ولسمشر د قربانیانو کورنیو او شینوارو مشرانو سره غمشریکي وکړه

محمدروښان ښاد

0 786

 

د یکشنبې په سهار ولسمشر غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ ته ولاړ. یادې ولسوالۍ ته د تګ اصلي موخه د جودرې سیمې اړوند پر جامع جومات د وروستي تروریستي برید د قربانیانو کورنیو سره، غمشریکۍ او خواخوږي وه.

ولسمشر غني د قربانیانو د کورنیو او د شینوارو د مشرانو د زغم مننه وکړه او د هغې مینې او کلیمو مننه یې ورڅخه وکړه او دا یې د هغوی عظمت وګاڼه چې ده ته یې وکارولې. جمهوررئیس غني د قربانیانو کورنیو او د شینوارو مشرانو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ پرمهال وویل، دا یوازې ستاسو نه، بلکې زموږ ټولو شریک غم دی او سخت ورباندې غمجن یوو.  دا واقعیت دی ځکه چې ټول هیواد په دغه پېښه سخت خواشینی دی او د هر هیوادوال زړه یې سخت دردولی دی.

ښاغلي غني د قربانیانو د کورنیو د زغم او عظمت ستاینه وکړه او وې ویل، د قربانیانو د کورنیو د غم کمولو په موخه به دوی ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ورکولو ترڅنګ د هغوی د کورنۍ غړي بیت الله شریف ته د عمرې او حج مراسمو د ادا کولو لپاره ولېږو. نوموړي پر جامع جومات شوی تروریستي برید چې یو شمېر هیوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول د بشریت، انسانیت، اسلامیت او افغانیت پر وړاندې  ناوړه عمل وباله. هغه زیاته کړه، دا یوازې د دې واړه کلي غم نه دی، بلکې دا په ملي او بین المللي کچه یوه فاجعه ده چې په سختو ټکو یې غندو او زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به له عاملینو څخه د غچ اخیستنې په موخه  داعش او نورې تروریستي ډلې سختې وځپي.

هغه د داعش د ځپلو او ماتولو په برخه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د شینوارو قوم همکارۍ څخه په مننې او ټینګار سره وویل، د شینوارو ټولې ولسوالۍ به د داعش او نورو تروریستي ډلو له پاتې شونو څخه پاکې شي.

ښاغلي غني دا هم وویل چې  د هیواد په ولسوالیو کې د جامع جوماتونو د جوړولو پروګرام کې به د شینوارو شپږو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړل شي او همدارنګه به اړوندې ادارې او مسوولین د دې ولسوالیو د ښوونځیو، د څښاک اوبو، روغتیایي او نورو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply