د بازارموندنې موخې / ګلاب بهار

0 580
بازارموندنه يو ټاکلی، مشخص او ځانګړی هدف لري، چې هغه د خلکو د مشترکې غوښتنې او يا غوښتنو ته ځواب ويل دي.
په واقعيت کې د بازارموندونکي او بازارموندنې کار دا دی، چې د پېرودنې د توان لرونکو خلکو مشترکه اړتيا دې وپېژني او له هغوی سره دې مرسته وکړي؛ څو د محصولاتو او توليداتو دپېرودنې او مصرف په اړه پوه شي، خپلې اړتياوې ورباندې پوره کړي او په حقيقت کې مو هغو ته ځواب ويلی وي.
نو په دې ډول د بازارموندنې ښه رول د ښکار، يا کب نيونې په څېر دی او د ښکار او يا کب نيونې لپاره وسايلو ته اړتيا لرو. په بازارموندنه کې هم لومړنی ګام د اطلاعاتو راټولول دي، چې زه بايد د ښکار او کب نيولو لپاره کوم ځای ته لاړ شم؟ … او داسې نور.
د دا ډول پوښتنو په وسيله بازارموندونکي او تر لاس لاندې کسان يې د اطلاعاتو په راټولولو لاس پورې کوي. نو هغه ده چې بازارموندونکي بايد پوه شي، چې اصلي مخاطبين او هدف يې چېرته دي او د هغوی اړتياوې څه دي؟ د دې ټولو ترمنځ له مخاطبينو سره د پېرودلو توان مهم هدف دی او له هغې نه مهمه دا ده، چې عرضه شوي توکي (محصولات او يا خدمات) په ښه ډول وپېژني. بايد دې ته مو پام وي، چې د بازارموندونکي اصلي کار او رول دا دی، چې د خلکو د اړتيا او غوښتنو سره سم خپل محصولات او توليدات وړاندې کړي او د هغوی اړتيا ورباندې پوره کړي. ځکه چې بازارموندنه يوازې تر خرڅلاو او تبليغاتو پورې نه شي ځانګړې کېدای، خو کېدای شي ووايو چې  د مبادلې او د خرڅلاو ډېرښت د بازارموندنې اصلي او اساسي هدف بلل کېږي. ځکه د بازارموندنې فلسفه او وجودي علت يې د ګټورو پېرودونکو موندل دي او موخه يې تر ډېره د ژمنو پېرودونکو پيدا کول دي. په پايله کې د بازارموندنې هدف د خرڅلاو ډېرول دي او موخه يې دا ده، چې پېرودونکي په داسې توګه درک او وپېژندل شي، چې بازار ته وړاندې شوي توکي او خدمات ورته مناسب وي او هغوی يې خپله وپلوري.
دا په دې مانا نه ده، چې ګواکې خرڅلاو او تبليغات به ارزښت نه لري، بلکې په دې مانا ده، چې دغه دواړه يوازې د بازارموندنې د ترکیب يوه برخه ده. داسې ترکیب چې په خپله د بازارموندنې د وسايلو او اوزارو ټولګه ده، چې د بازار پر چاپېريال باندې د اغېز لپاره يو له بل سره ترکیب کېږي او ګټه ورنه پورته کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply