اوربنده! ستا راتلو ته افغانان داسې تلوسه لري لکه دوه مین انسانان چې د کلونو کلونو په تېرېدو سره د بېلتون شېبو ته د پای ټکی ږدي او د اوږده هجران په پای کې د محبت د دسترخوان د پاسه د وصال په مېلمستیا کې ګډون کوي.
اوربنده! ستا په لیدلو پسې مو سترګې ډېرې ستړې او زړونه بېحده سرګردانه دي، ستا راتلو ته هر افغان د انتظار داسې شېبې شمېري لکه یو روژتی مومن چې د روژې په رنګین ماښام کې د آذان د اورېدلو او روژه ماتي په تمه خوږ انتظار کوي.
اوربنده! ستا راتلو ته افغانان داسې انتظار باسي لکه د (ریان) په دروازه کې چې روژتي مومنان جنت ته د ننوتلو او له مهربان خدای (ج) سره د دیدار لپاره په منظمو کتارونو کې ولاړ وي او د الهي کرم د خواږه باران پاسته څاڅکي د پاسه پرې ورېږي.
اوربنده! ستا راتلو ته هر افغان داسې انتظار باسي لکه وږی ماشوم چې د خپلې مهربانه مور شیدو ته په ترپکو ژاړي او یوازې د خپلې شېرینې مور د مهربانیو څخه ډکه سینه یې ژړا، کوکې او واوېلا په قرار کولی او آرامي ورته بښلی شي.
اوربنده! ستا لیدلو ته افغانان د انتظار داسې شېبې شمېري لکه د دښتو، غرونو او مېرو وچکالۍ ځپلي بوټي چې د خدایي باران څاڅکو ته د آسمان په طرف خپلې شونډې بوڅې بوڅې نیولې وي او یوازې د الهي مهربانیو اورښتونه یې انتظار پای ته رسولی او سېرابه کولی شي.
اوربنده! موږ له تا څخه غواړو چې یو ځل بیا نه یوازې د افغانانو اختر رنګین کړه، بلکي د دې ځپل شوي ولس د ژوبل او زخمي ژوند په ټپونو د تل لپاره د سولې مرهم کېږده او په دې ژوبل وطن د سولې سپینې کوترې په پرواز راوله. نور د یوې آسماني ډالۍ په څېر زموږ د درمند ژوندون په ښېرازه را ښکته او د تلپاتې سولې زېری را باندې وکړه.
اوربنده! له تا څخه غواړو چې نور د تل لپاره زموږ د وطن عسکر او طالب داسې سره غاړه غړۍ شي چې یو بل ته د مینې لاسونه ورکړي، یو بل ته د محبت په شېرینو الفاظو د اختر مبارکي و وایي، د یو بل په وړاندې د توپ او ټوپک میل راښکته کړي، له یو بل سره د تل لپاره پخلا شي، له یو بل سره د اختر سبا ناری نوش جان کړي او یو بل د سولې په کلکه او مهربانه غېږ کې و نیسي.
اوربنده! له تا څخه غواړو یو ځل بیا وسله وال طالبان خپلې وسلې و غورځوي، د سولې په ډاډمن چاپېریال کې له افغان ولس سره یو ځای د کابل په کارته پروان کې خواږه آیسکریم و خوري، د وردګو د پاخه سړک د پاسه له عسکرو سره د مینې اتڼ جوړ کړي، د غزني د اسلامي تمدن له دروازو څخه تېر شي، د جلال آباد د بهسودو د پله په خوا کې ننګرهاری شېریخ نوش جان کړي، د مزارشریف د ښار په کوڅو کې د کونجتو په مغزي حلوا پسې تاو راتاو شي، د فیض آباد په تازه باغونو کې تمځای جوړ کړي، د ارغنداب په تازه توتو او شړومبو ځانونه ماړه کړي، د هلمند په سیند کې د سولې د لمبېدو سیالي وکړي، د پکتیا د لوړو جنغوزیو لاندې مېلې جوړې کړي، د هرات په خواجه غلطان زیارت کې و رغړي، د بامیان د امیر بند د رڼو اوبو سیل وکړي، په روحاني بابا کې د طالبانو ورکه مېله را ژوندۍ کړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې له افغانانو سره یو ځای د کوچني اختر خوښۍ په ګډه و نمانځي.
اوربنده! د جګړې دواړو اړخونو ته ووایه چې د افغان ولس فرد فرد اوربند غواړي او نور د یوې شېبې لپاره هم د جګړې د اوږدوالي ملاتړ نه کوي. د افغان ولس د شهیدانو، یتیمانو، ورارو، کونډو او بورو شمېر تر میلیونونو اوښتی، په سلهاوو زره افغانان ټپي او معلول شوي دي، د هدیرو لپاره نور د هېواد په غرونو او رغونو کې ځای نشته او په مېلیاردونو ډالر مادي او معنوي زیانونه د افغان ولس د ژوند زیربناوو ته رسېدلي دي. افغانان د نړیوال پرمختګ له سیالۍ څخه سلګونه سلګونه کلونه وروسته پاتې شوي دي، د خدای لپاره نور دا توره او لعنتي جګړه بس کړئ.
اوربنده! موږ د افغانستان لپاره اوربند غواړو، موږ د سیمې لپاره اوربند غواړو، موږ د نړۍ لپاره اوربند غواړو، موږ د انسانیت لپاره اوربند غواړو، موږ د بشریت لپاره اوربند غواړو موږ د ټولې نړۍ لپاره سوله، سوکالي او آرامي غواړو.
اوربنده! د نړۍ مشرانو، ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس، د سیمې هېوادونو او نړیوالې تولنې مشرتابه ته ووایه چې نور د جګړې د اوږدوالي پر ځای له افغانانو سره یوازې د سولې په ټینګښت، عمران او آبادۍ کې مرسته وکړي.
اوربنده! د افغان ولس پيغام د جګړې دواړو اړخونو ته یوسه، د افغان ولس پیغام د نړۍ ټولو سوله پالو ولسونو، شخصیتونو او مشرانو ته یوسه او د افغان ولس پیغام د خدای (ج) دربا ته یوسه چې موږ نور په ګران افغانستان کې تلپاتې سوله غواړو او بس.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320