محمدروښان ښاد/
ولسمشر غني د سولې خبره اوس نه کوي، بلکې ان د ټاکنیزو کمپاینونو له وخته یې تاکید پر سوله وو او تل به یې ویل چې تر هغو په هیواد کې تلپاتې او باعزته سوله رانشي، نو نه ښه حکومتولي شونې ده، نه د هیواد انکشاف اسانه او ارزانه او موثر دی او نه هم د عوایدو زیاتوالی او د فساد مخنیوی هغسې نتیجه ورکوي لکه څنګه یې چې ولس توقع لري.
حتی په بل حسبا ویلی شو چې د سولې اوسنۍ زمینې، فرصتونه او په ملي او بین المللي بحث بدلول یې د ښاغلي غني د هڅو، فکر او هلو ځلو ځلو برکت دی، ځکه هم یې داخل د هیواد کې بېلابېل اقشار او احزاب، هم یې سیمه او نړۍ دېته قانع کړل چې د جنګ پرځای باید سیاسي او سوله ییزه حل لاره ولټول شي او په دې برخه کې یې د ټولو همکاري حتمي او مهمه وبلله او نن موږ عملا ګورو چې د سیمې، نړۍ او هیواد په کچه د سولې لپاره عملي هڅې را پیل شوې دي ، مګر دغه هڅې باید مطلوبې نتیجې اخیستلو لپاره سره منظمې او منسجمې شي.
ښاغلي غني د اروپایي ټولنې پنځم نړیوال کنفرانس ته په وینا کې وویل: ”لومړۍ، زمونږ فکري پروګرام څه و؟ اولین سند چې ما د افغانستان په استازیتوب نړۍ ته وړاندې کړ نوم يې و د افغانستان د راتلونکي مصئونول په ۲۰۰۴ کال کې په برلین کې. بعد از آن یک تحلیل اساسی تمام پیمان های صلح را که در دهه ۱۹۹۰ شده بود و همچنین ارتباط بین دیپلوماسی و انکشاف را تهیه کردم، پس از آن کتاب دریچه به نظام عادل را نوشتم، بعد از آن fixing failed state را نوشتم و بعد از آن منشور را. زما تګلاره د سولې تګلاره ده. دا وطن سوله غواړي مونږ سوله راولو، دې کې دې نه شک وي، نه شبهه. ”
نوموړي د سولې په برخه کې اوسنیو ستونزو ته په اشارې وویل، ”د سولې لاره هوار قیر سرک نه دی، او مونږ سره مرسیډیز بنز نه دی چې په ۱۲۰ کیلومتر سرعت لاړ شو، د سولې لاره به کپرک لري، د سولې لاره کې به ستونزې وي، مګر ټینګه اراده باید موجوده وي چې په کپرک باندې تېر شئ او سولې ته ورسېږئ. “
جمهوررئیس غني دا هم وویل چې: ” اول، تشکیل حکومت وحدت ملی کلانترین نشانهی تعهد ما به صلح بود. در روزی که نتایج انتخابات ریاست جمهوری اعلان شد و جناب داکتر صاحب عبدالله و طرفداران شان به کوچه های کابل برآمدند، جناب فاروقی صاحب به یاد شان خواهد باشد، آمدید و برای من گفتید که برای ما اجازه بدهید تا برویم. یادتان است جناب فاروقی صاحب که من برای شما چی گفتم، مسئولیت اولین فیر را کی می گیرد؟ چون فیر اول که صورت گرفت فیر آخر ایستاد نمی شود. مونږ د شخصي قدرت لپاره دا وطن نه قرباني کوو، دا وطن ساتو“
ځینې سیاسي احزاب، اشخاص او افراد او خصوصا هغوی چې له حکومت څخه شړل شوي او یا د تېر په څېر باج او ارزښت نه ورکول کېږي، د حکومت او ولسمشر غني پر وړاندې عقده یي چلند کوي او تورونه پورې کوي چې حکومت او ولسمشر غني د سولې مخالفت کې واقع دی، حال دا چې د دوی دغه تورونه او څرګندونې مطلق بې اساسه دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320