سل کاله مخکې د افغانستان د پوهنې نظام

0 966

ګل آغا احمدي وردګ  /

د اعلیحضرت غازي امان الله خان د واکمنۍ دوره د افغانستان د پوهنې د انکشاف او پراختیا په برخه کې یوه زرینه دوره ګڼل کېږي چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو سره جوخت د پوهنې په لاره کې داسې غورځنګ پيل شو چې وړانګې یې تر نن پورې په هېواد را خورې دي  او نه یوازې نارینه بلکي په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ښځینه افغانانو ته هم د زده کړې زمینه برابره شوه. په دې زرینه دوره کې افغانستان د متمدنې او پر مختللې نړۍ د سترو علمي مرکزونو سره په تماس کې شو او د هېواد د ننه او بهر لسګونو زره افغانان د دې جوګه شول چې د پوهنې له وړانګو څخه په پراخه پیمانه ګټه پورته او ځانونه د افغانستان د مسلکي کادرونو په توګه ثابت کړي. په اماني دوره کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر لومړني ښوونځي تاسیس شول، بهرني مربیون، استادان او مختصصین هېواد ته را دعوت او د پوهنیزو موسسو په تشکیلاتو کې مقرر شول. پر دې سربېره یو شمېر زده کوونکي د لوړو او مسلکي زده کړو لپاره پرمختللو بهرنیو هېوادونو ته و استول شول او د مسلکي زده کړو په برخه کې د دارالمعلمین، حکامو، دفتري اصولو، قضاوت او مساحت پېژندنې تعلیمي څانګې فعالې او د ښيښو او سمنټو جوړولو کورسونه فعال شول.

پر دې سربېره د عالي تحصیلاتو په څانګه کې د امانیه، اماني او غازي لیسې جوړې شوې. همدارنګه په دې دوره کې د هېواد د پوهنې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ښځو ځانګړي ښوونځي جوړ شول چې د (عصمت) او (مستورات) په نامه یادېدل او په کابل ښار کې د لویانو لپاره د حیاتي سواد کورسونه جوړ شول چې د (صوت غازي) تعلیمي او د سواد زده کړې اصول پکې تطبیق کېدل. په دې ډول کورسونو کې په پوهنه مین پاچا غازي امان الله خان او علم پالې ملکې آغلې ثریا هم د ښوونکو په توګه برخه اخیستله او د هېوادوالو د سواد په برخه کې یې خپله دیني وجیبه او ملي رسالت ادا کاوه. د همدې دورې د پوهنې لومړني ناظرین دوه وروڼه ښاغلی سردار عبدالرحمن او سردار عبدالحبیب خان وو چې د ۱۲۹۹ کال تر لومړیو پورې یې یو پر بل پسې د پوهنې د ناظر په توګه دندې سر ته رسولې دي.

څرنګه چې په دې وخت کې د افغانستان د پوهنې نظام د نړۍ د علمي او تهذیبي ټولنو سره تازه په تماس کې شوی وو او د پوهنیزې پراختیا په لومړنیو پروګرامونو بوخت وو، نو له همدې کبله یادو ناظرانو ته ډېر فرصت برابر نه وو څو د پوهنې تشکیلات په لازمه توګه پراخ کړي او د اصلاح لپاره یې وړ ګامونه پورته کړي، خو له ۱۲۹۹ څخه تر ۱۳۰۱ کال پورې چې کله د پوهنې د وزارت چارې ښاغلي سردار سلیمان ته و سپارل شوې، نو د پوهنې د لومړني وزیر په توګه یې پوهنیز خدمتونه په مرکز او ولایتونو کې پراخ کړل او د (معرف معارف) د مجلې چې د عرفان اوسنۍ مجله یې ځای ناستې ده.

د تاریخي لاسوندونو له مخې ښاغلي سردار سلیمان ته د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پوهنې د وزیر لفظ و کارول شو او د پوهنې وزارت د افغانستان په کابینه کې تشکیل شو. ښاغلي سردار سلیمان خان په ۱۲۹۹ کال یوه لایحه جوړه کړه چې د تدریس د پرمختګ او ښه انتظام لپاره ګټوره ثابته شوه. د غازي امان الله د واکمنۍ پر مهال ثانوي تدریسات په دوو برخو ووېشل شول چې اوله او دویمه درجه یې بلل. لومړۍ درجه څلور کاله وه او زده کوونکي به یې د لومړنیو ښوونځیو له فارغانو څخه ټاکل کېدل او دویمه درجه یې د لېسې دوره وه چې د تحصیل موده یې درې کاله وه او زده کوونکي به یې د لېسې د لومړۍ دروې له فارغانو څخه نیول کېدل. په اماني دوره کې تعلیمي کال لس میاشتې وو، د پنجشنبې ورځ به رخصتي وه، د جمعې په ورځ به تدریس کېده او د دوشنبې په ورځ به یوازې تر نیمايي ورځې پورې رسمیات وو. د امانیه او اماني ښوونځیو تدریسي چارې به د فرانسوي او جرمني مدېرانو له خوا اداره کېدې او په دې دواړو ښوونځیو کې فرانسوي او جرمني ژبې هم د بهرنیو ښوونکو له خوا تدریس کېدې. په امانیه او اماني ښوونځیو کې به د میاشتې له هر یو مامور څخه شپږ روپۍ فیس اخیستل کېده او په مقابل کې به یې یو رنګ کالي او خوراک زده کوونکو ته برابرېدل چې وروسته بیا دا فیس لغو اعلان شو. پر دې سربېره به یې لایقو او بې وزله ماشومانو ته د مدد معاش په نوم یو څه نغدې پيسې هم ورکولې. په اماني دوره کې حبیبیه لېسې ته لازمه پراختیا ورکړل شوه او په اماني لېسه سربېره د ټول هېواد په کچه ۳۲۲ بابه ښوونځي د عامو او مسلکي زده کړو په موخه جوړ شول چې مشهور یې رشیدیه غازي ښوونځی، رشیدیه استقلال ښوونځی، تلګراف ښوونځی، نقاشي ښوونځی، معماري ښوونځی، السنه ښوونځی، کرنه ښوونځی، عربیه دارالعلوم، رشیدیه مستورات ښوونځي، د پولیسو ښوونځی، د موزیک ښوونځی، د قالین جوړولو ښوونځی، د آرچتکت ښوونځی، د تدبیر منزل ښوونځی او طبي ښوونځی وو چې په کابل ښار کې رامنځته شول.

په ولایتي کچه د مشهورو تعلیمي موسساتو نومونه دا دي: جلال آباد رشیدیه ښوونځی، کندهار کرنه رشیدیه ښوونځی، هرات رشیدیه ښوونځی، هرات دارالمعلمین، مزارشریف رشیدیه ښوونځی او قطغن رشیدیه ښوونځی. د ۱۳۰۵ کال د احصاییې له مخې د اماني دورې د ښوونځیو ټول شمېر ۳۲۲ بابه ته رسېدلی وو چې په هغه کې ۵۱۰۰۰ زده نارینه او ښځینه کوونکو ته د ۱۵۰۰ ښوونکو له لوري تعلیمي خدمتونه وړاندې کېدل. همدارنګه په دې دوره کې د ۳۵۰ زده کوونکو په شاوخوا کې بهرنیو هېوادونو لکه: ترکیه، شوروي اتحاد، آلمان، فرانسه اېټالیا او داسې نورو ته د لوړو او مسلکي زده کړو په موخه لېږل شوي وو چې د همدې زده کوونکو یوه برخه ښځینه وو. په همدې دوره کې ۱۳۳ عنوانه درسي کتابونه تالیف او د پوهنې وزارت په مطبعه کې ۶۹۳۵۹۵ جلده کتابونه چاپ او زده کوونکو ته وېشل شوې دي. په همدې وخت کې د زیاتوالي له اړخه د دربار او دفاع له وزارتونو وروسته د پوهنې وزارت کلنۍ بودجه زیاته وه او پوهنیزې چارې د دولت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېدې. په همدې وخت کې د کابل په ښار کې دوه بابه ستر عامه کتابتونونه جوړ شول او دغه لړۍ د ولایتونو په کچه په ټول هېواد کې روانه وه. کله چې حبیب الله کلکاني چې په (خادم دین رسول الله) او (بچه سقاو) سره یې هم مشهور وو، کابل و نیو، نو ځان یې د افغانستان پاچا اعلان کړ، د امان الله خان سلطنت یې ړنګ کړ،  د پوهنې د انکشاف په برخه کې هر څه په ټپه و درېدل او افغانستان له تورتمونو سره مخ شو.

اخځلیکونه:

۱.احمدي وردګ، ګل آغا، سوله په شخصتیونو کې، بهیر مطبعه، کابل، افغانستان، ۱۳۹۲هـ ل.

۲.د امان الله خان اصلاحات، انګریزي

۳.امان  الله خان له نادرخان څخه د مخه

۴.پښتو ویکپیډیا

۵.دایره المعارف آریانا، لومړی ټوک، چاپ کابل،

۶.روان فرهادي، عبدالغفور، عهد اماني افغانستان، چاپ ایرانشناسي، ۱۳۸۰.

۷.رضایي، اکبر، نمایه تاریخي افغانستان از امان الله خان تا کرزی، مطالعات آسیای مرکزي و قفقاز، تهران، ۱۳۷۲.

۸.اشتباهات یک قهرمان، غږ نشریه

۹.احمدي وردګ، ګل آغا، د افغانستان د پوهنې تاریخي بهیر، د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست، بهیر مطبعه، کابل، ۱۳۹۵ هجري لمریز کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply