سویډنیان له څه وېرېږي، چې موږ ترې نه وېرېږو؟

0 574

لیکوال: عیسی قلندر
ژباړه: خوشال درانی

سویډنیان څه شی نه کوي؟

سویډني څېړونکو د دغه هېواد خلک په څو برخو کې وېشلي او دغه څېړنې څو کاله وخت نیولی دی.

عادي سويډنیان

عادي سویډنیان له ناقانونه کارونو وېرېږي او نه یې ترسره کوي. خځلې په کوڅو کې نه اچوي، موټر په چټکۍ نه چلوي، هارن نه وهي، بې‌ځایه موټر نه ودروي، ترافیکي اشارې مراعتوي او له سرو اشارو نه تېرېږي. په عمومي ځایونو کې سگرېټ نه څکوي. د چا په عقیده کار نه لري، نجونې نه ځوروي، غلا نه کوي، څوک نه وهي، عامه شتمنۍ نه لوټوي، د زده‌کړو سندونه په پیسو نه پلوري، دروغ نه وايي، رایه نه اخلي او نه یې پلوري، د کاپي رایټ حق اداء کوي، رشوت نه خپله اخلي او نه یې ورکوي. د روژې په میاشت کې خپل نرخونه نه لوړوي، د پلور او پیر په وخت کې چنې نه وهي. قاچاق نه کوي، خپل ادبیات نه چټلوي، نرخپاڼې نه پټوي، له مالیې ورکولو تېښته نه کوي، د برېښنا او اوبو د لگښت پیسې په خپل وخت ورکوي، د ځمکې لاندې اوبه نه ضایع کوي، شنه ځایونه او ونې نه پرې کوي، د چا په کار کې کار نه لري، ځکه له دولت وېره لري، که ناقانونه کړنې ترسره کړي، نو سخته سزا ویني او بل په ټولنه کې له شته قوانینو وېره لري، که داسې کارونه کړي، نو ټولنه به یې له ځانه وشړي.

د دولت کارکوونکي

دولتي کارکوونکي واک لري، خو بیا هم وېرېږي. دولتي کارکوونکي یې رشوت نه اخلي، کارونه نه ځنډوي، دروغ نه وايي، د بې‌کیفیته پروژو پرانیسته نه کوي. په قراردادونو کې درغلي نه کوي، خیالي ښوونځي نه جوړوي، پولیس نه وهي، په دولتي ادارو کې له ښخینه‌وو د جنسي رشوت غوښتنه نه کوي، تېری پرې نه کوي او وړاندیز هم ورته نه کوي. خلک په تورو لارو نه روانوي، له څېړنې پرته حرکت نه کوي، په څېړنو کې له دروغجنو شیانو ګټه نه اخلي، کانکور نه سهمیه کوي، په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي، ټاکنې په خپل وخت کوي، رایې په پیسو نه اخلي، پسونه نه چاغوي، له لنډه‌غرو سره جوړجاړی نه کوي، که یې خسرګنۍ هم وي، له فاسدو چارواکو ملاتړ نه کوي، ولسمشر یې له وزیرانو شته صلاحیتونه نه اخلي، خپلوان په روابطو نه گماري، د نورو هېوادونو له خیراتي پیسو د شخصي کمپیانونو لپاره ګټه اخلي. دولتي ځمکې د الوگانو په بیه نه پلوري، د پوهنتون استادان ناحقه زندان ته نه لېږي، مجرمینو پسې تر اخېره پلټنې کوي، د خپل قوم استازیتوب نه کوي، بلکې د ټول ملت استازیتوب کوي، خپلو خلکو ته کندې نه کني، څوک چې د پوهنې پیسې پټې کړي، نو رحم پرې نه کوي او په زندان کې یې اچوي، په ولسي جرګه کې یې د سوک‌وهنې سیالۍ نه ترسره کېږي، د حکومت «لومړۍ مېرمنه» یې د بیت المال پیسې خلکو ته وړیا نه ورکوي. وکیلان یې پولیس نه ډبوي، د پامیر سینما د پېښې په شان خلک نه وژني، د یوې پروژې لس ځلې پرانیسته نه کوي، د لنډه‌غرو پر ضد ژر اقدام کوي، ځان په ناخبرۍ کې نه وهي، په بهرنیو سیلانیانو جنسي تېري نه کوي، فېسبوک چلوونکي هم نه لري، د برېښنا پیسې نه لوړوي، پروژې په قوم نه وېشي، د برېښنا مزي له سمې لارې تېروي، د «قرمز»خط هم نه ټاکي. داسې نه ده، چې دوی یوازې دا کارونه د ټاکنو په وخت نه کوي، بلکې هر وخت همداسې وي او سړکونه پکې نه قیر کوي. د کرنې پروژې یوې سیمې ته  نه ځانګړي کوي، خپلو، خپلوانو ته قانوني معافیت نه ورکوي، د حوزو پولیس یې له غلو او لنډه‌غرو سره لار نه لري، په ښارونو کې سړکونه نه بندوي، لوړ پوړو چارواکو ته ناسم راپور نه ورکوي، اضافي امکانات هم نه غواړي، داسې هم نه کوي چې په یو کس په ۵۰۰سوه زره افغانۍ مقرر کړي او بل کس په هماغه بست په ۱۰زره افغانۍ. په ازموینو کې څوک واسطه نه کوي، ځان له خپلو خلکو پورته نه گڼي، له حساب ورکوونې تېښته نه کوي، یو کنډک ماشومان مشاورین نه گماري، په حکومت کې بل حکومت نه جوړوي.  له اړتیا پرته مضرې دولتي ادارې نه جوړوي، د خلکو طرحې نه پټوي، قومي او سمتي نظر نه لري، له ځانونو کانکریټي دېوالونه نه تاووي، دولت هم ډارېږي او خلک هم، ځکه نه غواړي چې بې‌عزته شي، نه چې نوم یې په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی ځای ونیسي، که داسې وشي، نو ځانونه اوبو او اور ته غورځوي، ځکه له خپلو قوانینو وېره لري.

خو د افغانستان شریف خلک له دې پورته کارونو له یو کار هم وېره نه لري. نه یې خلک په کولو شرمېږي او نه دولت دې ارزښتونو ته خپله ژمن پاتې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply