ټاکنیز عدالت به مو د راتلونکي باثباته افغانستان پیلامه شي

امید اڅک 

0 730

د عدالت لغوي او اصطلاحي تعریف په اړه بحث نه کو، ځکه چې په دې اړه ډيرې لیکنې او بحثونه  شوي دي او د نظر ډيرو خاوندانو پرې نظرونه څرګند کړي دي.

عدالت باید د ژوند په ټولو ابعادو کې پلی شي، ځکه چې د عدالت په تطبیق سره د ستونزو، جنایتونو او ټولنیزو کړاوونو ګراف په اتومات ډول ښکته کیږي، په ځانګړي توګه د هیوادونو او ملتونو د لویو ټاکونکو مسئلو په اړه د عدالت تطبیق ډير اړین دی.

ټولو ته معلومه ده، چې زموږ هیواد د نورو ډیرو ناخوالو ترڅنګ د بې عدالتۍ له سختو ننګونو سره مخامخ دی، قانون په ټولو یو ډول نه پلی کیږي، د قانون پر وړندې توپیري چلندونه عادي خبره ده، د ځورواکو او په ځانګړي توګه د حکومتي چارواکو د فرمایش سره سم په چا یو ډول او په چا بل ډول د قانون تطبیق ټولنیز عدالت د سختو پوښتنو سره مخامخ کړی دی.

له دغه ننګونو څخه یو هغه چې باید ډیر پام ورته وشي، هغه مو په هیواد کې د ټاکنو د پروسې شفاف ترسره کیدل او په دغه برخه کې حق حقدار ته سپارل دي، هر ځل چې ټاکنې نږدې شي، د فساد او تقلب بحثونه هم ورسره ګرم شي اوعیني واقعیت هم همداسې دی چې د اثبات لپاره یې ډير مثالونه مجود دي.

موږ ټول د تیرو پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو او په هغه ټاکنو کې د ستونزو او بې عدالتیو شاهدان یو، موږ ولیدل چې په څه ډول ټولنیز عدالت تر پښو لاندې شو، موږ ولیدل چې په کوم ډول د یو چا حق د پیسو او ځینو نورو عواملو په بدل کې بل چاته ورکړ شو، موږ ولیدل چې په څه ډول سلیقوي چلند ترسره شو.

پایله یې هم ټولو ولیدله، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او شکایایاتو کمیسیون غړي څارنوالۍ ته معرفي شول او په لومړۍ محکمه کې پرې د پنځه کاله قید فیصله وشوه.

کمیشنران خو یو څو کسان و، چې خپل قید به یا تیر کړي او یا به بیرته معاف شي، خو د کمیسیون کاري نتایج به مو پنځه کاله وکړوي، ښکاره مثال یې ولسي جرګې ته د رئیس ټاکل و، اوس اوس داسې ویل کیږي چې د بې عدالتیو په پایله کې همدا بریالي شوي نوماندان پارلمان ته نه راځي.

زور واکي، خپلو مسولیتونو ته نه متوجه کیدل، له قضایي مصونیت څخه په سو استفادې سر خپل شخصي ګټو ته ترجیح ورکول او دیته ورته نور ډير منفي کارونه هغه څه دي، چې د کمیسیون د فساد، خیانت او بډې په پایله کې ټولنیز عدالت زیانمن او افغان ولس په راتلونکو پنځه کلونو کې له داسې ضعیف پارلمان سره لاس او ګریوان شو.

اوس د ولسمشریزو ټاکنو د شمیر په جریان کې یو، په قانوني ډول د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا پایلې نه دي اعلان شوي، مګر د خپل دایمي خصلت له مخې ځینو نوماندانو ځانونه بریالي اعلان کړ، تیرو تجربو ته په کتو سره بیا هم داسې اندیښنې موجودې دي، چې ګواکې بیا به د رایو په شمیرنه  او په ټوله کې د ټاکنو په ترسره کیدو کې مطلق عدالت تطبیق نه شي، همدې مسئلې مخکې له مخکې خلک اندیښمن کړي دي چې څه به کیږي.

په هر صورت، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او کمیشنران باید دا ځل په خپل ټول قوت سره د افغان ولس او ټپي ټپي افغانستان په خاطر له هر ډول فساد او د رایو د شمیرنې په پروسه کې د پوره شفافیت څخه کار واخلي، تر څو د تیرو ټاکنو د پایلو په څیر، نه په خپله بدنام او زنداني شي او نه په لویه کچه د ټول هیواد لپاره یو بل پنځه کلن ناورین په میراث پریږدي.

که داسې ونه شي، نو یو ځل بیا به مو هیواد د کمزوري او نامشروع حکومت خاوند شي، چې په دې سره به مو هر څه د معمول سره سم نیمګړي او غم ځپلی ولس به مو د خپلو ډيرو نورو ګرفتاریو ترڅنګ د ټاکنو څخه  د رامنځته شویو فشارونو پر بنسټ د ناورین یو بل پیټی هم په اوږ بار شي.

په ټاکنو کې درغلي او دغه موضوع سره د کمیسیون له خوا سرسري چلند به ددې لامل شي، چې راتلونکی پنځه کلن حکومت مو یو ځل بیا تر پوښتنې لاندې راشي، په دې سره به یو بیا د داخلي او خارجي فرصت طلبو له خوا په پراخه توګه تعصب  ته لمن ووهل شي، د ټاکنو پایلو ته به قومي، سمتي، حزبي او مذهبي بڼه وکړل شي، چې دغه چاره مو د هیواد لپاره ډيره خطرناکه ده او ولس هم نور د پنځه کلونو لپاره د دغسې بې معنا مسائیلو دروند پیټي په اوږو نه شي بارولی او نه په کې دومره غمونو زغم او حوصله پاتې ده.

د ټاکنو اړوند ټول کمیسیونونه او د ټاکنو څار بنسټونه باید په صادقه توګه هڅه وکړي، چې په دغه برخه کې خپل مسولیتونه په شفافه توګه ترسره کړي، په خپلو داخلي چارو کې هیچاته د لاسوهنې اجازه ورنه کړي،  په ډير جرئت سره دې د مداخله کوونکو نومونه افشا کړي، تر څو ولس ته دا روښانه شي، چې څوک له کومې لارې په دوی د نامشروع اغیز په هڅه کې دی.

په دې سره به یې هم خپله وطن دوستي ثابته کړي وي، هم به یې  زورواکو او هغه کسانو ته چې په غیر مشروع ډول د قدرت د ترلاسه کولو په هڅه کې دي دا واضح کړې وي چې نور د درغلیو وخت تیر دی او هم به یې د خپلو ولسونو په زړونو کې ځای پیدا کړی وي او هم به یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له وچلي څخه د عدم شفافیت هغه تور داغ د تل لپاره لرې کړی وي.

څه چې په دیګ کې دې هغه دې په کاسه کې واچوي، هر چا چې وګټله نوش جان یې شه.

 په دې سره د راتلونکو کلونو لپاره د ټوکیدونکو سیاسیونو ته هم دا پیغام انتقال شي، چې ولس نور ویښ دی او د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ تصمیم نیسي، که مو ولس ته خپل صداقت ثابت کړ رایه به واخلئ او که د ولس پر وړاندې مو له دوکې، چل او فریب څخه کار واخیست نو له دغسې سرنوشت سره به مخامخ شئ او ولس به مو په مخ دغسې درنه څپیړه درکړي، همدا به مو د راتلونکي با ثباته او په قانون متکي افغانستان پیلامه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply