د عمرانخان د پام وړ

0 507

د عمران خان د پام وړ :

د کشمير د سفير پر ځای لاسوهنه مه کوه! او ترهګر مه روزه!

تورو کارغانو دې خپل قوم ((پښتانه)) څنګه وځپل

لومړی ځان، بيا مورو پلار او بيا نور مؤمنان په ترتيب سره په دوعا کې ياد شي. دا به ساده توب او سرتنبه ګي وي چې سړی د خپل ټبر پر ځای د بل چا استازولي کوي

سيد حسين پاچا

ښاغليه،

تاسې ديني مخينه نه لرئ، بلکې لوبغاړی پاتې شوي ياست او ملايان مو ايله د استخباراتو او نظاميانو خولو ته ناست دي، کنه قرآني کتيګوري په دې ډول ده :

ربنا اغفر لي (۱) ولوالدی (۲) وللمؤمنين (۳) يوم يقوم الحساب

ابراهيم : ۴۱

بښنه (استغفار) غوښتل :

  • اغفر – لي : د ځان لپاره
  • ولوالدیّ : د موروپلار لپاره
  • وللمؤمنين : د نورو مؤمنانو لپاره

وانذر عشيرتک الأقربين

الشعراء : ۲۴۱

لومړی خپله کورنۍ، ټبر وقبيله، قوم، سيمه وهېواد

سمه ده چې يو مسلمان بايد د مسلمان په حق کې خواخوږی اوسي، خو لاس وهونکی او تېری کوونکی نه. د کشمير په تړاو تاسې بايد خپل تاريخ يا تېرې مخينې ته مو مراجعه وکړئ چې دا ټوله د ((ناسم وېش يا unfair division)) نه کړيږي.

خو ښه به دا وي چې تاسې د کشمير پر ځای په سيمه ونړيواله کچه د خپل ټبر استازی ((سفير)) شئ او له پښتنو سره د ترسره شوي ظلم او تېري غږ په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه پورته کړئ، نه دا چې خپل ټبر دې شا ته کړی او د بل په غم کې ډوب يې.

ستا اردو چې له پښتنو سره ناوړه او توپيري چلند کوي، نو ولې د هغې غم نه خورې او ولې د هغې په حق کې دې لوی درستيز او څارګره اداره نه پوښتئ؟ ولې اصف غفور او پروېز مشرف نه پوښتې چې له محکمې ته تښتېدلی او هلته د بل په غېږ کې پروت دی؟

مشوره :

که تاسې مسلمان ياست او لږ رحم مو په زړه کې وي، نو د قرآني ارزښتونو په رڼا کې دغو دوو ارزښتونو باندې لږ سوچ وکړه چې ستا لپاره د کشمير په پرتله د خپل ټبر ساتنه او استازيتوب له ديني (اسلامي)، اخلاقي او حقوقي پلوه ډېره ښه وي نه دا چې خپل ټبر ته دې شا کړې او هم دې نظاميان وڅارګره اداره په افغانستان کې له څلورو لسيزو راهيسې لاسوهنه کوي، نو ښه به دا وي چې حکومت ((نظاميان وڅارګره اداره)) دې لروبر يا په بله مانا په افغانستان وکشمير کې د سختدريځو او ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او هم مو ګاونډي هند وبنګله دېش لاسوهنې پرېږدئ!

خپل ولس، سيمه وګاونډ او نړيواله ټولنه، لويديځ وختيځ، ناټو ټول درته لګيا دي چې له ترهګرو سره خواخوږي پرېږدئ، خو تاسې هم له نړيوالې ټولنې سره ځانونه متحد ګڼۍ او هم يې پر خلاف ترهګر روزئ او ترهګرۍ ته وده ورکوئ، نو دا کار مه کوئ! ترهګرۍ پالنې او بېځايه دروغژنو وعدو خو په نړيواله کچه په اخلاقي لحاظ زيانمن کړئ.

تاسې د پي ټي ايم غږ ولې نه اورئ؟

ايا دا پښتانه د الله تعالی مخلوق نه دی که څنګه؟

حافظ سعيد ومسعود اظهر مو هلته لر په کشمير او طالبان، حقانيان او داعشيان مو دلته بر په افغانستان او پښتونخوا وبلوچستان کې څه ته ساتلي دي؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

عمران خان: زه به په نړۍ کې د کشمير د سفير په توگه کار کوم

https://www.pashtovoa.com/a/kashmir-issue-is-to-be-taken-to-the-un/5057577.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply