پرمختللې ملتونه نمونه شخصیتونو او غوره ارزښتونو ته اړتیا لري/محمد عارف رسولي

0 633

پخوا په کابل ښار کې ځينې نوموتي علمي شخصیتونه، لیکوالان، استادان او ښوونکي وو، د ځوان کهول لپاره نمونه وو، یو عجیب کلتور یې رامنځته کړی وو، چا به په ریاضي، چا په فزیک یا بل مضمون او چا په ښهتدریس او نورو په غوره لیکنو کې شهرت ګټلی و. موږ ځوانانو ته د دوی په پله پل اېښودل ستر ویاړ ښکارېده.

په یاد مې دي محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سورګل وردګ چې په سول انجنیرۍ کې يې دوکتورا درلوده، تازه واده یا عروسي یې کړې وه، د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ یو وړتیا لرونکی او منل شوی استاد و، خو موږ ورباندېخبرېدو چې د مازدیګر تر رسمي وخت وروسته او د جمعې په ورځ او رخصتیو کې یې له خپلې کورنۍ سره په خپل دری بسوه ایز کور کې په خوشال مېنه کې د لکه یو مردکار کار کاوه، په لږو یې قناعت کاوه او با عزته ژوند یې درلود. موږ د انجنیرۍ محصلانو ته هغه یوه ښه الګو او مثال وو.

عوام او په تېره ځوان نسل که رښتیني، د ښو اخلاقو لرونکي او پوه مشران ګوري، ورباندې مثبته اغیزه کوي، خو که یې درغلګر، عیاش او ځان غوښتونکې، بدماشان، د ځمکو غاصبان او زورواکي ګوري ورباندې اغیزه کوي، او په ټولنه کې د شان شوکت لپاره همغه لاره غوره کوي. له بلې خوا دا کسان او کړه وړه یې په ټولنه کې یو ناوړه کلتور رامنځته کوي، خلک په کمو امکاناتو بسنه نه کوي او اړ کېږي چې د داخلي او خارجي کړیو مزوري وکړي او د خپل ملک په وړاندې خیانت وکړي.

پخواشینۍ سره تر ناورینونو او جنګونو وروسته، چې نوموتي علمي او ملي شخصیتونه مو شهیدا، مهاجر او یا د کهولت سن ته ورسېدل، اقتصاد مو مافیایي شو، د حرامو اود  بیت المال خوړل عام شول، د علمیت، خدمت او په لږو خو حلالو قناعت او باوقاره ژوندکولو کلتور، هغه علمي چاپېریال، تقوا، علمي فضا، افغاني غرور او نور ښهارزښتونه مو له لاسه ورکړل. زموږ کلتور داسې حالت ته راورسېده چې، زوروهل زیاتو خلکو ته یو ‌‌‌‌‌‌ډول عیاري،قانون منل ورته کمزوري او د ځان کمښت ښکاري. نو ځکه اوس ګورو چې چا کوم با‌‌‌‌‌‌ډيګاردان، موټر، نوم او نښان پیداکړل بیا نو ځان له قانونه پورته بولي او نور خلک ورته انسانان نه ښکاري. دوی باید خبر شي چېهر څومره ټولنه متمدنه کېږي زوروهونکي خلکو ته سپک او جاهلان ښکاري او په وړاندې یې درېږي.

زه ګورم چې د نړۍ زیات علمي شخصیتونه، ستر ستر لیکوالان، مشهور سیاستوال او ستر ستر نړیوالکارپوهان په کنفرانسونو، ملمستیاوو، د کار په عادي ورځو کې په هوټلو، په کفتریاګانو او شخص کورونو کېهره ورځ په لین کې له خپلو مامورینو، ‌‌‌‌‌‌ډریورانو او نورو سره د ‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ اخیستلو په لین کې ولاړ وي، نه یوازېنه ورباندې شرمېږي بلکه ستر ویاړ یې ځانته بولي او غواړي نورو ته وښيي چې موږ هرڅومره چې په معنوي لحاظ سترېږو نو په اخلاقو او تواضع کې باید ځانته عزت وګورو.

همدارنګه، موږپه خپل اسلامي تاریخ کې زیات ورته مثالونه لرو، حضرت عمر فاروق له خپل ساتونکي او خدمتګار سره په سفر کې په نوبت په اس سپرېده، د الله رسول له سپين سرې ښځې سره په لاره بار په اوږهاخیسته، په هغه یوې مشرکې همسایه ښځې هره ورځ د خځلو لوښی له بامه ورچپه کاوه خو هغه له زغمه کار اخیسته او چې څو ورځې یې دا کار ونه کړ، خبر شو چې ناروغه ده نو پوښتنې ته ورغی او هغې هم ایمان راوړ،ځکه وایي انسان د احسان تابع دی.

خدای وکړي چې زموږ عالم او پوه خلک په غوره ملي او دیني ارزښتونو ټینګ ودرېږي، له ځانه الګو او نمونې جوړې کړي، موږ داسې فرهنګ ته وده ورکړو چې قانون منل د خپل ځان کمزوري نه بلکه د ځان لپاره یې د ښه سړیتوباو ویاړ نښه وګڼو. دا ځکه چې سرلړي او پرمختللي ملتونه نمونه شخصیتونو او غوره ارزښتونو ته اړتیا لري.

د یو سرلوړي، باعزته او پرمختللي افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply