د ملکي او نظامي مسوولینو او منسوبینو پر بې پرېتوب د ولسمشر ټینګار

0 529

اېمل پیاوړی –

د ولسمشر غني له هڅو او لومړیتوبونو څخه یوه هم په افغانستان کې د بنسټونو رغاول دي او له همدې امله یې ملکي او نظامي مسوولینو ته بار بار لارښوونه کړې او په ټینګار یې ورڅخه غوښتي دي چې د ولسواکۍ اصل ته په درناوي او د ټاکنو بهیر د بنسټي کولو لپاره باید په دغه ملي بهیر کې خپل بې پرېتوب وساتي، تر څو ټول هیوادوال په شفافه، ازادانه او ډاډمن ډول په ټاکنو کې ګډون وکړي او سل په سلو کې په دې باوري وي چې د دوی له رایې سره خیانت نه کېږي او د هیواد د زعیم په ټاکلو کې عمده رول لري.

موږ ولیدل چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یوازې د د ټاکنو بهیر د ښه امنیت په برخه کې بېدرېغه هلې ځلې وکړې، بلکې دوی په غوڅ اکثریت سره خپل بې پرېتوب هم وساته، په دې کې شک نشته چې په یو نیم ځای کې به د یو او بل نوماند په ګټه او تاوان هڅه شوې وي، مګر په لویه کې وضعیت ښه وو او ټولو خلکو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او بې پرېتوب قدرداني وکړه.

تر ټولو مهمه داده چې په لویه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولین او منسوبین بې طرفه دي او دوی خپله بې طرفي خوندي کړې ده. د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه وړ مسلکي چلند او د بې طرفۍ اختیارول د افغانستان د ښه او روښانه راتلونکي زېری ورکوي او زموږ هېوادوال ورځ تر بلې د خپل هېواد پر راتلونکي زیات باوري کوي. له همدې امله د هېواد په تاریخ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ بېسارې اجماع جوړه شوې او دغه اجماع ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده، ځکه زموږ د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برحقه مبارزې او د هېواد د دفاع په سنګرونو کې د دښمن پر وړاندې په مېړانه او زړورتیا جنګېږي او مبارزه کوي.

د ولسمشر غني وینا زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین هیڅ قوم، سمت، ژبې، حزب او ټبر ته منسوب نه دي، بلکې دوی د افغانستان صادق بچیان دي او د هیواد د لوېشت لوېشت خاورې لپاره په مېړانه او اتلولۍ جنګېږي.  د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د پاملرنې، سپارښتنو او هلو ځلو له برکته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا زیات مسلکي شوي. هغوی ته ملي روحیه او انګېزه ورکړل شوې. په عصري او نویو وسلو سنبال شوي، خوړو او درملو ته یې پاملرنه زیاته شوې. د دوی په لیکو کې فساد له منځه تللی او له همدې امله زموږ وسله وال ځواکونه تر بل هر وخت پر ځان زیات متکي او پیاوړي شوي دي. د دغو ځواکونو قوت په دې کې دی چې د سیاسیونو په وړو سیاستونو او قضیو کې ځانونه ښکېل نه کړي. باور دی چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به هم دوی خپل بې پرېتوب وساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply