حاجی!؟

عزت الله ځواب

0 561

چاودنې دي، وژنې دي، مرګونه دي حاجي!
دا څو ورځې خو دغسې خبرونه دي حاجي!
هنر درته ارزښت نه لري، بحث درسره نه کړم
لوستلي که دې څومره کتابونه دي حاجي!
په کلي کې خو مونږ سره چلم ته کېناستلې
عربو کې دې څنګه ماښامونه دي حاجي؟
جنګونه او جګړې دي د شتمنو انسانانو !
د خوارو په نصيب شهادتونه دي حاجي!
وطن راته له مور او پلاره خوږ دی، امتحان دی
درځمه به؛ خلاص شوي مې درسونه دي حاجي!
يو څو ورځې به منډې وهې، وزن به دې کم شي
خوشاله اوسه ستا لا څه غمونه دي حاجي!؟
د دغه غوايي ښکر لکه نېزې غوندې تېره دي!
د دغه خره ببر، ببر غوږونه دي حاجي!
ځواب په کرايي کور پسې ګرځي دا انصاف دی؟
د هر زورواکي څومره ډېر کورونه دي حاجي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply