او بالاخره ټاکنې وشوې!

اېمل پیاوړی

0 513

 

ان له تېر یو کال راهیسې ولسمشر غني دا ټینګار درلود چې ولسمشریزې ټاکنې به خامخا ترسره کېږي، ځکه چې د واک د سوله ییز لېږد او د ولس د ارادې او تمثیل لپاره له ټاکنو مه واره بل هیڅ مناسب بدل نشته، مګر نورو به ناممکنه ګڼله او د دې لپاره یې څو موارد راوړل.

لومړی مورد دا وو چې ځینو به ویل تر هغو چې بهرنیان ونه غواړي ، نو ټاکنې نه ترسره کېږي او د امریکا په ګډون بهرنیان چندان ټاکنو ته لېواله نه ښکاري او نه یې هم د تمویل لپاره مالي مرسته کوي، مګر ولسمشر غني به ویل چې دا افغانستان دی او دلته د برخلیک ټاکلو او پرېکړو واک له موږ سره دی نه له بهرنیانو سره. هغه به په خپله خبره د لا زیات تاکید لپاره ویل چې زما په قاموس کې د نه امکان کلیمه نشته. موږ هر ناممکن کار په خپله پیاوړې اراده او د ملت په ملاتړ ممکن کوو. که بهرنیان مرسته ونه کړي، نو افغان دولت به له خپلې بودجې څخه ولسمشریزې ټاکنې تمویل کړل چې بالاخره همداسې شول، ځکه چې د ټاکنو د لګښت ډېره برخه په خپله دولت ورکړه.

دویم مورد دا وو چې ډېرو د ټاکنو د مخنیوي لپاره سوله ښه پلمه پیدا کړې وه. د ولسمشر کرزي په ګډون ټولو د سولې سولې نارې وهلې. د هغوی موخه سوله نه وه، بلکې د دوی اصلي موخه د سولې تر شا پټه وه، چې هغه د موقت حکومت جوړول او بیا واک ته رسېدل وو، مګر ولسمشر غني له همغه لومړي سره هم د موقت حکومت او هم د تړلو دروازو تر شا د امریکا او طالبانو د سولې د مذاکراتو ملاتړ وکړ او یوازینی څوک چې د امارت پرځای یې د جمهوریت غږ پورته کړ ولسمشر غني و.

په تېرو څو میاشتو کې وضعیت او حالات همداسې راغلل، حتی ډېر حکومتي مقامات هم په دې باوري نه وو چې ټاکنې دې ترسره شي، ان له ټاکنو څخه یوه اونۍ وړاندې هم د ټاکنو د نه ترسره کېدو شونتیا زیاته لیدل کېدله، مګر ولسمشر غني د تل په څېر په ټاکنو ټینګار کاوه او په همدې خاطر یې کمپایني غونډې په مرکز او ولایتونو کې جوړې کړې او بالاخره پرون د شنبې په ورځ چې د روان کال د تلې شپږمه نېټه وه، ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې، دا ټاکنې هم د نورو کلونو د ټاکنو په پرتله په مراتبو ښې، رڼې او سراسري ترسره شوې او هم په خوندي او امن فضا کې ترسره شوې او بالاخره ولسمشر غني ثابته کړه چې هغه په خپلو پرېکړو او تصامیمو تر پایه ودرېږي او حتی د امریکا غوندې قوي نړیوال شریک یې هم له خپلو ژمنو او پرېکړو څخه نشي په شا کولی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply