په سوله کې د افغان حکومت د دریځ حقانیت

 محمد الیاس

0 765

د طالبانو او امریکا د مبهمو مذاکراتو پر مهال د افغان حکومت تر اعتراض او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تر څرګندونو وروسته د حکومت منتقدینو خوله خلاصه کړه او د ناوړه عواقبو پیشبیني یې کوله، خو د وخت په تېرېدو ثابته شوه، چې د افغان حکومت موقف صحیح و او د منتقدینو وړاندوینې لکه د پخوا په څېر یوازې وړاندوینې پاتې شوې.

د افغان حکومت له لوري د مبهمو مذاکراتو د سپیناوي غوښتنې لومړنی تحرک د امریکا په کانګریس کې پیل شو. د کانګریس یو شمېر غړو د افغان حکومت اعتراض د تأمل وړ وباله او هغوی د مذاکراتو د سپیناوي غوښتل د افغان حکومت حق وباله.

په دې جریان کې پر افغان حکومت کورني او بهرني فشارونه اوج ته ورسېدل، خو حکومت له خپل دریځه وانه وښت. په کوردننه منتقدینو همدا ښه چانس وباله او په موقت حکومت کې د غوښینې برخې د ترلاسه کولو لپاره یې د امریکا په ملاتړ او په افغان حکومت انتقادونو ته زور ورکړ. تر ټولو دردونکې او شرمونکې خو دا وه، چې د ملي وحدت حکومت پنځوس سلنه شریک ډاکتر عبدالله عبدالله هم بېرته د خپل حکومت پر موقف انتقاد وکړ او اعتراض یې له امریکا سره د اړیکو د خرابېدو پیل وباله.

دې اعتراض د ډاکتر عبدالله عبدالله لپاره خپلې ګټې لرلې. د معلوماتو پر اساس، هغه د امریکا له لوري د موقت حکومت مشرۍ ته شېبې شمېرلې، نو ځکه د افغانستان راتلونکې، د مذاکراتو مبهم‌والي او د راتلونکي نظام جوړښت ورته معنی نه لرله، خو چې دی په کې یوازې رئیس وای.

په بهرنیو فشارونو کې د امریکا د حکومت ګوتڅنډنې او د مرستو د بندېدو اخطارونه جدي وو، خو افغان حکومت له ځپل دریځ په شا نه شو او همدا وجه وه، چې ټول ګواښونه مدیریت شول او نن د امریکا په حکومتي دستګاه کې د افغان حکومت د دریځ خورا زیات ملاتړي موندل شوي دي.

د امریکا په کانګریس کې د افغان حکومت د موقف حقانیت ډېر پخپلو دریځو بیا غور کولو ته اړ کړل او همدلته وه، چې له خلیلزاد څخه د امریک د کانګریس غړو وضاحت غوښتنې هغوی ته ثابته کړه، چې کیسه ټوله یو طرفه روانه ده او واقعاً د افغان حکومت له مالکیت او حضور پرته هیڅ ډول هوکړه ګټه نه لري او کولای شي د یوې بلې جګړې د پیلېدو لامل شي.

د کانګریس له لوري د خلیلزاد احضار او د هوکړې د ځینو مبهماتو افشا کېدو امریکایانو ته شوک ورکړ او د خلکو د همدې غبرګون له وجې و، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پروسه ځای پر ځای ودروله.

د امریکا په سنا کې د افغان حکومت د دریځ په ملاتړ د لابي ګرو اعتراض او شور واقعاً لوبه واړوله او د امریکا بهرنیو چارو وزارت او په ځانګړي ډول زلمی خلیلزاد پوه شو، چې ټول څه په هغه ډول مخته وړل له امکان لري دي، چې موږ یې غواړو.

ددې ټول بهیر د تشریح هدف دا دی، چې په دې ټول جریان کې د افغان حکومت اعتراض او له ځینو مسایلو سره مخالفت د واقعي سولې لپاره و. دا هغوی ته یو ځواب دی چې وایي، افغان حکومت د سولې مخالف دی او اوس به ورته ثابته شوې وي چې وضعیت څنګه روان دی او افغان حکومت په دې ټول جریان کې وضعیت څه ډول مدیریت کړ؟ ښه به وي چې پخپل نظر بیا غور وکړي. حکومت هیڅکله د سولې مخالف نه دی، خو واقعي سوله لومړیتوب دی.

همدا پرون ماښام ولسمشر غني د امریکا د سنا مجلس له پلاوي سره وکتل. دې پلاوي ټاکنې بریالۍ وبللې او دا کار د جمهوریت د تائید په معنی دی، یعنې د سولې په راتلونکو بحثونو کې په جمهوریت هیڅ ډول بحث نشي کېدای او امارت نفیې دی.

دې پلاوي د سولې په تړاو د افغان حکومت د دریځ پر حقانیت یو وار بیا د تائید ټاپه ووهله او مخامخ یې افغان حکومت ته وویل، چې د امریکا متحده ایالات د سولې د هغې پروسې هرکلی کوي چې د ښځو د حقونو او جمهوري نظام د تداوم ترڅنګ په کې د تېرو دوو لسېزو ټولې لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

همداراز پرون ماښام ولسمشر غني له امریکایي سناتورانو مېرمن مګي هاسن او کرس ون هولن سره هم په افغان سولې خبرې کړې دي. هغوی په ټینګار ولسمشر ته ویلي، هغه سوله چې پر افغانانو تحمیل شي او د وروستیو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي، موږ ته د منلو نه ده او که افغان حکومت د سولې مذاکراتو یوه برخه نه وي، دغه پروسه پایله نه ورکوي.

دا ټول د سولې په پروسه کې د افغان حکومت د دریځ حقانیت ښیي او د امریکا په ګډون ټولو ته اوس ثابته شوه، چې د افغان حکومت له رهبرۍ او مالکیت پرته د سولې هر ډول هڅې هیڅ نتیجه نه ورکوي.

د سولې سناریو دغه تشریح موږ ته ښیي، چې افغان حکومت د سولې بهیر کې ښه پرمخ روان دی او په کور دننه او بهر ټول هغه موانع ښه مدیریت شول، چې د افغانستان جمهوریت یې له تزلزل سره مخ کاوه.

پرون د افغانستان یو شمېر سیاسیون په امریکایي سناتورانو پسې ګرځېدل چې وضعیت ورته پخپله ګټه تشریح کړي، خو نن امریکایي سناتوران او کانګریس مینان افغانستان ته راځي، چې د افغان سولې په اړه د ولسمشر غني په مشوره مناسبه او واقعي تګلاره انتخاب کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply