افغانان خپل برخلیک په خپله ټاکي

0 926

 مطیع الله سحر-

افغانستان به جګړو ځپلی وي، افغانان به زهیر وي، مګر د دې ټولو ناخوالو او ستونزو باوجود لا هم پر خپلواکۍ مئین خلک دي او لا هم هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې کوم بل بهرنی دې دوی ته تونده خبره وکړي او یا دې د دوی د برخلیک په اړه وغږېږي. ښکاره بېلکه یې د امریکا متحدو ایالتونو د ولمسشر ډونلډ ټرمپ په خبرو د عامو افغانانو توند غبرګون و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره په ناسته کې خبریالانو ته وويل که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ختمولی شي او د دې کار لپاره دی په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي. یعنې دا په دې معنا دې چې افغانستان دوی ته هېڅ هم نه ښکاري دوی د افغانستان له زوره ندي خبر. دوی چې افغانستان ته په کومه سترګه ګوري دا هر څه غلط دي، ځکه چې له افغانانو سره زور دې او هېڅ داسې یو هیواد به ونشي کولی چې له افغانانو سره جګړه وکړي او مات یې کړي.

افغان حکومت هم د ټرمپ پر څرګندونو توند غبرګون وښوده او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې دا ورته جوته کړه، چې موږ د تاریخ په اوږدو کې ډېر بحرانونه تر شا پریښي دي، خو دې بحرانونو زموږ ارادې نه دي کمزورې کړي، مقاومت او استقامت مو لرلای او په خپل همت ورڅخه سرلوړي راوتلي یوو، نو په دې خاطر هیچاته د دې اجازه نه ورکوو چې زموږ په غیاب کې زموږ پر برخلیک پرېکړه وکړي.

ټرمپ په اصل کې د افغانستان تاریخ ته کتنه ندې کړې او نه یې هم په اړه معلومات لري ځکه خو دا ډول خبرې کوي. دلته ډېرو لويو لويو ککریو سر خوړی او له ځينو نه خو یې هغه لاره هم ورکه کړې وه چې په کومه راغلي وه او په کومه لاره بېرته  لاړ شي. دا هغه پاکه او مقدسه خاوره ده چې د هېچا تېری په ځان نه مني، دا خاوره په هر وخت کې داسې بچیان  لري چې د پاکستان او امریکا په شان نورو ډېر هیوادونو څخه خپله لاره ورکه کړي.

دلته له سکندر، چنګېز،برطانیه او ان د روسې په شان ستر یرغلګر داسې مات او په شرمو شرمېدلي دي چې خپله اصلي جغرافیه یې هم ونشوای ساتلی. اوس دوی هم خپل وزرونه کړي دي داسې ښکاري چې دوی هم له خپلې جغرافیه څخه تنګ راغلي دي.

مونږه چې د روسې په شان ستر ځواک د کوتک په زور له هیواده بهار کړ چې هغه وخت له نورو هیوادونو سره وسلې او نور تجهیزات هم وه هغوی مات نشو کړی خو همدغو افغانانو د کوتک په زور مات کړل او له هیواده یې بهار کړل. او بیا نن ورځ خو هر څه لرو هغه که هر ډول سپکې او درنې وسلې وي او که نور د جنګ تجهيزات نو دښمن خو په اسانۍ سره مات ولی شو.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply