کریمیا ـ کانګو وینه بهوونکې تبه څه ته وايي؟

0 1,072

کانګو(CCHF) څه ډول ناروغی ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
د(Crimean – Congo hemorrhagic fever)
کریمیا ـ کانګو وینه بهوونکې تبې ناروغۍ یوه ساري، ویروسي او وژونکې ناروغي ده، چې د سپږې ماننده حشرې کنې پواسطه له حیواناتو انسانانو او له انسانانو څخه نورو سالمو اشخاصو ته انتقالیږي.
کانګو په پسونو، غواګانو،اوزو او نورو حیواناتو کې د خفیفې تبې په شکل موجوده وي چې انسانانو ته د مستقیم تماس له لارې له سرایت وروسته په بارز شکل اعراض او اعلایم ورکوي.
په عمومي ډول د کانګو د ویروسي ناروغۍ خفیفه تبه اعراض او اعلایم له 3 یا 4 ورځو نیولې تر 12 یا 13 ورځو پورې دوام کوي.

کانګو څه ډول انتقالیږي:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــ د کانګو ناروغي د خپلې عاملې حشرې،کنې پواسطه د حیواناتو یا انسانانو د چیچلو له لارې.
ــ د کانګو په ناروغۍ د اخته ذبحه کړای سوي حیواناتو له وینې سره د انسان د وجود د یوې حسې په تماس کې راتللو سره.
ــ په ناپامۍ سره د لاس پواسطه د کنې وژل.
ــ د کانګو په ناروغۍ د اخته ناروغ له وینې یا بدن سره د روغ شخص د تماس له لارې.

د کانګو په ویروسي ناروغۍ اکثرأ
قصابان
ډاکتران
روغتیایي کارمندان
څارونکي او د ناروغانو د کورنیو د غړو د اخته کیدو چانس زیات وي.
ځکه یاد اشخاص په مسقیم ډول د ناروغ د وینې،مایعاتو او، بدن سره د ناپامۍ پر مهال په ارتباط کې راځي.

د کانګو اعراض:
ــــــــــــــــــــــــــ
ــ شدیده تبه
ــ سر دردي
ــ زړه بدوالی
ــ د عضلاتو درد
ــ د خیټې درد
ــ اسهالات
ــ د سترګو د سپینې طبقې سوروالی
ــ د رڼا سره حساسیت
ــ د ورمیږ درد او شخوالی
ــ ستړیا او عصبانیت
ــ بې خوبي او نارآمي
د کانګو د ناروغۍ په پرمختللې حالت کې د ناروغ
پوستکې کې لومړی د وینې د انتاني کیدو له امله سره رشونه پیدا کیږي چې وروسته د پوستکي د شین کیدو لامل کیږي. په عاجله واقیاتو کې له خولې او پزې څخه وینه بهیدنه جریان پیدا کوي. د پورته علایمو سره يو ځای
په استفراغ او غایطه موادو کې د وینې موجودیت د کانګو ناروغي تصدیقوي.

له کانګو ناروغۍ څه ډول مخنیوی وکړو؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــ د حیواناتو د ذبحې کولو پر مهال باید له محافظتي وسایلو لکه عینکو دستکشو او اوږد چپن ماننده لباس څخه استفاده وسي.
ــ د حیواناتو په وینه له منتنو لوازمو لکه چاقو لوښي او نورو سره له تماسه باید مخنیوی وسي.
ــ د حیواناتو له ذبحې کولو وروسته ژر تر ژره باید جامې بدلې او لاسونه په پاکو،صحي اوبو او صابون پریمینځل سي.
ــ هغه ناروغان چې په کانګو ناروغۍ اخته وي ډاکتران یې باید په وړاندې له ځانګړو ماسکونو او دستکشو استفاده وکړي
او د وینې اخیستلو پر مهال باید له جدي پاملرنې کار واخلي.
ــ د حیواناتو د نیمې خامې او پخې غوښې له خوړلو باید ډډه وسي.
ــ هغه خلک چې د سارویو ساتنه کوي باید هڅه وکړي
د څارویو د ساتنې ځای تل پاک وساتي او دوا پاشي هیره نه کړي.
ــ د ناروغۍ د اعراضو او علایمو له ښکاره کیدو سره سم
باید ډاکتر ته مراجعه وسې.
تر څو په ښه شکل د ناروغۍ تداوي صورت ونیسي.
ځکه د ګانکو وژونکې ناروغۍ پخپل وخت له تداوۍ او درملنې سره د رغیدو وړ ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply