ګل مقصود (ثابت)
د ماليې وزارت د پانګه اچونې ملاتړ لپارہ د پور اخیستو تصمیم تر وروستي حدہ ناسم او بې وخته دی. دا ډول پورونه به افغانستان په راتلونکي کې له ډېرو بدو او پراخو ستونزو سره مخ کړي.
لومړی: پور اخیستل یوه ډېرہ جدي موضوع ده او دا قدم باید په پوره احتیاط او د نورو ټولو لارو بندېدو وروسته په مالي کړکېچن حالت کې له مسلکي مطالعې او پلان سره سم واخستل شي. د پور اخستلو ځانگړې موخې، ګټی، او بېرته ورکول؛ باید د پلان مھمه او اړینه برخه وي۰ پور باید یوازې د هغه پروژو لپارہ واخستل شي، چې ګټه یې د پور او د هغې د سود له لگښت ((مصرف)) نه ډېرہ وي. د پور اخیستل ډېر ستونزمن کار نه دی، خو د پور بېرته ادایېنه ھغه ھم د سود له پېسو سرہ که سمه پلان نه شي ملا ماتوونکې دہ۰ د پاکستان حالت یې ښه مثال دی.
دویم:۔ زمونږ غیر اختیاري بودیجه کې هر کال مرسته کوونکې ادارې او هیوادونه د ډېرو پیسو ژمنه کوي، خو هغه پیسې بېرته ځان ته ګرځوي!؟ ځکه چې زمونږ وزارتونه د هغه پیسو د استعمال لپارہ مسلکي پروژې نشي ترتیبولای! ځکه خو زمونږ د پراختیایي بودیجې لگښت تل ډېر کم وي. په همدې دلیل تېرو اتلسو کلونو کې بې حسابه پیسې ضایع شوې!؟ که چیرې مونږ د هغه مرسته شویو پیسو لپارہ مؤثری او مسلکي پروژې نه شو ترتیبولای نو د پور پیسو پر ځای لګولو څه تضمین شتون لري؟
درېیم:۔ په کور دننه د افغانستان په بانکونو کې نزدې درې نیم ملیارده ډالر د خلکو پانگه شتون لري، بانکونه پر دې پیسو یا هیڅ کار نه کوي او یا یې مرکزي بانک سره په ډیرې کمې فیصدۍ ایښي . د ځینو اداري ستونزو په دلیل دا ډالر سوداگرو ته د پانګونې لپاره نه ورکول کېږي. د مالیې وزارت باید د دغې پانگې لاره ازاده قانوني او اداري مشکلات یې حل او مارکیټ ته د پانګونې لپاره راووباسي، کله چې دا سرمایه ټوله په کار واچول شوه او بیا هم داسې پروژې وې، چې ورته نوره سرمایه ضرورت وه نو بیا باید لومړی د کورنیو پانګوالو او سوداګرو نه قرضه واخستل شي. د هغى هم خپله پروسه او اصول دي چه راتلونکي کې به پرې بحث وکړو. د بهرنيو بانکونو، ادارو، او هیوادونو نه د پور اخیستلو نه باید تر اخر حده ډډه وشي. اوس لپاره داسی ډېرې لارې چارې شته چې مونږ خپلې پروژې تمویل کړو. د مالیې قدرمن وزیر صاحب باید په دې برخه کې له سره غور وکړي او د مالي او اقتصادي مسلک لرونکو سره مشورې وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320