د هر کار لپاره څلور مهم اصله؛ پلان، عمل، ارزونه او سرته رسول

0 464

ژباړه: امان الله«حنیفي»

څه باید بدل کړی، څه ناسم دي چې باید سم شي او تر ټولو مهمه دا، هغه څه ته د رسېدو لپاره باید سخت کوښښ وکړئ، چې تاسې يې په راتلونکي کې غواړی. خو ایا تاسې سلو په سلو کې باوري یاستی، چې تېروتنه به نه کوی؟ او باوری یاستی چې په هر ډول شرایطو کې به د یوې ستونزې لپاره ستاسې حللاره سمه وي؟

د هغه کار د پایلې په اړه چې یوه وړه تېروتنه هم پکې ګډوډي پېښه ولی شي، ښه دا ده چې مخکې له مخکې یو ځل په ازمایښتي ډول هغه ترسره کړی. که ستاسې د غوښتنې مطابق مو ازمېښت پایله ورنه کړه، ښه ده چې د بیا ځلي تکرار لپاره نوې لاره غور کړی یا په مخکینۍ غوره شوې لار کې یو څه بدلون راوړی. مخکې له دې چې خپله انرژي او منابع مصرف کړی، ښه ده چې هرڅه مخکې له مخکې و ارزوی.

څنګه باوري شو چې یو ځل نه، بلکې هر وخت کار سم سرته ورسوو؟ د دې لپاره تر ټولو ښه لار دا ده، چې هر وخت د تغیر او بدلون لپاره چمتو واوسی. په نوښت او ابتکار سره کولای شی، یو کار د پخوا په پرتله ښه سرته ورسوی. هغه څه چې تاسې ته د یو کار له سرته رسولو وروسته خوښي درکولای شي، هغه له کار څخه مخکې پلان جوړول، وروسته د پلان مطابق عمل کول، بیا د هغه پایلې ارزول او په اخري قدم کې د هغه پوره سرته رسول دي. موږ  په همدې مقاله کې په همدې اړه ځینې معلومات درسره شریکوو.

د دغو څلورو اصولو مهمې کړۍ ته د ډمینګ کړۍ وايي چې د همدغه شخص (ډمینګ) لخوا د یو کار د مؤثرو پایلو د لاسته راوړلو په پار وړاندې شوې ده.

د ډمینګ دغه مهمه کړۍ (پلان، عمل، ارزونه او سرته رسونه) څلور مهمې مرحلې لري:

پلان: د مسئلې پوره پېژندنه او شننه

عمل: د کار د ښه سرته رسولو په خاطر، په یوې ځانګړې طریقې سره د هغه ازمویل

ارزونه: د ازمویل شوې لارې د اغېزو ارزونه او د دې څېړل، چې ایا د دې پر نسبت بله ښه د حل لار شته او که نه

سرته رسونه: له تر ټولو ښې او اغېزناکې لارې د هغه کار سرته رسول

پاس څلور مراحل داسې عملي کولای شی:

همداسې لکه څنګه چې د ازمېښت لاره په وار وار تکراروی او دغه کار ته ادامه ورکوی، د عمل او  ارزونې ترمنځ به له ډېرو خنډونو سره هم مخ کېږی.

د ډمینګ کړۍ تاسې هڅوي څو د یو کار د سرته رسولو لپاره، تر ټولو ښه حللاره ولری. په دې اړه لاندې څلور ټکي عملي کړئ، څو باوري شی چې تر ټولو پر ښه کیفیت لرونکې لار مو ګام اېښی دی.

۱ـ پلان

لومړی تر هرڅه مخکې معلومه کړئ چې ستاسې کار یا موضوع څه ده. د (علت او معلول) او (ولې) پوښتنې په پوښتلو سره کولای شی، د خپل کار یا موضوع په اړه لا ډېر دقیق او مهم معلومات پيدا کړی. کله چې دغه کار وکړئ، ښه ده چې د اړوند کار په اړه لاسته راغلي معلومات له ځان سره وساتئ او وروسته ټول هغه معلومات چې له تاسې د پلان په عملي کولو کې مرسته کولای شي، له یو بل سره ضمیمه کړئ.

۲- عمل

دغه ګام د ټولو هغو لارو ټولګه ده، چې عملي کول یې ممکن او مؤثره پایله لرونکي دي. تاسې دا وخت خپله پروژه په ازمويښتي ډول، د پرتلې په توګه، په یوه ځانګړې محدوده کې پر کوچنیو برخو ووېشئ.

په دې اړه کولای شی له هغو لارو چارو چې ستاسې نوښت او ابتکار دی، هم استفاده وکړی.

د پلان جوړونې په اړه تر ټولو بل مهم ټکی، د هغو وسایلو یا امکاناتو درلودل دي، چې ستاسې له غوره شویو لارو څخه د یوې تر ټولې مهمې لارې په عملي کولو کې، تاسې له وېرې راوګرځوي او د عمل میدان ته مو ورسوي.

مهم ټکی:

په یاد ساتئ چې په دغه کړۍ  کې(عمل) د تلاش او ازمېښت په مانا دی او د پوره سرته رسونې مانا نه ورکوي.

۳- ارزونه

په دغه قدم کې تاسې د غوره شوې حللارې اغېز ارزوی او کولای شی ټول هغه معلومات چې ستاسې له غوره شوې لارې سره لا ښه مرسته کولای شي، راټول کړی.

موخې ته د رسېدو لپاره د ازمېښتي لارې اغېز ته پوره دقت، تر ټولو د ښه اغېز لرونکې ټاکل شوې لارې او ستاسې نوښتونه کولای شي ستاسې عمل او ارزونه تکرار او حللاره مو لا مؤثره کړي.

کله مو چې د ارزونې مرحله پای ته ورسېده او ستاسې د خوښې وړ یا مو د خوښې وړ حد ته نږدې پایله په لاس راوړه، کولای شی بیا لاندې او وروستی ګام عملي کړی.

۴- سرته رسونه

دا د غوره شوې حللارې د عملي کولو  اخري ګام دی. دلته ستاسې د (پلان، عمل، ارزونې او سرته رسونې) کړۍ پای ته رسېږي. که له همدې کړۍ څخه پر ګټنې مصروف وی، مهمه ده چې د دغه څرخ لومړي ګام (پلان) ته لاړ شئ او د ښو پایلو لاسته راوړلو لپاره تر ټولو ښې لارې ولټوی. خو یوازې  د ښې حللارې موندل هم نه شي کولای، چې ستاسې کار پای ته ورسوي او تاسې بیا د ارامۍ احساس وکړی؛ بلکې ټاکل شوې لار به مو ټکي پر ټکي تر اخره تعقیبوی، څو بیا هغه پایله لاسته راوړی چې تاسې یې د لاسته راوړلو لپاره پلان جوړوی او تر ښه لار ورته ټاکی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply