مقتصد ستړی-
سوله د ولسونو اساسي غوښتنه ده او ولس غواړي هغه پرېکړې چې ددوی په اړه کېږي او یا هغه اندېښنې چې ولس یې لري، باید ځواب شي.
که چیرې د افغانستان ولس ته د سولې په نوم یوه بله جګړه ورکول کېږي، دا هیڅکله موږ ته د زغملو نه ده، هرڅه چې وي باید روښانه او د ولس په وړاندې څرګند وي، امریکا او طالبان دواړه د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې ښکېل دي او باید نور دا خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.
ولس هوښیار شوی او دا د ټول ولس غږ دی چې «موږ چاته تسلیمي نشو ورکولای او تر هغې چې د سولې مذاکرات پایلې ته ونه رسېږي او دایمي اوربند اعلان نشي، موږ د خپلې هر لوېشت خاورې څخه په قوت او عزت دفاع کوو.»
اوسني وضعیت ته په کتو سره داسي ښکارې چې امریکا او طالبانو د افغان وطن د ورانولو په موخه خپل منځې سوله کړې ده او د یو نوې پلان له مخې په دې هیواد کې ددایمې اوربند پرځای تر نامعلومې نیټې پوري د جګړې بنیاد ږدي یا هم هڅه کوي د ولسواکۍ را روانې ټاکنې سبوتاژ کړي.
د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې خونړۍ امنیتي پېښې هغه څه دي چې خلک یې ددې ډموکراتیکې پروسې په اړه اندېښمن کړي، د یوې توطیې له مخې د ولسمشر غني چې ددې پروسې په اتلسو سیالانو کې مخکښ نوماند دی او اکثریت افغانان یې ملاتړ کوي، د بدنامولو هڅه روانه ده او له بېلا بېلو لارو مخالف قوتونه ددې ملي پروسې په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.
د نړۍ لپاره د افغانستان امنیت او ثبات ارزښت پیدا کړی او افغانستان اوس د خپلو ګټو په پاللو بوخت دي تر څو دښمنان لږ او دوستان ډير کړي، دا په داسې حال کې چي برحاله حکومت ټاکنو ته له سولې لومړیتوب ورکوي او ټينګار کوي چې ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي چې راتلونکی ولسمشر په پوره واک د سولې لپاره پریکړې وکړي او دا د افغان ولس غوښتنه هم ده.
کله چې امریکا خپلې ګټې په خطر کې ولیدلې او په دې پوه شول چې افغانان سوله خپل ملکیت ګڼي او هیڅکله د پردې تر شاه پټو خبرو ته قانع نه دي له طالبانو سره یي خبرې لغوه کړې.
د طالبانو همدا شرم بس دی چې له خپلو وروڼو سره بین الافغاني مذاکراتو ته نه کېناستل او د خودغرضه امریکا او پاکستان هره پرېکړه یې دځان په خیر ګڼله.
نبي علیه السلام چې به کله خپل صحابه کرام چیرته دجنګ لپاره لېږل، د دوی امر ته به یي هرځل ضرور او په خاصه توګه دا خبره کړه چې { لَا تَقْتُلُوْا شَیْخًا وَّلَا طِفْلًا وَّلَا صَغِیْرًا وَلَا اِمْرَاۃٌ} یانې کوم سپین ږیری، ماشوم، کم عمر او ښځه مه وژنئ خو طالبان او نورې ټولې تروریستي ډلې چې د اسلام تر نامه لاندې د جنګ پروژې مخې ته وړي تل په دا ډول بې ګناه وژنو کې لوی لاس لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320