د ډاکټر عبدالله بې صبري او وارخطایي

0 999

ډاکټر عبدالله عبدالله چې په تېرو ۲۰۱۴ کال ولسååمشریزو  ټاکنو کې هم ناکام و، خو بیا هم د له خپلې سر زورۍ څخه کار واخيسته او ځان یې په یو نه یو ډول له ولسمشر محمد اشرف غني سره په حکومت کې شریک کړ. خو په هغه وخت کې مو په هیواد کې هم ګڼې ستونزې وې بهرنیانو پکې لاسوهنه کوله، دښمن به مو سل رقم ورانکاريانې تر سره کولې زمونږه هیواد وال به یې بې ګناه راشهیدانول او د افغانستان له خاروې به یې غلطه ګټه پورته کوله چې په هغه وخت کې نورې نړۍ افغانستان یوازې د جنګ په میدان باندې پېژانده.

په هغه وخت کې هم ښاغلي غني د هیواد وضعیت او شرایطو ته په کتو او د ملي وحدت د لا ټینګښت په خاطر دا د زهرو غوړپ وکړ او عبدالله عبدالله یې په خپل حکومت کې د اجرائیه رئیس په توګه ومانه، مګر کرار کرار عبدالله د ولسمشر او په لویه کې د دولت لپاره په یو سرخوږي بدل شو، ځکه د اصلاحاتو بهیر او نورې ملي پروسې یې ډب کړې، بې ځایه مخالفتونه یې پیل کړل او په دې ډول یې د دولت وقار ته صدمه ورسوله او د نوموړي د مخالفتونو له امله د ډېرو اساسي کارونو او پروژو مخه ونیول شوه.

خو په تېرو ټاکنو کې چې کومې لانجې وشوې ټول د حامد کرزي د لاسه ، ځکه چې هغه وخت کرزی د هیواد ولسمشر وه او تر بل چاه ده ښه کولی شو چې هغه نوماند کامیابه اعلان کړي د کوم چې رايې زیاتې وې. خو د قصدا داسې کول هغه وخت ده  غوښتل چې د ښاغلي غني او عبدالله عبدالله تر منځ لانجه جوړه شي او ولس ووايي چې مونږه یو ځل بیا هم حامد کرزی د هیواد ولسمشر غواړو. که چېرته ده د دواړو نوماندانو تر منځ روغه جوړه کړې وای او حق یې حقدار ته سپارلی وای نو نه جانکیري ته ضرورت و چې د افغانستان په شخصي کارونو کې مداخله کوله او نه به هم  نړۍ والو د خندا کېدلو.

خو په دا ځل ټاکنو کې یو ځل بیا عبدالله عبدالله خپل ځان ولسمشر حسابوي چې تر اوسه د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پایلې هم ندې اعلان شوي. دی یو ځل بیا غواړي چې ګډوډي رامنځته کړي. عبدالله عبدالله په دې ښه پوهېږي چې ناکام خو یم راځه یو ځل بیا د تېر په څېر اوازه خپره کړه او ځان بیا هم په حکومت کې شریک کړه. د عبدالله بې صبري او وارخطایي دا ګواهي ورکوي چې نوموړی په پخه تیږه ناکام دی او فکر کوي چې د تېر ځل به بیا په جنجالونو او مخالفتونو په ګتلي واک کې شریک شي، مګرعبدالله عبدالله دا ځل غلط پوه شوی دا ځل به یو ولسمشر وي کوم شریک به ورسره نه وي او هغه څوک به ولسمشر کېږي  چاچې رایې زیاتې وي.

ټول ولس په دې پوهېږي چې یو ځل بیا ښاغلی غنی د هیواد ولسمشر کېږي ځکه چې په ټول هیواد کې ښاغلي غني ته زیاته رایې ورکړل شوه او ولس هم همدا غوښتل چې غني زیاته رايه واخلي او پرته له کوم جنجال څخه بریالی شي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply