د خپلواکۍ فکر

معروف افغان

0 857

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلاچلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په برخه کې باید دومره ووایو چې د اسلاميشریعت په رڼا کې انسانان مقیده ازادي لري، چې د تعریف له مخې یې انسانیوازې د هغه څه په ترسره کولو کې اختیار لري چې اسلامي شریعت یېورته د ترسره کولو سپارښتنه کړې ده. په همدې امتداد خپلواکي بیا دا ده چېد همدې امورو په ترسراوي کې څوک په تا بندیز پورې نه کړي.

په افغانستان کې د هېواد په کچه خپلواکي شاه غازي امان الله خان د یوهځانګړي پروتوکول له مخې له انګرېزانو ترلاسه کړه، چې تر ارواښادوړاندې بل چا دا جرات نه شو کولی. غازي امان الله خان د افغانستان پهمعاصر تاریخ کې لوی شخصیت بلل کېږي او باید چې ټول افغانان یې د ملياتل په نوم وپېژني. د همدې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره له غازي سره ګڼشمېر نورو غازیانو هم مټې بډ وهلې وې چې د هغوی له ډلې یو یې هم دکونړ خان غازي میر زمان خان و، تاریخ د نوموړي په اړه په خپله حافظه کې حقایق لري او ځوانانو ته ښايي چې ځان له دې تاریخه خبر کړي.

په افغانستان کې د بېلابېلو حکومتونو په راتګ سره تاریخ هم تغیر کړی او هرچا د خپلې سلیقې مطابق تاریخ لیکلی او محوه کړی دی چې دا زموږ

پاره د

بدبختۍ وړ بللی شي.

سږ د ستر غازي امان الله د اعلان شوې خپلواکۍ سلمه کلیزه ده خو له بدهمرغه چې په دې یوه پېړۍ کې په ځای د دې چې پرمختګ وکړو، د بدمرغیوله کبله مو څو پېړۍ په شاتګ کړی دی، چې زه یې پړه د واک په لېونیوپورې اړوند بولم.

زموږ ځوانان باید دا جرات وکړي چې له دې خپلواکۍ په کلکه دفاع وکړي او د لا خپلواکۍ او ازادۍ لپاره داسې مبارزه وکړي څنګه چې اړتیا لیدل کیږي.

ستر غازي امان الله خان تر خپلواکۍ ترلاسه کولووروسته غوښتل چې هېواد له نړۍ سره سیال کړي؛ نو ځکه خو یې باید لهخپلې ټولنې ور هاخوا له نړۍ سره قدم اخیستی وی چې له بده مرغه د(بغدادي پیر)! مریدانو پرې د کفر فتوی ورکړه او پر ضد یې پاڅونونه وکړل،هماغه وو چې نوموړی له هېواده تبعید شو او بالاخره په همدې هجر کې وفات هم شو.

هماغه پرمختګونه چې په هماغه وخت کې تخطۍ بلل کېدې اویو شمېر یې واقعا تخطۍ او د ټولنې له اړتیاو ور هاخوا کړنې هم وې، تر ننه د یو شمېر وګړو لپاره تخطۍ بلل کېږي حال دا چې نن ترې سل کاله تېرېږي.

زموږ بدبختي دا ده چې موږ لا هم په سل کاله پخوانیو غلطیو پسې مخ اړووخو دا نه ګورو چې مخې ته مو کندې راځي که هوارې.

 زموږ د ملت یوهبرخه نن هم ارواښاد غازي امان الله خان ته په بده سترګه ګوري چې دا د یوهملت لپاره تر ټولو بد حالت بلل کېدلی شي.

 له پورته ټولو ذکر شویو خبرو داجوتېږي چې لا هم د ملت له یوې برخې سره د خپلواکۍ فکر نشته او

 دوی لاهم ځانونه غلامان (ناخپلواک) حس کوي. افغان وګړو ته د یوه ملت په توګهلازمه ده چې که ځانونه ازاد نه بولي

 کم تر کمه خپلواک خو یې وبولي.

د یوویشتمې پېړۍ خپلواکي او ازادي په سیاست او اقتصاد پورې تړلې ده او دهمدې پدیدو بنسټونه په زدکړو او ټولنیز چاپېریال پورې اړوند دي. موږ له بدهمرغه د غلامۍ په فکر کې دومره ډوب یو چې خپل چاپېریال هم راته پردیښکاري حال دا چې په همدې چاپېریال کې موږ څه چې زموږ نیکونو همخاپوړې کړې دي.

د دې لپاره چې افغانان ځانونه خپلواک وبولي او یا هم د ستر غازي په لاس د ګټل شوې خپلواکۍ په ارزښت پوه شي، لازمه ده چې دوی د خپلواکۍ فکروڅېړي نه د غازي امان الله خان کړنې.

نن ورځ چې یو شمېر خلک دغه ګټلشوې خپلواکي او ملي ارزښت غندي، دوی یې علت د غازي یو شمېر ناسمېکړنې بولي، حال دا چې غازي د دوی له خولې هماغه ناسمې کړنې ترخپلواکۍ ګټلو وروسته ترسره کړې دي، نو په کوم دلیل دوی ته دا خپلواکي دمنلو وړ نه ده.

که دوی وايي چې نه موږ اوس هم مستعمره یو؛ نو دا د دېسبب نه شي کېدلی چې موږ دې د سل کلنې خپلواکۍ ارزښت په اوبو لاهوکړو؛ ستر غازي همدا ویاړ زموږ نیکونو ته وروباښه، اوس دې موږ تکړهشو او د یوویشتمې پېړۍ سره سمه خپلواکي دې خپلو لمسیانو ته ډالۍ کړو.

خو زه په ډاډ سره وایم چې زموږ د دور په منتقدینو کې دا جرات نشته چې دخپلواکۍ لپاره دې د یوویشتمې پېړۍ سره سمه مبارزه وکړي.

د لیکنې په پای کې باید یو ځل بیا هم یادونه وکړم چې که غواړو د خپلواکۍپه ارزښت پوه شو،

غوره ده چې د خپلواکۍ فکر عام کړو

او د دې لوی ارزښت د تردید لپاره باید د یو شخص فردي کړنې په هیڅ قیمت دلیل نه کړو.

افغانان د یو مېړني ملت په توګه خپلواک دي او ټوله نړۍ یې د یو خپلواکملت په توګه پېژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply