د سولې ډرامې نوی او اساس پړاو / خوشحال آصفي

0 500

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالب استازو او امريکايې پلاوي تر منځ د اووم پړاو له خبرو وروسته دغې پروسې ته د افغان حکومت د خوشبیني ترڅنګ اندېښنې تر بل هر وخت زياتې شوي؛ آن دا چې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار ښاغلي حمدالله محب یو ځل بیا د افغان سولې پروسې په اړه د امریکا روانو هڅو ته په اشارې ویلي،چې افغانان باعزته سوله غواړي او که د سولې روان بهیر د افغان نظام ړنګولو یوه دسیسه وي نو په وړاندې به یې ودریږي.

له دې وړاندې په خپله ولسمشر غني هم په وار وار په غير مستقيمه توګه د طالبانو او زلمي خليلزاد تر منځ د روانو خبرو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

ولسمشر غني د قطر خبرو ته په اشارې ويلي و، چې دايمي سوله غواړي نه دا، چې د داکټر نجيب الله د وخت تېروتنې بيا تکرار شي. خو وروسته بیا دا دريځ بدل شو او د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل، چې د سولې د مذاکراتو له جزئیاتو په منظمه توګه خبرېږو.

د طالب مرکچیانو او زلمي خليلزاد د خبرو په اړه نه يوازې افغان حکومت اندېښمن بريښي بلکې افغان سياسيون، مدنې ټولنې، د ښځو حقونو فعالان، بهرني هيوادونه چې په يو نه يو ډول د افغانستان په سياست کې ځان ښکېل بولي او آن په خپله د ناټو غړي هيوادونه هم اندېښمن وو.

مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالان له سولې وروسته په افغان حکومتي نظام کې د ښځو د ونډې او د ډیموکراسۍ د تطبيق د څرنګوالي له امله اندېښمن دي. د افغانستان په سياست کې ښکېل هيوادونه په ځانګړي ډول روسيه بيا د طالبانو سره په ګډه د راتلونکې افغان حکومتي نظام څخه اندېښمنه ده. دوی هڅه کوي، چې له افغانستانه د امريکایی ځواکونو له وتلو سره په راتلونکي نظام کې چې طالبان به يې هم يوه برخه وي؛ غټ او قوي نفوذ ولري. روسيه غواړي د امريکا له وتلو وروسته دغه تشه په خپله روسان ډکه کړي.

افغان سياسيون په ځانګړې توګه هغوی چې د اوسني حکومت يوه برخه دي يا په تير کې یوه برخه وو؛ ځکه اندېښمن دي، چې د طالب له راتګ وروسته به ممکن د دوی واک او ځواک د حکومت په چوکاټ کې راکم او طالبانو باندې به وويشل شي. دوی د خپلې سياسي بقا په اړه اندېښمن دي، خو د طالب استازو او یادو مشوشو سیاسیونو له لیدنو وروسته داسې ښکاري،چې د دوی دې اندېښنو ته د حل لار موندل شوې اواطمینان یې تر لاسه کړی دی.

دا چې د حمدالله محب د نویو څرګندونو له امله د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکو کې د احتمالي کړکيچ مخنيوی وشي،د سولې روان بهير يا له طالبانو سره د امريکا خبرې ناکامې نه شي او افغان حکومت هم ځان د سولې په خبرو کې مطرح احساس کړي، د امريکا ولسمشر ته په کار ده،چې په دې اړه د افغان حکومت او سياسيونو اندېښنې خلاصې کړي.
د امريکا متحده ایالات باید افغان حکومت په ځانګړې اشرف غني ډاډمن کړي، چې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ په خبرو کې هيڅ ډول داسې معامله نه کيږي، چې هغه دې د افغان حکومت او ولس له ګټو سره په ټکر کې وي.

د سیمي هيوادونو اندېښنو ته ځواب

زلمی خليلزاد له طالب مرکچي پلاوي سره تر خبرو وروسته چین او له هغه ځایه بیا واشنګټن ته ولاړ، څو د خپل سفر پایلې له امریکایي چارواکو سره شریکې کړي.
چین هغه هيواد دی، چې تر نورو ډير په قطر کې د امريکا او طالب استازو تر منځ د خبرو په اړه اندېښمن دی. ښايي خلیلزاد دغه هېواد ته په سفر کې هڅه کړې وي، چې د سولې روانو خبرو په اړه د دوی اندېښنو ته ځواب ووايي او په اړه يې ملاتړ خپل کړي.

ولس تمه لري، چې د سولې روانې خبرې سمې او په سيده لار روانې شي او طالبان دې له افغان حکومت سره د مذاکراتو ميز ته حاضر شي، نور د سولې په اړه سيمه یيزه او نړيواله اجماع رامنځته شوې ده،چې د جرمني او قطر، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو هڅې یې ښه مثالونه کېدای شي. بل لور ته افغان حکومت هم د سولې په برخه کې د دولت وزارت رامنځته کړ، د قطر بین الافغاني غونډې ته یې خپل استازي ور ولېږل او او داسې هيلې هم شته چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر را رسېدو وړاندې د افغان حکومت و وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه هم مساعده شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply