صدیق کاوون/ سپين ښامار ته

0 820

کور دې ګډ شه استعماره ستمګره
د سرو وینو دوکانداره ستمګره
د غوټیو د موسکا خوني قاتله
د وحشي بادونو یاره،ستمګره
*****
دا وطن به بیا آزاد وي ته به نه یې
مختورن به استبداد وي ته به نه یې
سره ګلونه به پر شنو دښتو غوړيږي
دا غمجن انسان به ښاد وي،ته به نه یې
*****
یوه ورځ به دا ولس بېرته راټول شي
له سرو وینو به راپورته سره غاټول شي
یوه ورځ به لاس درځي ستا ګرېوانه ته
دا بې ژبې بلبلان به غزلبول شي.
*****
یوه ورځ به حساب ټول درځنې واخلي
د دښتونو،د باغونو،د ګلونو
یوه ورځ به د مرګونو ځواب وایې
د نښترو،د شهیدو چنارونو
*****
کور دې وران شه ستمګره استعماره
د ستم پر اورنګ ناست،سپينه ښاماره
پر هرځای چې قدم کېږدې،سره لمبه شي
د دونیا د دوزخو اجاره داره .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply