمرغه وي!

لويي جرګې، تر هر څه مخکې د طالب بندیانو خوشې کول او د دوه اړخیز اوربندوړاندیز وکړ. څنګه چې افغان حکومت اوربند ته ژمن دی، که طالب چارواکي هم اوربند په تېره بیا دروژې په میاشت کې پلی کړي، داسې چلند به د سولې او نورو اختلافي چارو په اړوند د حکومت اوطالبانو ترمنځه د بې باورۍ فضا چې په کور دننه ټاکلو کړیو او ځینو بهرنیانو رامنځته کړې او لا ورتهلمن وهي، له منځه یوسی. د لويي جرګې یوه موخه هم دا وه چې د حکومت او افغان استازو لخوا،طالبانو سره د خبراترو په اړه د بې باورۍ چاپېریال ختم کړي او تر نورو لومړي په دې برخه کې عمليګام پورته کړي. د لويي جرګې دا وړاندیزونه لکه، له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش؛سملاسي او دوه اړخیز اوربند؛ طالبانو ته افغانستان کې سیاسي دفتر ورکول؛ د اساسي قانون او دښځو او بیان ازادي؛ د طالب بندیانو خوشې کول او یا تبادله د حکومت لخوا په پراخ تندې ومنل شول اوپه دې اړه ولسمشر غني هم لويي جرګې ته په خپله اختتامیه وینا کې د پلیتوب ډاډ ورکړ.

ولسمشر غني د ښه نیت او روژې میاشتې ته د درناوۍ په پار «د طالبانو د ۱۷۵ بندیانو د خوشېړ او زیاته یېړړه هم بحث ته چمتو دی.» ولسمشر غني دا هم زیاته کړه « له طالبانو غواړم چېیا نورو ولایتونو ته خپل استازي را واستوي، چې دا بندیان ور وسپارو. هغه دا هم وویل، چېد بندییې د روژې ډالۍ ده او وبه لیدل شي چې طالبان څه ډالۍ لري

لويي جرګې په خپلې پرانیستې او بریالۍ پای سره په طالبانو کې د ځینو متحجرو څېرو او یا په کوردننه د هغو کړیو وړاندوینې هم په اوبو لاهو کړې چې يي انګېرله ګنې لویه جرګه، د ولسمشرې پیر دغځېدو او یا د ټولټاکنو لپاره د کمپاین په موخه تر سره کیږي. منفي پال او بد بین کسان او ډلې تل پهتورو عینکو کې پېښو او اشخاصو ته ګوري او هر څه د خپلو شخصي او تنګو ګټو په تله کې تلي!

په دې منځ کې به هغه کسان پښیمانه وي چې ولې يي د لويی جرګې جوړېدو سره، مخکې له مخکېمخالفت وکړ او بې ګودره په اوبو ورګډ شول. لويي جرګې په خپل نظم او پریکړو سره د هېواد د لوړوارزښتونو او ټولو افغانانو د ګټو په خونیتوب کې ستر ګام پورته کړ او په دې توګه يي د ټولو افغانانودرناوی وکړ.

د اشنا تلویزیون سره مرکه کې ښاغلی حضرت عمر زاخېلوال وايی«د مشورتې لويي جرګې مخالف نهدی، خو جرګه باید په خپل وخت شوی وای»

داسې څرګندونې د خلکو د ذهنونو د خړپړولو او د ځان د سپیناوي لپاره ترسره کیږي، ګنې د لوييجرګې کومه پریکړه بېوخته ده!

ایا پروسکال د روژې میاشت کې افغان حکومت چې زاخېلوال هغه مهال اسلام کې د افغانستان سفیروو، اوربند اعلان نه کړ او بیا يی طالبانو ته د غځېدو وړاندیز ونه کړ؟ چا بیا اوربند مات کړ، حکومت کهطالبانو؟ ښکاره ده چې طالبانو!!

ویل کیږي چې زاخېلوال په دې وروستیو کې په پټه اسلام اباد ته سفر کړی او داسې څرګندونې د دې سفر سره بې تړاوه نه دي!

افغان حکومت تل د اوربند او سولې په چارو کې لومړی قدم پورته کړی، خو په کور دننه د سولېمخالفین او په طالبانو کې پردۍ کړۍ د اوربند او سولې سره مخالفت کوي او شرموونکې دا چې پړهيي هم بیا پر افغان حکومت وراچوي!

د سولې بل مخالف عطا محمد نور بیا وايی، چې خپل پلویان يي لويي جرګې ته د دې لپاره لېږلي ول، څار وکړي چې هلته د ولسمشرۍ مهال ونه غځیږي او د ټاکنو په اړه کمپاین و نه شي. خو پوښتنه دا دهچې د دې دواړو چارو د څار لپاره عطانور باید خپله جرګې ته ورغلی وای او هلته يي خپله اصليغوښتنه چې سولې سره مخالفت دی، بیان کړی وای!

شف شف ویلو ته څه اړتیا ده!

عبدالله عبدالله هم په لویه جرګه کې د سولې په مخالفت د خبرو د نه جرئت په لامل ترکيي ته وتښتید او دتل پشان يي د«نه منم» لار خپله کړه. که د نورو هغو کسانو څخه چې ځانونه پخپله په افغانستان کېمطرح او بانفوذه کسان بولي، پوښتنه وشي چې تاسو ولې د سولې لویه جرګه بایکاټ کړه، ځواب به ييد عطا نور او عبدالله عبدالله څخه هم ټيټ او پرېوتی وي او د شرمېدلو خبرو پرته به، بل څه د ویلو ونهلري!

له بده مرغه، د دې ډلو او اشخاصو څرګندونې او کړه وړه د طالبانو د ځینو متحجرو ککریو څخه چېوايی«د سولې په نوم مشورتي لویه جرګه د حکومت نمایشي ناسته او د ولسمشر غني ناکامه هڅه وه اود روژې میاشت کې جګړه ډېر ثواب لري، څه توپیر نه لري. دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي او پهدواړو ډلو کې د سولې او امنیت مخالفین او دښمنان، پوخ ځایګی لري!

اوس د دې وخت دی، که د سولې د لويي جرګې مخالفین، د جرګې د پریکړو او د سولې لارنقشې څخه بله منلې او ګټوره لارنقشه لري، افغانانو ته دې وښۍ او حکومت ته دې وړاندې کړې.

د ۲۰۱۹ کال د مۍ ۳ مه

سرلوڅ مرادزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply