د ثبات ټیم بې ثباتي

غلام جیلاني ځواب

0 747

 

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې تیم چې هم یې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال له تورونو او تهمتونو څخه نه اړاوه او هم یې کومه خاص برنامه نه لرله، نو په وروستیو کې د خپل نوم (ثبات) برعکس بې ثباته شوي. دلیل یې دادی چې څومره د ټاکنو د پایلو اعلان ته نږدې کېږو، نو همدومره دا ټیم وارخطا او بې ثباته کېږي، ځکه چې دوی په خپلې ماتې یقیني کېږي.

سره له دې چې ډاکټر عبدالله او پلویان یې له ماتې سره روږدي دي، ځکه دا دریم ځل دی چې دوی په ولسمشریزو ټاکنو کې ماتې خوري، مګر د دې باوجود هم د خپلې ماتې پر مهال سخت حساس وي. د دوی دا حساسیت له دې امله نه دی چې په خپلې ماتې خواشیني دي، بلکې د امتیاز اخیستلو په خاطر دی، ځکه په لومړي ځل چې دوی د حامد کرزي پر وړاندې مات شول، نو همداسې غالمغال یې جوړ کړ، کرزي بیا ورته باج ورکړ او په میلیونونو ډالرو یې دوی ارام او غلي کړل.

تېر ځل چې په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرغني پر وړاندې مات شول، نو بیا یې غالمغال جوړ کړ، سرکونو او واټونو ته راووتل او دېته یې زمینه جوړه کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیر جان کېري راشي او ډاکټر عبدالله د یو جوړجاړي له لارې ولسمشر غني ته په ګټلې واکمنۍ کې ورشریک کړي.

دوی عادت شوي دي، دوی هر ځل د خپلې ماتې ګټه لیدلې، دوی په لوی لاس همدېته لمن وهي چې څنګه په یو او بل تورونه پورې کړي، وضعیت مبهم او مشکوک کړي او بیا د ځان لپاره د باج ګیرۍ زمینه برابره کړي. دوی له ټاکنو دمخه د کمپاینونو پرمهال پر ولسمشر غني بې مورده تورونه پورې کول چې له دولتي امکاناتو استفاده کوي او یا یې د هغه ځینې برنامې نقد کولې، مګر په دې وروستیو کې یې په کمېسیون او امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې هم تورونه پورې کړل.

عبدالله او پلویان یې غواړي چې په دې ډول د ولس شک زیات کړي او یو ځل بیا دېته زمینه برابره کړي چې د امریکا متحد ایالتونه مداخله وکړي او دا ځل بیا ولسمشر غني څخه ګټلی واک نیمایي کړي، مګر دا ځل به یې نه ولسمشر غني ومني او نه هم ولس، ځکه چې ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې د ډاکټر عبدالله له بې کفایتیو، نازونو او خپګانونو څخه تر پوزې رسېدلی دی او بله دا چې ولس هم ولیدل چې اجرائیه ریاست یوه ناکاره اداره ده چې د دولت د بودجې له ضیاع او بې ځایه لګولو مه واره نور هیڅ هم نه لري او نه یې اړتیا لیدل کېږي، په دې خاطر یې مخکې له مخکې په ولسمشر غني شرط  کړې چې دا ځل به جوړجاړی نه کوې او اجرائیه ریاست باید لغوه شي چې ولسمشر غني هم ورسره منلې ده. په همدې خاطر د ثبات ټیم بې ثباته شوی دی او لا هم د بې ثباتي لورته روان دی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply