په ازموینه کې به مو کله نقل کړی وي او یا به کله ګیر شوي هم یاست او ښوونکي به درته جزا درکړي وي، خو په مکسیکو ښار کې استاد د نقل مخینوي لپاره ډېره جالبه طریقه کارولې ده.
د ازموینې پر مهال د نقل مخینوي لپاره کامرې، ممتحن او نور څارونکي ګومارل کېږي، خو د مکسیکو ریاست په ټلاکسالا سیمه کې یو استاد د فراغت ازموینې د خپلو زدهکوونکیو د نقل مخنیوي لپاره د ټولو زدهکوونکیو پر سرونو د کاغذ کارټونه ایښي چې یو بل ته و نه ګوري او نقل و نه کړي.
د امتحان دې شېبې یو انځور پر ټولنیزو رسنیو هم خپور شوی دی او د ازموینې اخيستونکي ځینو استادانو او د زدهکړو ماهرانو دا کار غندلی او د نقل د مخنیوي لپاره یې تر ټورو نامناسبه طریقه په ګوته ګړې ده.
په دې سیمه کې د «بچلرز» په نوم کالج استاد لويي هواریز د خپلو زدهکوونکیو پر سرونو کاغذي کارتونه ایښي چې دوی یوازې خپله پارچه ليدلای شوای بس.
کله چې د ازموینې د دې شېبې انځور پر ټولنیزو رسنیو خپور شو، د زدهکوونکیو والدینو تر څنګ ډېرو کسانو پرې نیوکې وکړې او دا یې غیر انساني عمل وباله او د مکسیکو له حکومته یې غوښتنه وکړه چې دا ښوونکی له دندې لرې کړي.
خو ځینو کسانو بیا د نقل د مخینوي لپاره دا کار ستایلی او غیر معمولي یې بللی دی او په ۲۰۱۳مېلادی کې په ټایلينډ کې هم ورته کار له زدهکوونکیو سره شوی وو، خو هلته له کاغذي ټو ټو زدهکوونکیو ته خولۍ جوړې شوې وې چې بلې خوا ته و نه ګوري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320