د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په دارالامان ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته د ولسمشر غني د وینا په غبرګون کې په ماښام یې پاکستاني پوځیانو پر کونړ ۲۱۶ توغندي ویشتلي دي.
دا له نیابتي څخه مستقيمې جګړې ته د پاکستان دداخلېدو لومړنی اقدام دی. تر دې پخوا هم پرکونړ په سلګونو بریدونه شوي، خو تر دې پخوا طالب د پاکستان په نیابت په افغانستان کې متواتره جګړه هم کړې ده اما پاکستان خپلو راکټي بریدونو ته د پاکستاني طالبانو پلمه مطرح کوله.
ولسمشر غني چې په څيره یې د وړمې شپې پر هوټل د برید او جینوسایډ دروند غم او ګرد پروت و، د استقلال د جشن پرمهال د افغان ځواکونو او سیاسیونو په مخ کې وویل:
د ډیورنډ په دواړو غاړو میشتو ولسونو چې د ترهګرۍ اوږدمهاله قربانیان دي، غږ کوم، چې د ترهګرو ځایونه هدف کړي او درستې دنیا ته یې رسوا کړي. د ولسمشر لهجه صریح وه او د ترهګرو په نوم د پټ تنظیم شوي جینوسایډ اصلي عامل او کوربه ته یې اشاره وه، او ولسونه یې په دې برخه کې د ځان مرستې ته رابلل.
تردې وینا او پرکونړ د پاکستاني پوځیانو له راکټي برید دوه ماښامه مخکې دارالامان ماڼۍ ته ډیر نږدې په یو هوټل کې د وداه په داسې مراسمو ځانمرګی برید وشو چې د یو بیوزلي خیاط و او د یو عادي دولتي مامور په سطحه کوم رسمي چارواکي پکې ګډون نه درلود. د برید پړه دداعش په نوم ډلې په غاړه واخیسته او بریدګر له معمول سره سم له پاکستان را اوښتی و.
برید د کابل جشن ته برابره شوې د خوشالۍ فضا دومره خوفجنه او په غم ولړله چې د استقلال جشن ته نیول شوی تیاری وځنډید او په سیمه کې تر لرې لرې پورې یو شواروز د انسانانو د سوځېدلیو غوښو بویونه لګېدل.
پاکستان په کشمیر کې د لسیزو فرصت وبایلود، د کوم کشمیر لپاره چې دوی ټول وخت نیابتي دیني ځواک ساتلی و، هغه پرځای پاتې دی هندوستان کشمیر د ډیلي د قانون تابع کړ. نه یوازې چې کشمیر له مینځه لاړ، بلکې په پاکستان کې د استخباراتو، پوځ او دولت هغه داعیه هم ورسره ختمه شوه، چې دیني احساسات یې د کشمیر د مسلمانانو او د پاکستان د خاورې د ګټلو په پلمه پکې غني کړي وو او د سربسته اتوم په توګه یې ساتل.
د لسیزو په اوږدو کې په نړیوالو سټیجونو پاکستان د افغانستان مسله له کشمیر سره تړله او همدلته فشار به ددې باعث و، چې نوره نړۍ هندوستان د کشمیر په اړه له اقدام راوګرځوي خو بالاخره هغه ورځ راورسېده.
پاکستان ټول پاکستان میشت ترهګر د کشمیر لپاره ساتل او هند تر ډیره له دې افت ویریدلی هم دی، خو له دې کبله چې پاکستان د هند پروړاندې د کشمیر په اړه د یوطرفه اقدام جرات او ظرفیت نه درلود، افغانستان یې لکه خوږ ګوته د ترهګرو خوله کې ورکړی و او له نړۍ یې ګټه او پام غوښت.
په وروستیو کې پاکستان له قطر سره په ډير هنر امریکا دې ته اړ کړه چې طالبان د سولې او جوړجاړي په نوم وپېري، دغه تعامل څه ډیر پرمختګ هم وکړ، حتا پاکستان ته یې د مالي حمایت یوه اندازه ادا هم شوه، اما په دې منځ کې پاکستان د سنجول شوې ګټې دوه چنده تاوان وکړ، کشمیر یې له لاسه ووت، هند د لسیزو لوبه ورڅخه وګټله او افغانستان کې د طالبانو د فرمایشي راتګ پروړاندې سخت موانع ایجاد شول.
اوس چې په کشمیر کې له هند سره د پاکستان زور برابر نه دی، په دریو دلایلو په افغانستان کې جګړې ته زور ورکوي:
لومړی – د لسیزو په اوږدو کې پاکستان دیني اورپکې باید له پاکستان د باندې بوخت شي، ګني د پاکستان د دولت په معیارونو کافر شوي پاکستان باندې به مخ راواړوي او شاید نیشنلسټي حرکتونه ځینې جوړ شي.
دویم – په افغانستان کې د جنګ شدت به ددې باعث شي، چې دنیا پاکستان ته د همکارۍ خواست وکړي او پاکستان یوار بیا د افغانستان مسله د کشمیر د کشالې له نوي حل سره وتړي.
درېیم – پاکستان لکه د ساتنګۍ د ناروغ په شان په بستر پروت دی، د ناروغ سره د نسبي مرستې لپاره له چین تر قطره واړه هیوادونه تیار دي، خو هغه اکسیجن چې پاکستان ته نجات ورکولای شي، له امریکا سره دی. د همدې اکسیجن لپاره پاکستان د چین د تودو اړیکو په قیمت یوار بیا د امریکا یارانه پیل کړې او د ملګرۍ لومړنۍ چک یې ترلاسه کړی هم دی اما دا هیڅ مالومه نده، چې پاکستان ددوه شدیدو سیمهییزو شرایطو او رقابتونو په منځ کې په پخوانۍ طریقه لوبه کولی شي که نه؟
پاکستان حتا دې ته اماده شوی، چې دداعش پروژه په غاړه واخلي، سخت دریځي طالبان پکې منحل کړي او له نړۍ څخه مادي امتیاز تر لاسه کړي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو د پخواني وزیر میا افتخار حسین په خبره چې ترهګرۍ په نړۍ کې تر ټولو ګټور بزنس دی، پاکستان ټول وخت دا بزنس کړی، خو د افتخار حسین د خبرې لپاره شرط دادی، چې ګرانه به وي، پاکستان ته به ګرانه وي، دا بزنس دطالبنایزیشن په اوج کې د داعش په نوم هضم کړي، او له ایرانه تر منځنۍ اسیا او چین د هر ملک بدۍ په غاړه واخلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320